تاند، سه شنبه، د عقرب ۷مه: د ټاکنو کمېسیون د کمپاینونو په موده کې د نوماندانو د لګښتونو مالي راپورخپور کړ چې ښيي د اشرف غني ډلې تر ټولو زیات مصارف کړي دي.
په دې راپور کې چې نن سه شنبه نشر شوی په کې راغلي چې د ۱۸ نوماندانو له منځه ۱۰ نوماندانو د خپلو لګښتونو راپور ورکړی چې ټول لګښتونه یې ۲۴۱ میلیونه، ۶۵۵ زره او۲۹۰ افغانۍ کېږي.
له دې منځه د ډاکټر غني ډله له ۲۰۱ میلیون، ۱۶۰ زره او ۵۱۳ افغانیو په مصرفولو تر ټولو لومړۍ اود غلام فاروق نجرابي ټاکنیزه ډله د ۱۸۶ زره ۵۰۰ افغانیو په مصرفولو تر ټولو وروستۍ ټاکنیزه ډله ده.
راپور ښيي چې عبدالله عبدالله د ۲۰ میلیونه،۹۹۷ زره او ۶۴۵ افغانیو په لګولو دویم مقام کې ځای لري.
همدا راز په راپور کې د حکیم تورسن مصارف درې میلیونه، ۲۸۳ زره او ۳۳۹ افغانۍ، د عبداللطیف پدرام مصارف یو میلیون، ۲۳۸ زره او ۹۶۸ افغانۍ، د عنایت الله حفیظ ټاکنیز لګښتونه ۳ میلیونه، ۸۹۵ زره او ۳۷۵ افغانۍ، د سید نورالله جلیلي کمپایني لګښتونه ۶ میلیونه او ۷۴۸ زره افغانۍ ښودل شوي دي.
په کمه کټګورۍ کې بیه نورالرحمن لېوال ۴۸۶ زره او ۹ افغانۍ، شهاب حکیمي ۷۱۲ زره او ۱۳۱ افغانۍ او همداراز نورالحق علومي ۲ میلیونه، ۹۷۳ زره او ۸۱۰ افغانۍ په خپلو کمپایني چارو لګولې دي.
د کمېسیون په راپور کې ویل شوي چې رحمت الله نبیل، فرامرز تمنا، شیدامحمد ابدالي، احمدولي مسعود، ګلبدین حکمتیار، محمد ابراهیم الکوزي، حنیف اتمر او زلمي رسول ورته د خپلو کمپایني لګښتونو راپور تر اوسه نه دی ورکړی.
د ټاکنو کمېسیون په داسې حال کې د نوماندانو د کمپایني لګښتونو لیست خپور کړی چې د دوه میاشتنیو کمپاینونو پر مهال یې هر نوماند ته ۴۴۲ میلیونه افغانۍ وروستۍ حد پر کمپایني لګښتونو لپاره ټاکلی و.
نبیل جان اول خودش حساب بته که چند سال قبل همرای کلای کهنه و دو دندان افتادگی اش آمد و حال خودرا کاندید ریاست جمهوری ، مصارف آنرا، مهمانخانه و مهمان ها، گارد را از کجا کرده مه خو میگم هرکسی دیگه اگر حرف میزنه درست ولی یک گارد یا انجنیر ماین نباید حساب بخواهد دوم اینکه من مطمئن هستم بالاخره خودرا بالای یک کشور فروخته تا به خواهشات برسد. در این کشور معمول است عقده های شخصی باعث قربانی کردن نظام و مردم بوده که این آقایان وسیله میشوند و لعنت به آن کسانانیکه دور اینها جمع میشوند ! کمی عامیانه مینویسم این مردک هیچ کاری کرده نمیتواند و نه ظرفیت دارد فقط بخاطر موقف و درآمد در آینده میکوشد نه فهم دارد و نه تخصص !