تاند، سه شنبه، د سنبلې ۲۶مه: ولسمشر غني نن سهار د علماو شورا له غړو سره په لیدنه کې ویلي، د سولې د پروسې مالکیت به د افغان حکومت په لاس کې وي او اوربند به پکې اساسي شرط وي.
له ارګه په دې اړه تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلی چې په انډونیزیا او مکه مکرمه کې د افغان علماو دریځ نیونه د دې سبب شوه چې سولې ته شرایط اماده شول.
ولسمشر ټینګار کړی چې سوله د افغانانو اساسي غوښتنه ده او افغان حکومت به ورته د رسېدو لپاره د ولسوالیو او کلیو په کچه ټول افغانان رامنسجم کړي.
ولسمشر غني په داسې حال کې سولې لپاره د اوربند شرط اعلان کړی چې تر ده وړاندې یې ویاند صدیق صدیقي ویلي وو چې حکومت تر ټاکنو پورې د سولې هلې ځلې ځنډولې دي.