تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۱مه: ولسمشر غني وايي، افغانستان په تېرو ۱۸ کلونو کې یوازې یو وارداتي هیواد و، چې اوس په یو صارداتي هیواد بدلېدونکی دی، خو دا باید په بشپړه توګه ثابته کړو چې یوازې یو صادراتي هیواد یوو.

ولسمشر غني پرون د حیرتان بندر له لارې چین ته د لومړنۍ سوداګریزې محمولې د لېږد په مراسمو کې وویل، د افغانستان ټرانزیت سیمې ته خطر نه بلکې یو فرصت دی : (( د سیمې هیوادونه باید په دې وپوهیږي چې موږ په یو صادارتي هیواد بدلیږو خو سیمه باید زموږ له ټرانزیت څخه سیاسي استفاده ونکړي.))

هغه وویل یو وخت څوک دې بدلون منلو ته هم تیار نه و، چې زموږ مالونه به چین هیواد ته صادر شي، خو په وینا یې چې اوس ددې بدلون وخت راغلی دی: (( خوښ یم ځکه چې دا یو بنسټیز بدلون دی په ځانګړي ډول زموږ کروندګرو او معدن کارانو ته چې وتوانېدل د تالک ډبره صادره کړي.))

ښاغلي غني ټینګار کړی چې د افغانستان ګمرکونه اصلاحاتو ته اړتیا لري او حکومت په دې برخه کې جدي اقداماتو ته ژمن دی.

ښاغلی غني دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په وینا، د افغانستان د هوايي دهلېزونو د پرانیستې له پیله تر اوسه ۷۸۳ پروازونه شوي چې په کې ۸۴۴۵ ټنه کرنیز توکي بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.

دغه راز ویل کېږي چې هند ته چابهار له پرانیستې وروسته د افغانستان ۷۰۰ ټنه صادرات تللي دي او د لاجوردو په لار هم د افغانستان پنځه په سوداګریزو توکو بار موټرې اروپا ته رسېدلې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *