د دې لیکنې لیکوال پوهنمل شاه محمود کډوال د بغلان پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي استاد دی.
—————————————–
لنډیز :
د (غور، د پښتو ادب لرغونی ټاټوبی ) پوهنيزه ـ څېړنيزه مقاله، د غور ولايت په تاريخ، جغرافيه او په لرغون کې هلته د پښتنو ژوند، واکمنۍ او تر ټولو مهمه، په دې سيمه کې د پښتو ژبې او ادب، پراختيايي بهیر تر کتنې لاندې نیسي. له دې څېړنې څخه موخه، د غور له تاريخي سيمې سره د پښتنو، پښتو ژبې او ادب تړاو او هلته د پښتو ادب د روزنيز او پالنيز بهیر څېړنه ده چې په دې برخه کې له نويو سرچينو ګټڼې، څېړنه پياوړې کړې ده. په څېړنه کې له باوري سرچينو ګټنه شوې، چې د هېواد په پياوړو څېړونکو او ليکوالو پورې اړه لري . ليکنه، د خپل ډول ځانګړې ده او نوښت لري چې د پښتو ژبې او ادب تاريخ لپاره ګټوره ده.
سريزه :
غور د پښتو ژبې په منځنیو پېړیو کې ستر ځای لري. دا هغه سيمه ده چې په اسلامي پېر کې، د پښتو ژبې لومړنی ترلاسه شوی اثر ترې ترلاسه شوی دی. دلته پښتانه واکمن وو چې پخپله هم پښتوپال او ادبپال وو او دربارونه يې هم د پښتو پالنې ستر روزنتونونه وو.
په ياده موضوع کې وړاندې هم خورا ډیر کار شوی او درنو پښتو پوهانو پرې ګڼ شمير اثار ليکلي، چې تر ټولو لومړنی او زوړ يې راته د استاد حبيبي (د پښتو ادبياتو تاريخ ) ښکاري.
زه نه شم ويلای چې دا ليکنه تر نورو غوره ده ؛ خو ارزښت يې په دې کې دی چې د زړو سرچينو او مالوماتو سربيره له نويو هغو هم ګټنه شوې ده. همدارنګه د غور، تاريخي او جغرافيايي دريځ، د نومونې فلسفه او له پښتنو او پښتو سره يې تړاو او نور غوره مالومات لري.
د دې ليکنې په ليکنه کې تر ډیره له کتابتوني څېړنيز ميتود څخه کار اخیستل شوی، لامل يې هم دا وو، چې په دې برخه کې غورو او پياوړو سرچينو شتون درلود، چې دا مالومات له بلې لارې ترلاسه کول ناشوني وو. لږ و ډیر له سيمه ييز (ساحوي ) څېړنيز ميتود هم کار اخیستل شوی ؛ زما د استوګنې په اوسني ځای ( بغلان) کې د (دهنه غوري او ډنډ غوري) سيمې او دلته يوه مشهوره د سمنټ جوړلو فابريکه (غوري سمنټ ) هغه سيمې او نومونه دي چې د جولې له مخې، له غور سره تړلې ښکاري، پورتنيو سيمو او ځايونو ته د څېړنې په موخه تللی يم چې د (غور) او ( غوري ) ترمنځ اړيکه زباته کړم.
موخې :
۱ ـ د لوړو زده کړو وزارت اړوند کادري غړي، اړ دي د دې ترڅنګ چې ښوونه کوي، څېړنه هم وکړي. د دې اړتيا بشپړول .
۲ ـ د پښتو ژبې او ادب د يوه څانګوال ښوونکي او څېړونکي په توګه، د پښتو ليکنۍ پانګه ډیرول او خپله انساني، اسلامي، افغاني او پښتني دنده سرته رسول.
۳ ـ د څېړنې له لارې د څېړونکي پوهه پراخيږي، چې ما دا موخه ترلاسه کړه.
۴ ـ پښتو ادب تاريخ، هغه مضمون دی چې زه يې په ښوونه بوخت يم، په دې برخه کې لوستنه او د نويو موضوعاتو رامنځته کول، چې د ادب تاريخ مينه والو ته ګټور وي.
۵ ـ د غور او هلته د پښتو ادب په اړه د نويو مالوماتو وړاندې کول.
د غور تاريخ او جغرافيه :
غور لکه د باميان او اورزګان په څېر، دافغانستان له مرکزي ولايتونو څخه شميرل کيږي. دا ولايت د يو ښه او روښانه تاريخ لرونکی دی. په دولسمه او ديارلسمه ميلادي پيړۍ کې د غور سلاطينو او واکمنو په تيوره کې د واکمنۍ مرکز جوړ او د هند تر نيمايي وچې پورې يې پراخوالی وموند. دې ولايت ډېرې دفاعي کلاوې درلودې، چې تر ټولو مشهوره يې د قيصر کلا ده، چې سلطان علاوالدين آباده کړې ده. همداراز د سلطان غياث الدين قلعه سنګي يې تر څنګ يوه بله کلا ده، چې په ( ۱۲ ) ميلادي پېړۍ کې د غوري پاچاهانو مرکز وو. د هغو ځايونو يواځينی مرکز چې اوس پاتې دی، د جام څلی ( مينار جام ) دی ( ۱ : ۱۵۷ ).
د غور ولايت مرکز چغچران دی او ټول اداري واحدونه يې چغچران، تولک، شهرک، ساغر، تيوره، لعل و سرځنګل او پسابند دي چې ( ۵۰۴۶۵۹ ) وګړي پکې ژوند کوي. دا ولايت د مرکزي افغانستان په لوړه سطحه کې پروت، سوړ غرنی اقليم لري، د واورې په بڼه سخت او اوږده اورښتونه، ژمی يې ستونزمن، اوږد او د کال شپږ مياشتې یخبندي وي ( ۹ : ۱۲۲ ).
غور غرنۍ سيمه ده چې په تاريخ کې لوی نوم لري، د غرجستان په نوم ياد شوی چې سيمه يې پراخه ده، د غور ځينې سيمې په شاوخوا سيمو کې ګډې شوي. په غور کې په زرهاوو جنګي کلاوې شته. د غوريانو په سلطنت کې ( فيروزکوه ) پلازمېنه او مهم ښار وو. منديش، اهنګران او نور مهم ښارونه يې هم لرل، چې د ( بلاد غور ) په نوم ياديدل. د غور پاچاهان د غرونو د پاچاهانو په نوم يادېدل چې په عربي (ملک الجبال ) بلل کېدل .
مخکې تر اسلام او وروسته تر اسلام غور د لوړ نوم خاوند وو، کله چې د غور اصلي استوګن د هند د سوبو په پړاو کې، له غوره ووتل او د هند په هېواد کې مېشت شول، غور خپل تاريخي برم او نوم له لاسه ورکړ . د تاريخ له څېړنو څرګنديږي چې د غور نومياليو داسې يو ماشين فعال کړی وو، چې د دوی اقتصاد پرې ولاړ وو.
غوريانو د هغه مهال ډیره ښه وسله جوړوله، د غور وسله نورو هېوادو ته تله او په شاوخوا هېوادو کې خورا نامي وه . د سلطان سنجر سلجوقي او علاوالدين غوري ترمنځ په همدې وسله جګړه پيل شوه، چې علاوالدين غوري پر سنجر هغه وسله وتړله چې د غور پاچاهانو ورکوله. پخپله غوريانو يو ډول وسله درلوده، هغې ته به يې قلاب وايه. قلاب پر يو زنځیر تړلی وو، چې له لرې پر دښمن اچول کيده، د غور جنګيالي د قلاب په کارونه کې تکړه وو .
کله چې ګوډ تيمور د چين له لوري باروت له ځانه سره راوړل او د هغه د جوړولو طريقه يې چاته نه ښوده، د غور وسله چې توره، خنجر، سېلاوه، ګرز، نيزه او قلاب وو ؛ له کاره ولوېدل او خپل قوت يې له لاسه ورکړ، بیا د باروتو دوره پيل شوه او د غور زغروال سرتيري په باروتو مات شول ( ۴ : ۲۸۰، ۲۸۱ ) .
د غور د نومونې فلسفه :
د غور او غرجستان ويیونه ګډه ريښه لري. د غور ويی په لرغونو ژبو اوستا او سنسګریت کې د ( ګيري او ګير ) په بڼه، د غره په مانا راغلی او د پارتي ژبې په منځني پېر کې د ( ګر ) په بڼه هم د غره مانا ورکوي. دا ويي اوس هم د ( ګر، غر او غور ) په بڼه، د ګرديز، ګربز، شولګر، لوګر، غوربند، غرچه، غورو غرجستان او چونغر په وييونو کې، په پښتو او دری ژبو کې کارول کيږي. د جغرافيې په پخوانيو اثاروکې يې غور، غرنۍ سيمه ( کوهستان ) بللی دی ( ۱۵ : ۱۷۹ ) .
غر په پښتو کې يوه ژوندی کارېدونکی ويی دی چې بېلګې يې خورا ډيرې دي، لکه : غروال، غرڅنی، غرزی، غر پږی، غرڅن، غرڅپه، غر څوکه، غرشين، غرنی، سپين غر، باباغر، کاشغر او نور.له غره او غور سره نور تړلي وييونه چې د هېواد بېلابېلې سيمې يې نومولې دي، لکه :
ـ غوربند ( پروان )
ـ دهنه غوري او ډنډ غوري (بغلان)
ـ غورماچ (بادغيس)
ـ غوريان (هرات)
ـ جاغوري (غزنی)
ـ ساغر (غور )
غورک ( کندهار)
په دې ترڅ کې له پورتنيو نومونو سره تړلی يو پښتني ټبرنوم هم د يادولو دی چې غورياخيل دي غورياخيل ځانونه سړبني پښتانه بولي او ويل کيږي چې د سړبن د زوی خرښبون له اولادې څخه دي. څرنګه چې د دوی لوی نيکه غری يا غوريا نوميده ؛ نو له دې کبله د دوی نسل ته غورياخيل هم وايي. د حيات افغاني په تاريخ کې کښل شوي دي چې غوريا څلور زامن درلودل، دولت يار چې د هغه له اولادې څخه د مومندو او داودزيو دوه څانګې منځته راغلې. دری نور زامن يې خليل، څمکنی او زيړان وو ( ۱۴ : ۲۰۰ ) .
خو په دې اړه بیا محمد عمر روند مياخيل ليکي:
د رواياتو له مخې د کند د درېيم زوی اولاده په غورياخيلو سره شهرت لري، ده څلور زامن درلودل چې ٫٫ دولت يار، خليل، څمکنی ( څوکنی ) او زيړانی نومېدل. دولت یار بيا دوه زامن درلودل چې يو يې (مومند ) او بل يې ( داود ) وو. د دوی اولادې په داودزيو، خليلو، څمکنيو او زيړانيو سره شهرت لري ( ۶ : ۲۱۲ ) .
له پورتنيو څرګندونو څخه مو موخه داده چې وښيو د غورسيمه او نوم په همدې اوسنۍ بڼه يو پښتو ويي دی او ورسره نور وييونه، چې پورته مو ياد کړل پښتو او پښتنو پورې تړلي دي.
غوريان د غور ويي سره تړلې، هغه وګړنۍ ډله ده، چې پر غور او سيمه يې واکمني کړې ده . بايد پوه شو، چې دا وګړي چې يوه ځاينوم ( غور ) ته منسوب دي، څوک وو ؟ يا دا چې د غور ځاينوم په غوريانو پورې تړلی دی،که څه هم پورته څرګنده شوه چې غور او ورپورې تړلي نور وييونه ټول پښتو دي او غور هم د پښتنو يو استوګنځی ؛ خو کله ناکله داسې هم وي چې د يوه پښتو ځاينوم لاندې ناپښتانه وګړي واکمن شوي وي. بله خبره داده، چې دا منو، غور يو پښتو نوم او پخوا دا سيمه يو پښتون ميشتې سيمه او پښتنو دلته خپله واکمني درلوده، خو اوس هلته ګڼې ټبرنۍ ډلې ميشتې دی، چې ټول غوريان بلل کېدای شي.
پوهاند حبيبي ليکي : سوريان د خراسان او غور د افغانانو يو ټبر وو، چې تر اوسه هم د هرات شمال لويديځ د بادغيس د زورآباد ( زورابد ـ ياقوت ) په شاوخوا کې د ( زوري ) په نامه استوګن دي. تر اسلام د مخه هم دغه کهاله د تخارستان، غور، هرات او خراسان په غرو کې حکمراني کوله او د (غرشاه) په لقب يادېدل (په دغه لقب کې٬ غر٬ پښتو ويی دی ). دا کهول لرغوني افسانوي شخصيت (ضحاک ) ته منسوب دی ( دا نوم فردوسي ضحاک بللی او په پښتو سرچينو کې د تاريخ سوري په حواله سهاک دی. طبري، البيروني او ابن بلخي يې (بيوراسپ ازدهاق ) يادوي او په مسعودي کې ( ده ـ اک ) راغلی چې د طبري په وينا يې معرب ډول ( ازدهاق ) دی. په اويستا کې ( دهاک اژی دها ) يادشوی، چې په دري کې (اژدها) او په پښتو کې (اژدهار) دی ( ۲ : ۱۷۱ ) .
غلام محمد غبار په خپل اثر ( افغانستان در مسير تاريخ ) د ( افغانستان در زمان دولت غوري ) تر سرليک لاندې ليکي : سوري کورنۍ د افغانستان يو ټبر او تر اسلام د مخه د غور واکمن وو . له دې کورنۍ څخه يو وتلی او مشهور وګړی (ماهويه سوري) دی، چې په اوومه پيړۍ کې، د اسلام د ظهور پر وخت، د مرو واکمن وو چې ساساني يزدګر يې وواژه.
ماهويه سوري له اسلامي لښکرو او عربانو سره يوځای او مسلمان شو، خو د غور سوريانو وکولای شول تر څو پېړيو پورې د عربو او افغاني اسلامي واکمنيو پر وړاندې خپله خپلواکي وساتي. د غور جغرافيايي وضعيت، اوږدې لارې، د غرونو په لوړو کې ګڼې ټينګې پوځي کلاوې او سخت ژمي، د خلکو له سرښندنو سره يوځای سيمه ييزه خپلواکي ساتله. د غور له
سيمه ييزو واکمنو څخه لومړنی سړی (امير پولاد شنسبي) وو، چې په اسلامي پېر، اتمه پېړۍ کې د افغانانو له ملي غورځنګ سره ګډ او د اموي دولت پر وړاندې يې، د ابومسلم خراساني ملګرتيا وکړه ( ۱۰ : ۱۲۹ ) .
د غوريانو په اړه سيد بهادرشاه ظفر کاکاخيل ليکي : د غور نه موخه هغه غرنۍ سيمه ده چې د هندوکش د ټبرني زنځير نه جوړه ده. دا سيمه د هرات، فراه، کندهار، او اوسني هزاره جات په منځ کې پرته ده. ټوله سيمه غرنۍ او په خلکو يې اغېز څرګند دی. د پښتنو د خپلو مورخينو د ليکنو پر بنسټ، دا سيمه د پښتنو آر او اصلي ټاټوبی ګڼل کيږي. د دې سيمې وګړي تل د خپلې خپلواکۍ په ساتنه او خونديېنه کې بريالي وو، خو د سلطان محمود غزنوي د واکمنۍ پر وخت، دې سيمې او وګړو باج ومانه، دا وخت اميرمحمد سوري د غور واکمن وو.
پخوا په غور کې څلور وګړنۍ ډلې وې چې د سوري، تايمني، جمشيدي او فيروزکوهي په نومونو يادېدلې. د غور شاهي واکمني له سوريانو سره وه. تر ډیره فکر کيږي چې سوري پښتانه د عربو مورخينو له لوري د ( زوري ) په نوم هم ياد شوي دي ( ۸ : ۲۸۹ ).
ملک الکلام مولانا فخرالدين مبارک شاه المزوري د غور د نومياليو واکمنو نسب نامه په نظم کړې او د دغو واکمنو ( غوريانو ) د لړۍ سر يې مشهور ضحاک ته رسولی دی. دغه حکم د ماه ملک، د سلطان السعيد غياث الدين والدنيا ابو الفتح محمد بن سام د لور له خوا ورکړل شوی دی.
د ملک الکلام مولانا مبارک شاه المزوري د خولې خبره ده، چې اغلې شاهزۍ ماه ملک زه وغوښتم او ويې ويل د غوري واکمنو او سلاطينو احوال وليکم. اغلې ماه ملک يوه مدبره پوهه شاهزۍ وه، چې د دې صفتونه په ډیرو ډیرو پېغلو کې ليدل شوي نه دي، هغه داسې :
په تاريخ پوهيدله، ليک يې لکه مرغلرو ښکلی وو. د قرانکريم حافظه وه، هر کال يې دوه رکعته لمونځ کاوه چې نيم قران به يې په لومړي رکعت کې وايه او نيم به يې په دويم رکعت کې، بله دا چې دې ميړه ونه کړ. کله چې د دې نوميالۍ پلار امپراتور سلطان غياث الدين وفات شو ؛ دا اووه کاله پر جای نماز ناسته وه او لمر يې په سترګو ونه ليد او خپل پلار ته يې دوعا کوله. مطلوب دا چې د همدغې مبارکې شاهزۍ په حکم د غوريانو تاريخ ليکل شوی دی.
