تاند- سره له دې چې زلمي خلیلزاد په ډاګه کړې ده چې په افغانستان کې د امریکا لومړیتوب سوله ده، د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، ولسمشریزې ټاکنې به خامخا ترسره کېږي او خلک باید په دې تړاو هیڅ شک ونه لري.
ولسمشر د سه شنبې په ورځ د کابینې غونډې ته ووویل، امنیتي ځواکونو ته د ټاکنو د امنیتي مدیریت کلیدي دنده ورله غاړې ده او په دې برخه کې باید هیڅ شک نه وي چې انتخابات په خپل ټاکلي وخت ترسره کېږي: ((دا زموږ ملي وجیبه ده، قانوني وجیبه مو ده او اخلاقي ژمنتیا مو هم ده چې ټاکنې په خپل وخت ترسره کړو.))
ولسمشر دغه راز ټولو اړوندو دولتي ادارو ته امر کړی دی چې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره له هیڅ ډول مرستې ډډه ونه کړي.
ولسمشر دغه راز له مالیې وزارت او نړیوالې ټولنې څخه مننه کړې ده چې د ټاکنو د مالي منابعو په چمتو کولو کې یې مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه مرکه کې ویلي، افغانستان کې یې سوله لومړیتوب دی خو وبه ویني چې ټاکنې هم یوه ډیموکراټیکه پروسه ده چې که سوله ځنډېږي نو ټاکنې ورته نه شي ځنډول کېدای.