تاند- ساینسپوهان په دې کار کوي چې له حشرو، په تېره بیا له الوتکونکو حشرو څخه د بې پېلوټه الوتکو یا ډرون په ځای کار واخلي.

د ټلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، ساینسپوهان پر یو ډول الوتونکو غوباړو کار کوي څو دا حشره په الیکترونکي سیستم سمبال کړي او په ریموټ کنټرول یې اداره کړي.

دوی وايي، د دې کار ګټه به دا وي چې د هغو ځایونو په اړه معلومات ترلاسه کړي چې انسان ځان نه شي وررسولی.

2تر دې مخکې د سینګاپور نانیانګ د ساینسي علومو پوهنتون او د امریکا د برکلې پوهنتون څېړونکو ویلي وو چې د حشرې هومره کوچني روبوټ د جوړولو لور ته یې پرمختګ کړی خو دا هم ورته څرګنده شوې چې د ربوټ پر ځای حشرې هم کنټرولېدای شي.

د دې څېړنې لیکونکي، چې څېړنه یې په (Royal Society Interface) مجله کې خپره شوې، ویلي، د انسان په لاس د جوړ شوي ربوټ خلاف، چې د ډېرو وړو پروزو یوځای کولو او جوړولو، سینسورونو او انجن ته اړتیا لري، د ژوندیو حشرو په کنټرول کې یوازې کمپیوټر کارول کېږي.

په دې شیوه کې د غوباړي په پښو، او د وزرونو په عضلو کې الیکترودونه نصب کېږي. دا الیکتردونه د رادیويي سیګنالونو په وسیله فعالېږي، او حشره اړ ایستل کېږي چې په خاص سرعت حرکت وکړي او د کنټرولوونکي په خوښه ښۍ یا کیڼې خوا ته والوزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *