له ګلونو او شنو بوټو په ډګ چاپېریال کې قدم ووهه.
د ډار پر وړاندې قوي او پیاوړی و اوسه.
په یوه نه یوه پلمه دې کورنۍ خوشاله کړه.
زړه دې له نفرت څخه پاک کړه.
نننۍ ورځ له خاطرو څخه په یوه ډګه ورځ بدله کړه.
زغم ولره، خیر دی که هر څومره سخت هم وي.
پر شاوخوا را ټول خلک دې وخندوه.
هره دعا چې کوې، د شکرانې په بڼه يې وکړه.
هره شپه په پاک زړه ویده شه.
د نورو د خوښۍ لپاره هم یو نيم کار وکړه.
د نورو د عیبونو د پلټلو پر ځای له هغوی سره مینه وکړه.
د خلکو پر وړاندې له مینې څخه ډک چلند وکړه.
په ذهن کې دې لویو هیلو ته ځای ورکړه.
کله چې تېروتنه کوې، هڅه وکړه ځان وبښې.
د ښه مدیریت او ښه کار په ترسره کولو کې پوره هڅه وکړه.
له پخوانیو ملګرو سره ملګرتیا ته دوام ورکړه.
هڅه وکړه چې هره میاشت خپل یو بد عادت پرېږدې.
له مینې او محبت څخه په ډک انداز پر نورو سلام اچوه.
د نورو خلکو د ښېګڼې لپاره هم دعا وکړه.
هڅه وکړه نوي دوستان پیدا کړې.