ښاغلی ولسمشره !
نن هغه وخت رارسېدلی چې ځان د تاریخ له تور ننګه سپین کړې او دا جګړه ځپلی ملت له ناتاره وژغورې.
هغه حکومت چې تاسې یې له اوږده ټاکنیز بحران پرمهال بنسټ کېښود د هېڅ یو افغان غوښتنه نه وه او نه هم له تاسې ښاغلي دا ډول هیله او تمه کېده.
ستاسې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په ټول احترام سره پرته له سینګاره بل کار نه لري او نه هم د دې ملت د راتلونکي غم ورسره دی.
منم چې د زهرو ډک ګلاس لومړی تاسو په سر واړوه، داچې څه درباندې ونه شول ښایي خدای پاک به د دې ملت کومې حیرانۍ ته کتلي وي.
خو د یو ولسمشر په توګه له تاسې نن او سبا دا هیله لرو چې وضیعت ته په پام له ملي مسایلو سره نا انډوله چلند ونه کړې او هېڅ داسې معاملې ته غاړه کېنږدۍ چې سبا تاریخ په تاسې د یو معاملګر ولسمشر په توګه بد قضاوت وکړي.
ښکاره ده چې په روانه میاشت کې دې له اجرایه رییس سره هغه تړون پای ته رسیږي، کوم چې د امریکا په سفارت کې د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کري په منګړیتوب لاسلیک شو او د یو بدرنګه حکومت بنسټ مو کېښود.
دې کړېدلي ملت په تېرو دوو کلونو کې زیاتې ناندرۍ تجربه کړې خو نن یوازې او یوازې دې ته په تمه دي چې تاسو عبدالله عبدالله د اجرایه رییس په توګه لغوه اعلا کړئ او خپل حکومت د مشروعیت له بحرانه راوباسئ.
مونږ خو داسې کوم قوت نه وینو چې ستاسې په مخ کې ودریږي، بلکه د ملاتړ لپاره به دې ټول ملت په خوا کې را تول شي.
هغوی چې نن ورځ له تاسو خفه دي اوس هم تیار دي ستا ملاتړ ته را ودانګي او له دې سپک شره دې خلاص کړي.
عبدالله خېل او ټلوالخېل په دې تاریخي پړاو کې نور هغه خلک نه دي چې ملت او نړۍ دې پرې د مسولو کسانو په توګه حساب او باور وکړي.
دا همغه سپین سترګي معاملګر دي چې پرون یې په پاکستان چورلکې او وسلې د یو څو کلدارو په بدل کې وپلورلې او د شخصي ګټو لپاره یې دا ملک ویجاړ کړ.
د دې خلکو جنجال یوازې او یوازې د شخصي ګټو لپاره دی نه په ملي مسایلو چې تاسې پرې خپل قېمتي وخت ضایع شي.
په تېرو دووکلونو کې ستاسې ترمنځ وخت ناوخته جنجالونه د دې لامل شوي چې نن جګړه له غرونو تر کلیو او له کلیو تر کوڅې ان تر ښارونو را ورسیږي چې د یوې او دوه ولسوالیو سقوط خو په کې معمولي خبره ده.
مخ پرزوړ اقتصاد ناسم امنیتي وضیعت او سیاسي ناندرۍ هغه څه دي چې په کور دننه یې لوی بحران جوړ کړی او د دې بحران قرباني یوازې بې چاره خلک دي.
د عبدالله نني ګواښونه هغه پروني دي چې د یو مضر مصلحت پر بنسټ دې ورسره حکومت سم نیم وویشه او خپل صلاحیتونه دي اعمال نه کړای شول نن که تاسې بل داسې مصلحت ته غوږ نیولي یاست باور ولره چې د دې مظلوم ملت خیراوې به مو په داسې بد مرض اخته کړي چې په نړۍ کې به ډاکتران ترې ناعلاجه وي.
اوس که غواړې تاریخ درباندې ښه قضاوت وکړي ځان له انحصاره را خلاص کړه او دې خلکو ته ووایه چې دوه سری حکومت د دې هېواد ستونزې نه شي اوارولی ښه ده چې یو سری شي.
