تاند، شنبه، د سنبلې ۲۳ مه: ولسمشر غني نن په کندهار ولایت کې خپلو پلويانو ته وینا کې له طالبانو یو ځل بیا وغوښتل چې د سولې خبرې له افغان حکومت سره وکړي او افغان حکومت له طالبانو سره د اسلامي جمهوري دولت په چوکاټ کې سوله کوي.
ولسمشرغني او مرستيالان يې چې د ټاکنيزو مبارزو په موخه کندهار ولایت ته تللې وو، یو ځل بیا یې په ټینګار وویل چې اوس نه خو که یې ټیم بریا ته ورسید له افغان ولس سره یې لومړۍ ژمنه سوله ده.
ښاغلی غني وایي پر ده تورونه دي، چې د سولې د خبرو مخالفت يې کړى، خو په اصل کې يې د سولې په برخه کې هلي ځلې کړي دي.
هغه وايي، سر له اوسه که طالبان سوله کوي، نو دوى چمتو دي او د افغانستان په هر ولايت کې چې وغواړي د افغانستان د اسلامي جمهوريت په چوکاټ کې سوله ورسره کوي.
نوموړى وايي د ملي وحدت د حکومت په جوړېدو کې يې لومړنۍ سوله له ډاکټر عبدالله عبدالله سره وکړه خو هغه يې د کارونو پر وړاندي خنډونه جوړ کړل.
په ورته وخت کې د دولت جوړونکي ټاکنيز ټيم لومړي مرستيال امرالله صالح هم ویلې چې د دوی لومړی دښمن پاکستان دی او د بريا په صورت کې به د پاکستان لاسونه له افغانستان څخه لنډ کړي او هيڅ کله به اجازه ورنه کړي، چې هيواد پاکستان ته په لاس ورشي.
ولسمشر غني دغه خبرې په داسې حال کې کوي چې د طالبانو د سیاسي دفتر یو درې کسیز پلاوی پر افغان سولې د بحث لپاره مسکو ته تللی دی.
خو تازه بیا په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي یې په غبرګون کې وویل چې، که طالبان اوس هر چیرته لاړ شې، خو زموږ لپاره اوس ټاکني لومړیتوب دی او له ټاکنو وروسته موږ په بشپړه توګه دې ته اماده ګي لرو چې له طالبانو سره د سولې خبرې مخته یوسوو.