ولسمشر غني پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو، محصلینو او سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي، حکومت به ټوله هڅه وکړي چې کډوالو ته د بېرته راستنېدو شرایط برابر کړي.
ولسمشر زیاته کړې، په دې درېږي چې ۶ میلیونه افغانان لا هم له هېواده بهر د کډوالۍ ژوند کوي او دوی ته داسې ویل کېږي چې ګواکې په خپل هېواد د ژوند کولو شرایط ورته نه دي برابر شوي.
ولسمشر زیاته کړه، د حکومت زیات پام دې ټکي ته دی چې څنګه افغانان په تدریجي ډول او خپله اراده په باعزت ډول خپل هیواد ته راستانه شي؟
ولسمشر اسلام اباد کې د افغان کډوالو غونډې ته وینا کې وویل، دا مهال د افغانستان ۶ نیم ملیارده متر مکعب اوبه په مدیریت کېدو دي او درې کاله وروسته به شپږ میلیونه جریبه ځمکه د دې جوګه وي چې پر راستنېدونکو کډوالو وویشل شي.
ولسمشر ویلي، نیم زړه یې افغانستان کې بند دی او نیم یې له افغان کډوالو سره تړلی دی ځکه د ولسمشر په وینا ده خپله ۲۴ کاله کډوالي کړې ده او د مهاجرو په درد ښه پوهېږي: (( په مهاجرت کې راته زیات کارونه برابر شول، خو هغوی به ویل ډېر بااستعداده سړی دی مګر بدبختانه چې افغان دی.))
ولسمشر زیاته کړه، د هېواد حکومتي دستګاه ورځ تر بلې په ځوانانو ډکېږي او هیڅوک د افغان کډوالو او افغانستان د اوسېدونکو تر منځ توپیر نه کوي.
ولسمشر کډوالو ته ژمنه سپارلې چې ټوله هڅه به وکړي تر څو افغان کډوالو ته د راستنېدو بهتر شرایط اماده کړي.
ولسمشر غني پاکستان ته په یو دوه ورځني سفر د پنجشنبې په ورځ ولاړ او د جمعې تر لمانځه وروسته بېرته هیواد ته راستون شو.