تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت یې هم له پاکستان او هم له طالبانو سره د پخلاینې هلې ځلې کوي.
ښاغلي غني دا خبره د دوشنبې په ورځ په ارګ کې د ملګروملتو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له رييس کایرت عمروف سره په کتنه کې وکړه.
ده وویل، د افغانستان حکومت تل له پاکستان سره د خبرو باب پرانیستی او دا پرېکړه په پاکستان کولی شي چې ایا په سیمه کې د سولې لپاره مثبته همکاري کوي او که یې نه کوي.
ده وویل چې د افغانستان د حکومت د سولې د هلوځلو بله برخه له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو موضوع ده.
ولسمشر غني په طالبانو ږغ وکړ چې له تاوتریخوالي او ترهګرۍ لاس واخلي.
ده بې له دې چې د داعش نوم یاد کړي، وویل چې د طالبانو تروریستي فعالیتونه نورو ترهګرو ډلو ته موقع ورکوي چې په افغانستان کې فعالیتونه زیات کړي.
ښاغلي غني د ملګروملتو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې رييس ته وویل چې ګډې هڅې پکار دي چې د تروریستي ډلو د تمویل او تسلیحاتي ملاتړ مخه ونیول شي.
تر دې وړاندې د ملګروملتو د امنیت شورا له دغه چارواکي څخه د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله غوښتنه وکړه چې د طالبانو مشر ملا هیبة الله د بندیزونو په لیست کې شامل کړي.