د سیاسي هوکړې مواد
د ټاکنیزو اصلاحاتو په نوم کومه ډرامه چې روانه ده د دې هېواد سیاسي ثبات په زیان ده اوپه دې برخه کې مونږ له ملي شورا مننه کوو چې ستا فرمانونه یو له بل پسې رد کړل او د عبدالله خېلو د شومو اهدافو مخه یې ونیوله.
هېڅوک په دې نړۍ کې د اصلاحاتو مخالف نه دي خو هغه اصلاحات چې ستا اجرایه رییس پرې ټینګار کوي هغه د ولسوالۍ د وژلو په معنی دي…
مونږ وایو اصلاحات دې د ټاکنو د کمېسیونونو پرمېز وشي د افرادو ګوښه کېدل او بدلول اصلاحات نه شي راوستلی.
د ټاکنو اصلاح شوي قانون مسوده په مغرضانه توګه جوړه شوې او تاسو جناب پرته له دې چې غور پرې وکړئ تصویب مو کړه.
دا قانون د یو خاص کوم د محوه کېدو پرضد جوړ شوی دی او مونږ ته په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده.
د ثبت احوال نفوس قانون
بریښنایي پېژند پاڼې چې دوه کاله پرې سختې ناندرۍ روانې وې اجرایه رییس پرته له دې چې اساسي ستونزې حل ته سرټیټ کړي دا موضوع یې په یو بل بحران اړولي یوه پېژند پاڼه او یو کارت.
دا لوی شرم دی چې یوڅوک دې له خپل ملي هویت منکر شي او د دې وړتیا دې ونه لري چې ځان ته افغان ووایي، د افغان کلیمي پرته یې هېڅ افغان تذکره نه اخلي او دایې سره کرښه ده.
د اساسي قانون د تعدیل جرګه
د هېواد اوسني شرایط او نا امنۍ دا نه ایجابوي چې د اساسي قانون د تعدیل جرګه دې را وغوښتل شي او د اجرایه رییس برخلیک دې وټاکي.
اوس دوه کاله پوره شوي جرګه جوړه نه شوه خو انګېرنې دا موجودي دي چې غواړۍ د ملي اجماع په رابللو سره د اجرایه رییس موده بیا دوه کاله اوږده شي.
که چېرته ښاغلی عبدالله د صدراعظم په توګه منل کېږي دا به یو دایمي جنجال وي خو ښه خبره داده چې دا پوسټ لغوه شي.
سوله او مزاکرات
د وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې د پاکستان په وساطت یوه اشتباه وه د څلور اړخیزو ناستو پر سر مو زیات وخت ضایع کړ خو دغه هېواد چې تاسې پرې باور درلود او ان ورسره مو استخباراتي تړون لاسلیک کړ طالبان یې د خبرو مېز ته رانه وستل بلکه جګړې ته یې زور ورکړ.
تر هغو چې پاکستان په عملي توګه د سولې لپاره هڅې ونه کړي پکار نه ده چې بیا یې خبرو ته غوږ ونیول شي.
له تېرو ۷ میاشتو راپه دې خو حزب اسلامي سره بریالۍ خبرې مو ستره لاس ته راوړنه بللی شو یوه داسې لاس ته راوړنه چې تاریخ به مو پرې رنګین وي،هیله داده چې خبرې نهایي شي او نورو ورځو ته ونه غځیږي .
له دې سره د پاکستان پر وړاندې سیاست مو د ټول ملت د خوښۍ لامل شو نوځکه خو وستایل شوی.
دا ستاسې مدبرانه سیاست و، چې نن پاکستان د نړۍ د فشار لاندې د مرګ ساه ګانې اخلي او له سیاسي انزوا سره مخ ده.
ملي اجماع چې تاسو د ستونزو حل په کې نغښتی باله له بده مرغه چې هڅې مو له ناکامۍ سره مخ شوې او بریالي نه شوې چې کورنۍ ستونزې حل او سیاسي ملګري مو قانع کړئ.
په سیمه کې جوړېدونکې اجماع مو د بهرني سیاست په ډګر کې اساسي کرښې او لویه لاس ته راوړنه ده.
خو اوس د دې وخت ده چې په کور دننه بحران حل کړئ دا بحران د اجرایه ریاست پورې تړلی چې نن ورځ یې زما په ګډون ډیری د لغوه کېدو ملاتړي او ارمانجن دي.
په همدې هیله.