تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۹مه: ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د ولایتي مسوولانو ویډیويي کنفرانس ته په وینا کې ویلي، نور د ټاکنو ترسراوي کې هیڅ شک نه دی پاتې او ټول مسوولان دې د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسراوي ته چمتو واوسي.

ولسمشر د والیانو، قول اردوګانو د مشرانو، امنیه قومندانانو او د ټاکنو د ولایتي دفترونوله مسوولانو سره په خبرو کې ویلي، د ټاکنو تر ورځې دې ټوله توجه مرکزونو ته د ټاکنیزو توکو په لېږد او انتقال متمرکزه کړي: (( له طالبانو تصفیه شویو سیمو کې دې هم خلکو ته د ټاکنو زمینه برابره شي، خو ټولو ولایتي مسوولانو ته خبرداری ورکوم چې په هیڅ صورت د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي، بلکې خپلې همکارۍ دې ورسره جاري وساتي.))

ولسمشر زیاته کړې چې د ټاکنو په ترسراوي کې دې هیڅ شک نه لري ځکه د ده په وینا سوله له مشروعیت پرته نه شي کېدای او مشروعیت له ټاکنو پرته نشي ترلاسه کېدای.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسشمر ټرمپ له طالبانو سره د سولې مذاکرات پای ته رسېدلي اعلان کړي دي او پر دغې ډلې یې د عملیاتو زیاتولو ګواښ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *