تاند، شنبه، د سنبلې ۳۰مه: ولسمشر غني او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمد اشرف غني یو وار بیا پر پاکستان غږ کړ که د افغانستان په تړاو خپلو پالیسیو کې تغیر رانه ولي، د جنوبي اسیا تر ټولو فقیر هېواد باندې به بدل شي.
ولسمشر غني نن په کابل کې د شمشاد په نوم له یو خصوصي ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل، پاکستان اړ دی چې د افغانستان او سیمې په تړاو د جګړې د هڅونې پالیسي بدله کړي، ځکه د سیمې تر ټولو لوی اقتصادي فرصتونه به یې له لاسه ووځي.
ولسمشر زیاته کړه، پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ او اتیا زره میګاواټه بریښنا ته اړ دی او دا له افغانستان سره په دښمنۍ نه شي ترلاسه کولی.
ولسمشر د ټاپي پروژې په تړاو د پاکستان د لېوالتیا کمېدو په هکله وویل: (( پاکستان خپل اقتصاد منځنۍ اسیا ته له لار موندلو پرته نشي تکمیلولی، نه هم له خپلو منابعو څخه اتیا زره میګاواټه بریښنا پوره کولی شي، اړ دی چې دا له منځنۍ اسیا واخلي او دا کار له افغانستان سره په دښمنۍ نه شي کولی.))
ولسمشر غني زیاته کړه، له پاکستان سره پر ډیورنډ هیڅ ډول معامله نده شوې بلکې په وینا یې افغانان خپل تاریخ نه هیروي او خپل قدرت ته انتظار کوي.
ولسشمر غني دا خبرې په داسې حال کې کړې دي، نوموړی په خپلو کمپایني غونډو کې ادعا کوي چې پاکستان یې په تېرو پنځو کلونو کې له اقتصادي پلوه له سختو مجبوریتونو سره مخ کړی دی تر دې چې تورخم بندر به پاکستان پخوا پر کابل د فشار لپاره تړلو، مګر اوس یې مجبورا ۲۴ ساعته پرانیست.
چې پاکستان په هر وخت کې خپلې هڅې کړېدي،دسردارمحمد داودخان دواک په مهال هغه مهال،چې ده پاکستان ته سفروکړاوپه دې سباچې پلاوی بیرته راته د شپې ناوخته دپاکستان دبهرنېيوچارووزيروحيدعبداله ته تيلفون وکړ،چې غواړم تاسويوځل وګورم هغه ورته وويل ډېرناوخته دی،هغه کړل چې ډېراړين کارلرم…بالاخره راغی اويوکاغذيي ورته مخ کې کېښود،چې دالاسليک کړی .وحيدعبداله ورته ووېل داڅه دي؟دادډېيورنډدکرښې اسناددي چې بايدپه رسمېيت وپېژندل شي…وحېدعبداله موسکی شواوورته وويل ،نه يوازې داکارزه نشم کولی بلکې ولسمشرداودخان يې هم نشي کولی،ځکه چې په 1949کال لوې جرګې هغه ټول قراردادونه،چې انګريزانو سره يي په بيلابېلو وختوکې شوي ووټول يې لغوه اعلان کړي دي،نو به دې بنسټ دډورنډ کرښه هېڅ ډول رسمېيت نه لري …
بیا ان دطالبانودواک په مهال هم يوواردپاکستان يوپلاوی کابل ته راغی له يوشمېرطالب چارواکوسره وليدل په ډېرې نهيلئ بېرته ستانه شول …
دوهم ځل دپاکستان دکورنېيوچارووزيرمعين الدين حيدرکابل راغی اوبيا کندهارته لاړ،چارواکوورته وويل پام چې ملاعمرته يې ياده نکړې،چې سپکې سپورې وانه ورئ …درېيم ځل پخپله جنرال مشرف هڅه وکړه،چې ملاعمرته ووايي چې ډېيورنډکرښه لاسليک کړي،ولې هغه ورته سخت ځواب ورکړ