نن سبا د وینا کولو هنر په ژوند کې یوه لویه شتمني ده. هغوی چې ښه ویناوال دي ډیر بریالي دي، که یې علمي کچه څومره هم ټيټه وي؛ که د وینا کولو هنر ولري نو ډیر بریالي دي. او هغه کسان که په خپل ذهن کې د ویلو لپاره ډیر څه هم لري خو ویلي یې نشي، نو دومره نشي بریالي کیدلی لکه ښه ویناوال. ښه ویناوال په ښي وینا ډیر خلک ځان ته جلبولی شي.

د دې لپاره چې ښه ویناوال شئ نو هیله ده دا لاندي ټکي درسره تل په نظر کې ونیسئ.

۱ –  د دې لپاره چې یوې غونډې ته ښه او بریالۍ وینا وکړئ؛ اړینه ده د کوم څه په اړه چې غواړئ خبرې وکړئ نو تمرین ته اړتیا ده هر څومره چې تمرین وکړئ په هماغه اندازه بریالۍ وینا کولای شئ. او که چيري د موضوع په اړه تمرین ونکړئ نو د بریالۍ وینا تمه هم باید ونلرئ.

۲ – د ښې وینا لپاره دویم شی چې ډیر اړین دی، په ځان باور دی د ښې وینا لپاره اړینه ده چې په ځان مو باور ډیر کړئ. او تل په ځان دا باور ولرئ چې تاسي ښه وینا کولی شئ او په خبرو مو خلکو ته ډاډ ورکولی شئ. په ځان باور د ښې وینا لپاره یو اساسي شرط دی.

۳ – کله چې غواړئ په کومه غونډه کې وینا وکړئ؛ باید مناسب او منظم لباس مو په تن کړئ. د دې لپاره چې خلک مو وینا ته متوجې او ارزښت ورکړي ښې چامې مهمې دي. ښه لباس د دې سبب کیږي چې د خلکو توجو ځان ته جلب کړئ او خبرو ته مو غوږ شي.

۴ –  کله چې دریځ ته ودیږئ د څو لحظو لپاره ارامه شئ. که په غونډه کې ارامي د څو لحظو لپاره رامنځته شي نو د ټولو توجو د دریځ په لوري اوړي، او ټول به مو وینا ته غوږ ونیسي. هڅه وکړئ چې وینا مو په خندا پیل کړئ که څوک په غونډه کې ستړي شوي وي، نو د هغوی لپاره به ستاسي خندا او خوشحالي د ستومانۍ جبران وي. او ډیر په لیوالتیا به مو خبرو ته غوږ شي.

۵ – کله چې دریځ ته جګیږئ اړینه ده، چې باید د دریځ تر شا داسي په نظم ودیږئ چې څوک مو له بې ځایه حرکتونو نه ستړي نشي او هڅه وکړئ چې ارام ودیږئ. او که مو وینا پرته له کوم حرکته نه کیده نو باید چې د لاسونو په حرکاتو وینا وکړئ. د نور بدن ښورول د وینا په وخت کې تاسي بې نظمه ښيي. نو د نور بدن له حرکاتو نه ډډه وکړئ.

۶ – هڅه وکړئ د وینا کولو په وخت کې یو چاته ونه ګورئ. که چيري مو یو چاته وکتل معنا یې دا ده  چې همغه یوه کس ته وینا کوي، نو باید د وینا کولو په وخت کې د غونډې ټولو ګډونوالو ته وګورئ که څوک درته متوجي نه وي، که تاسي ورته وګورئ هغوي هم خپل ځانته متوجي کولي شې.

۷ – هڅه وکړئ تل د وینا کولو په وخت کې عام فهمه لغات وکاروئ. تر څو مو ټول په وینا پوه شې، که په وینا مو څوک پوه شي. نو ډیر خلک به یې واوري، که چیري مو په وینا کې داسي لغات وکاروی چې د ځینو په معنا یواځې تاسي پوهیږي نو وینا مو څوک نه اوري. نو تل مو وینا ساده او روانه وکړئ.

۸ – ددې لپاره چې ښه وینا وکړی، څوک یې په مفهوم زر پوه شي، نو اړینه ده چې باید د وینا شارکټونه مو د وینا په کاغذ کې ولیکئ، هغه ته په یو نظر کولو سره مو وینا وکړئ. دا به ددې سبب شي چې په وینا کې مو کوم بندښت رانشي او یوه منظمه وینا وکړی.

۹ – تل هڅه وکړئ؛ د وینا ترتیب مو داسي جوړ کړئ.

۱ – پیل

۲- د موضوع شالید

۳ – پایله

پدې دریو برخو به مو د وینا ویشل د ښي وینا په وړاندي کولو کې بریالي کړي، د یوي بریالي وینا لپاره ښکلي ترتیب همدا دی.

۱۰ – تل هڅه وکړئ وینا مو لنډه وکړئ، خو ډیر مفهوم باید پکي پروت وي. ډیري وینا او ډیرو خبرو نه خلک ستړي کیږي،  ډیره وینا مو که هر څومره بامفهومه هم وي نو څوک ورته غوږ نه نیسي. او له بې ځایه مثالونو او ټوکو راوړلو نه مو په وینا کې ډډه وکړئ ځکه وینا بې ځایه اوږدولي شي.

که څوک درته چکچکې کوي مننه تري وکړئ!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *