تاند، جمعه، د سنبلې لومړۍ: برحال ولسمشر او د راتلونکو ولسمشریزو  ټاکنو نوماند محمد اشرف غني نن په هرات کې خپلو پلویانو ته وینا کې ویلي، هیڅکله به طالباني امارت د اوسني نظام ځای ونه نیسي.

ښاغلي غني په خپله کمپایني غونډه کې نن ویلي، باعزته سوله یې د راتلونکې برنامې برخه ده: (( هغوی چې د خلکو حقونه یې خوړل، په ګونډو مې کړل، نه یوازې دا بلکې ښکرونه مې یې هم غوڅ کړل، دا وار ژمنه کوم چې عمري عدالت به پلی کوم او حق به حقدار ته رسوم.))

ولسمشر غني زیاته کړې، په افغانستان کې له جمهوري نظام پرته نورو حکومتونو ته ځای نشته، نه هم طالبان یو لوی نظام سقوط کولی شي بلکې په وینا یې چې طالبان مجبور دي سیاسي حل لاره انتخاب کړي.

ولسمشر غني داعشیان خوارج بللي او ویلي یې چې دا ډله نه شي کولی په افغانستان کې مذهبي جګړې رامنځته کړي

په دې غونډه کې راتلونکو ټاکنو لپاره د دولت ساز ټیم لومړي مرستیال امراالله صالح بیا وویل، راتلونکي حکومت کې به یې د حذفولو سیاست نه وي بلکې افغانستان به له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودروي: (( موږ به د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې کوټلي ګامونه واخلو، ولس غواړو چې له بې وزلۍ وباسو.))

ولسمشر غني دا خبرې په داسې حا ل کې کوي چې تازه یې له یو خصوصي ټلویزیون سره مرکه کې ویلي، سوله ورته لومړیتوب لري خو د جمهوریت په چوکاټ کې به لومړی ټاکنې ترسره کېږي او وروسته که ولس ترې واک پریښودل وغواړي، خوشې به یې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *