تاند، جمعه، د قوس ۲۹مه: د غور ولایتي شورا او دولتیارو ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې د دې ولسوالۍ د سمک سیمې شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ د جګړې له کبله بې کوره شوې دي او اوس په ګاونډیو سیمو کې بې برخلیکه ژوند تېروي.

د غور د دولتیار ولسوال محمد موسی کلیم وايي، په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د خالد ۳ عملیات روان دي چې په ترڅ کې یې ۷۰۰ کورنیو خپلې سیمې پرې ایښې دي او له پنځه ورځو راهیسې په ګاونډیو سیمو کې د ژمي سختې شپې سبا کوي.

د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي هم وضعیت اندېښمنوونکی بولي او وايي، زیاتره کورنۍ په سړه هوا کې د ځان د تودولو لپاره هیڅ هم نه لري، خو د غور والي غلام ناصر خاضع وايي، د بې کوره شویو لپاره یې د یو پلاوي په مرسته په دولتیار ولسوالۍ کې پلټنې روانې دي او مستحقو کسانو ته به ژر تر ژره مرستې ورسوي.

نوموړی وايي، په سیمه کې یې د طالبانو پر ضد روانو عملیاتو کې دغې ډلې ته درانه تلفات اړول شوي دي او سمک سیمه یې له طالبانو په بشپړ ډول ازاده کړې ده، خو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *