تاند، چهارشنبه، د چنګاښ ۲۶ مه: له دې سره چې د حکومت یو شمېر پخوانیو چارواکو له طالبانو سره د مؤقت حکومت هلې ځلې چټکې کړې دي، بلخوا ولسمشر غني یو وار بیا هېواد کې د لنډمهالي حکومت له رامنځته کېدو سره شدید مخالفت ښودلی دی.

ولسمشر غني د ترکیې له ټي آر ټي ټلویزیون سره وروستۍ مرکه کې ویلي، طالبانو سره د خبرو له هوکړې وروسته به د لنډمهالې ادارې رامنځته کېدل یو بې معنی او بې ارزښته کار وي.

ولسمشر غني په دې تړاو ګواښ کړی چې هیچا ته به دا حق ور نه کړي چې د خلکو په خوښه راغلی انتخابي حکومت د سولې په معامله کې له منځه یوسي.

ولسمشر غني پوښتنه راپورته کړې ده چې په کوم صلاحیت سره لنډمهاله اداره جوړېږي؟
حال دا چې د ولسمشر غني په خبره په افغانستان کې ثبات یوازې د ولسواکه حکومتونو په پیاوړتیا او غښتلتیا سره منځته راتللی شي.
ولسمشر زیاته کړې که افغانستان د خلکو په رایه منتخب نظام ونه لري نو هېواد کې ثبات نه شي راتلی.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې د خبرو په لومړي پړاوونو د ولسمشر غني د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب هم د زلمي خلیلزاد د مذاکراتو له طرز څخه اندېښنه څرګنده کړې وه او زیاته کړې یې وه نوموړی د سولې مذاکرات داسې مخته وړي چې ترې معلومېږي دی د یوې معاملې په لټه کې دی.

بلخوا په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې دي چې د حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې غړی عمر زاخېلوال اود بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال د مؤقت حکومت د جوړېدو لپاره هڅې کوي او حامد کرزی د دغې خبرې ملاتړی ښکاري.

د ارګ یوې سرچینې ویلي، کله چې مایک پومپیو افغانستان ته په ناڅاپي سفر کې افغانستان ته راغی، نو له مشرانو سره ناسته کې یې حامد کرزي دا خبره وریاده که چې مؤقت حکومت جوړ شي.

One thought on “غني: په هر صورت له مؤقت حکومت سره مخالف یم”
  1. دخادم المفسدین د ۱۴ کلنی دوری په فساد کی لوی شوی معامله ګر خاینان ، موقت حکومت خبری ځکه کوی چی ځان ته مدخل پیدا کړی که نه دا دزدان با پپشتاره ، ملت بیا ځل نه ازمایی ځکه چی مؤمن له یوه سوری دوه ځلی نه چیچل کیږی او آزموده را آزمودن خطاست او مؤقت حکومت د ملی خاینانانو لپاره د تجدید حیات په معنی دی او په ملی ګټو او د ملت په ژوند لوبی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *