تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: ولسمشر غني د کابل شهر دوبۍ هوټل کې د یو واده پر مراسمو ځانمرګي برید کې د ۶۳ هېوادوالو شهادت او ۱۸۳ نور ټپي کېدلو پېښه په کلکو ټکو غندلې او زیاته کړې یې ده چې طالبان د دغې پېښې له مسوولیته نه شي کولی غاړه وباسي، بلکې همدا ډله ده چې هېواد کې یې ترهګرۍ ته زمینه مساعده کړې ده.

 ولسمشر غني نن یکشنبه د بیګانۍ پېښې په تړاو پر خپله ټویټر پاڼه پرله پسې ټویټونو کې ویلي، اصلی لومړیتوب یې اوس دا دی چې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږۍ ته ورسېږي: (( اړوندو ارګانونو ته مې امر کړی چې له ټپيانو سره جدي مرسته وکړي.))

ولسمشر ویلي، دا یو هدفمند او قصدي برید و چې په اړه به یې جدي پلټنې وشي: (( طالبان نه شي کولی په دې پېښه کې له ملامتۍ ځان خلاص کړي، بلکې همدوی ترهګرۍ ته زمینه برابره کړې ده، نن د ماتم ورځ ده، ځکه مو د لویې جرګې په خیمه کې خپله کمپایني غونډه ځنډولې ده.))

 ولسمشر د دغه برید پړه په داسې حال کې پر طالبانو ور اچولې ده چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د کابل شپږمه ناحیه کې د واده پر مراسمو ځانمرګی برید غندلی دی.

 دغه برید کې د کورنیو چارو وزارت د ورکړیو معلوماتو په اساس ۶۳ هېوادوال شهیدان شوي او ۱۸۳نور ټپيان دي.

دغه راز نن سهار هم بلخ کې د ملکیانو پر موټر د طالبانو ماین چاودلی چې ۱۱ ملکیان په کې وژل شوي دي.

امنیتي ادارې وايي، طالبان دغسې بریدونه کوي خو کله چې پوه شي ملکي تلفات یې زیات واړول نو بیا یې پړه پر غاړه نه اخلي.

One thought on “غني: نن ماتم دی، طالبان د بیګاني برید له مسوولیته نه شي خلاصېدای”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *