تاند، یکشنبه، د اسد ۶ مه: ولسمشر غني یو وار بیا هېواد کې د جګړې په پای ته رسولو د ټینګار تر څنګ، طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې د افغانانو په سپکاوي سوله نه شي راتلی.

ښاغلي غني نن د خپل ټاکنیز کمپاین د پیل غونډې ته وینا کې وویل، دوی د جګړې او وینې توییدنې ختمولو ته ژمن دي او هغه کسان چې سولې ته ژمن نه دي، دی نه غواړي چې دا پروسه تخریب کړي.

ولسمشر زیاته کړه، چې ټاکل شوې دوه اوونۍ وروسته طالبانو سره د افغان حکومت مخامخ خبرې پیل شي.

دا خبرې طالب ویاند سهیل شاهین هم تایید کړې دي، خو وايي، حکومت به د هغه مذاکراتي پلاوي یوه برخه وي چې طالبان ورسره د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته خبرو ته کېني.

شاهین ویلي، افغان حکومت سره به د مستقل حکومت په څېر خبرو ته حاضر نه شي.

خو ولسمشر غني بیا طالبانو ته په خطاب کې ویلي، موږ تاسو ته په سپکه نه دي کتلي، له تاسې هم غواړو چې افغان ملت ته په سپکه مه ګورئ: (( که موږ ته درناوی نه کوئ، پښېمانه به شئ، سوله د افغانانو په سپکاوي نه شي راتللای.))
ولسمشر دغه راز زیاته کړه، چې فرمایشي خلک د افغانانو استازیتوب نه شي کولی، بلکې د ده په وینا بهرني سیاست کې باید ټول سیاستوال حکومت سره په یو قدم ګام پورته کړي.

ولسمشر غني زیاته کړه، د کرزي په حکومت کې سولې لپاره ۱۱ شرطونه ایښودل شوي وو، خو دی له شرط پرته طالبانو سره خبرو ته د ملت د ارادې په احترام حاضر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *