تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۷مه: ولسمشر غني، ملت ته په وینا کې له طالبانو غوښتي چې د کورونا د مخنیوي د هڅو په بریالي کولو کې دې د ملګرو ملتونو، افغانانو او نړیوالو سازمانونو خبره واوري او اوربند دې وکړي.

ولسمشر غني ویلي، د کورونا په اړه یې له نړیوالو سازمانونو سره د مرستو د همغږۍ یوه طرحه جوړه کړې ده چې پنجشنبه به د کابینې په غونډه کې تصویب شي او له نړیوالو به وغواړي چې د کورونا پر ضد مبارزه کې له افغانستان سره خپلې ژمنې تعدیل کړي.

ولسمشر غني وویل، افغان حکومت د کرونا د نهايي یا فلاکت نقطې سنجش کړی دی او په دې تړاو به پلانونه ګام په ګام عملي کړي.

هغه همدا راز ویلي، د فلاکت له پړاو وروسته به حکومت د کورونا له وبا څخه د راپیدا شویو زیانونو جبران پيل کړي: (( مرستې به ټول هیواد ته رسوو، د ناروغانو د تجرید مراکز به ټول هیواد کې فعال شي، د ډاکټرانو او طبي پرسونل امتیازات مو هم تصویب کړي دي له خلکو غواړم که لویه غمیزه نه غواړئ نو په کور پاتې شئ.))

 ولسمشر زیاته کړې امنیت شورا د امنیتي وسله والو ځواکونو په لیکو کې د کورونا د مخنیوي جدي تدابیر نیولي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې نن د عامې روغتیا وزیر ولسي جرګې ته په وینا کې ویلي، که خلک همکاري ونه کړي او لارښوونې په پام کې ونه نیسي نو کورونا به لوی ناورین راپورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *