تاند، چهارشنبه، د اسد ۹ مه: ولسمشر غني د ایران د انرژۍ له وزیر رضا اردکانیان سره لیدنه کې ټینګار کړی چې چابهار باید د یو سوداګریز او ټرانزیټي بندر په توګه د افغانستان، ایران او سیمې د ودې او پراختیا سبب شي.

د دې لیدنې په تړاو له ارګه تاند ته استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني له اردکانیان سره د انرژۍ او زېربناو د توسعې برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دواړه هېوادونه باید د طبیعي انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې لپاره مناسبې تګلارې تر لاس لاندې ونیسي.

لیدنه کې د ایران د انرژۍ وزیر، ولسمشر غني ته ویلي، چې ایران او افغانستان له بادي او لمریزې انرژۍ څخه د استفادې ښه ظرفیتونه لري او هېواد یې چمتو دی چې دې برخه کې له کابل سره خپلې تجربې شریکې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *