افغانانو هیلې درلودې چې په نږدې راتلونکي کې به د سولې شاهدان اوسو. په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ نهه پړاوه خبرې افغانانو ته ډېرې هیلې بښونکې وې. له دې سره سره د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد به کله کله یو ټویټ کاوه او د سولې په خبرو کې به یې ولس ته د پرمختګونو خبرې کولې چې موږ تر هیلو یو قدم وړاندې په دې باوري شوو چې سوله راتلونکې ده.
حتی د اوسنیو ټاکنو زیاتره نوماندانو هم په ټاکنو باور نه درلود، مګر کمپاینونه یې کول/ کوي. د موقتې ادارې خبرې ډېرې تودې روانې وې چې په دې برخه کې د موقتې ادارې خبرې بېل بحث دی.
زه باوري یم چې په هېواد کې به ډېر کم سلنه خلک ټاکنو ته لېواله وو، ځکه دوی ته تر ټاکنو سوله مهمه وه او د سولې په نشتون کې ټاکنې زمونږ برخلیک نه شي ټاکلی. دا چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د سولې خبرې لغوه شوې، د افغانانو لپاره د خوښۍ زېرۍ نه و. په همدې اساس د خلکو توجه ټاکنو ته وواښته. هغه وخت چې د سولې خبرې تر نهم پړاوه رسېدلې وې، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو هم له زړه کمپاین نه کاوه، ځکه نه پوهېدل چې څه وکړي. نه پر سوله باوري وو او نه هم پر ټاکنو.
خو دا چې د موقت وخت لپاره د سولې خبرې ودرېدې، ټاکنې یقینې شوې. دا ټولو ته معلومه ده چې په اوسنیو ټاکنو کې د محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله له ټیمونو پرته نور چندانې نفوذ نه لري او د بریا چانس یې ډېر کم دی، راتلونکې ټاکنې به هرو مرو له دوی دواړو څخه یو کس وړي.
مونږ ته په کار ده چې حقیقت و وایو. د ډاکټر عبدالله استعداد او پروګرامونه خو ټول ملت ته معلوم دي. نه یواځې د ولسمشرۍ، بلکې د هېڅ رهبرۍ وړتیا نه لري. دا چې اوس یې یو شمېر پښتانه ملاتړ کوي، د دې ګناه د اشرف غني په غاړه ده، ځکه غني د یوې کړۍ تر اسارت لاندې و او زیاتر ملاتړي یې له لاسه ورکړل. هغو کسانو چې د غني لپاره قربانۍ ورکړې، هغه پرې سر هم ونه ګراوه، بلکې له ځانه یې وشړل چې دا پخپله د غني یوه لویه تېروتنه وه.
خو اوس د غني له دې ټولو ناځوانیو سره سره څه کول په کار دي؟ دا چې شمالي ټلوالې کله هم پښتنو ته په ښه سترګه نه دي کتلي، عبدالله هم یو له همدغو کسانو دی. که خدای مکړه واک ته ورسېد، نه یواځې پښتانه، بلکې ټول ملت به کله هم ترې خیر ونه کړي.
اوس مونږ ته تر بدترو، بد غوره دی. موږ نه شو ویلی چې غني زمونږ لپاره څه کړي او څه به وکړي، مګر تر عبدالله په ځلونو د دې هېواد په ګټه دی. مونږ مجبور یو چې د دې هېواد د ویاړ او برم لپاره دا د زهرو ګوله تر ستوني تېره کړو. که ښه نه دی، دومره بد هم نه دی چې سبا ورځ یې پر ټاکلو پښېمانه شو.
زه خپله د ولسمشر غني اکثره مخالف پاتې شوی یم، مګر تر ډېرو یې غوره ګڼم. ډېری وخت مې د هغه په مخالفت لیکنې کړې دي، مګر دا تریخ حقیقت باید ومنو چې غني نه یواځې تر عبدالله، بلکې تر ټولو نوماندانو غوره دی، ځکه له بده مرغه مونږ په میلیونونه نفوس کې بدیل ونه موند. که چېرې مو بدیل درلودئ، ضرور به مو له غني مخ اړاوه، مګر اوس چاره نشته، مجبوره یو چې ملاتړ یې وکړو، ځکه د یوه بدترین تر تسلط څخه د بد تسلط ښه دی. موږ د داسې ورځې لیدل نه غواړو چې پښتانه لوېدلي وي او په ټیټه سترګه ورته کتل کېږي. که چېرې په دې ټاکنو کې عبدالله بریا ترلاسه کړه، فکر کوم چې مونږ به د نړۍ تر ټولو بې شعره ملت یو چې د ځان لپاره مو یې بې شعوره ولسمشر ټاکلی دی.
———————————
د لیکوالو نظر د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.