که چېرې دا لړۍ په اوسنۍ ژبه بيان کړو د ضحاک نوم عربي شوی ؛ که نه په اصل کې سهاک يا ساک دی. دويم د ده اولاد سام، شنسباني او سوري ياد شوی دی. وايي ضحاک ډیر کلونه ژوندی وو او دنيا يې نيولې وه . هغه يې په اوو اقليمو ويشلې وه . له ده ( ضحاک ) سره يوه شپېلۍ وه چې اووه سوري يې درلودل . په هر اقليم کې به چې ښورښت او خوځښت رامنځته شو، له هماغه سوري نه به غږ پورته شو. ضحاک به بیا د هغه تدبیر کاوه . ځينې خلک وايي ضحاک کوډګر وو، ځينې وايي د ده پوهه او ذکاوت له حده ډیر وو او په سلګونو نورې کيسې لري. کومې خبرې چې طبقات ناصري د غوريانو د مخينې په اړه کړي، هغه به وګورو، بیا به د دغې زمانې پايلو او څېړنو ته راشو.
وايي ضحاک (سهاک، ساک ) د علوان زوی وو، هغه د علاق، هغه د غوض، هغه د آرم، هغه د سام او هغه د نوح ( ع ) زوی وو، ځينې مورخينو ويلي چې ضحاک د اروند اسپ زوی وو. ځينې داسې روايت کوي، کله چې ضحاک ماته وکړه، د هغه دوه ورونه او دوه زامن نهاوند ته لاړل. مشر ورور يې سور نوميده، هغه امير شو او کشر ورور يې چې سام نوميده سپه سالار شو.
امير سور يوه لور درلوده او سپه سالار سام يو زوی درلود چې په کوچنيوالي يې سره ورکړي وو. يو له بله سره خواږه وو، سپه سالار مړ شو، زوی يې يو زړور او پوه ځوان وو، چې حاسدان يې وموندل. حاسدانو امير سوري ته شکايتونه وکړل، د اکا خوا يې ترې بده کړله او ويې غوښتل نجلۍ يو بل پاچا ته ورکړي. نجلۍ خبره شوه، د اکا زوی ته يې خبر ورکړ، دواړه له هغه ځايه وتښتېدل او د غور غرونو ته راغلل او په منديش کې يې واړول. د خدای (ج) رضا وه، د دوی له نسله لوی او معظم پاچاهان څرګند شول. د دوی کورنۍ په شنسب مشهوره شوه . په هند و سند، اميرپولاد، اميربنجي، دويم امير سوري، درېیم محمد سوري، سلاطين، پاچاهان او امپراتوران د ترکيې او عراق له سرحدو ترجنوبي هند پورې ورسېدل ( ۴ : ۲۲۲ ــ۲۲۴).
ښاغلی استاد زلمی هېوادمل ليکي : غور د افغانستان يوه لرغونې او تاريخي سيمه ده، چې د پاچاهيو سلسلې پکې تېرې شوې دي او د دې سيمې پاچاهانو د اسلام د مقدس دين د خپرولو په چارو کې هم لويه برخه درلودې ده.
د پښتنو په لرغونو استوګنځيو کې يوه هم د غور سيمه شامله ده، چې د غور له سوريانو سربيره د پښتنو د ځينو نورو قبايلو تړاو هم له دې سيمې سره ښکاره دی. د پښتنو په قبايلو کې يوه لويه قبيله، د غوري يا غوريا خيلو پښتنو ده، چې د تاريخي اثارو او نسبي څېړنې د کتابونو د رواياتو له مخې د کند بن خرښبون بن سړبن په اولاد کې د غوري په نوم د يوه تن ذکر راځي. د مخزن افغاني د روايت له مخې، د دې سړي اصلي نوم شيخ ابراهيم وو، خو څنګه چې په غور کې زوکړی وو، نو د غوري په نوم مشهور وو او اولاده يې تر اوسه د غوري او يا غورياخيلو په نوم ياديږي.
د غور د اوسني مرکز چغچران ختيځ ته اوس هم د دولت يار په نوم يو کلی شته، چې د غوري پښتنو د دولت يار د قبيلې له نوم سره اړه لري. د استاد عبدالشکور رشاد د څېړنې له مخې، دغه غوري پښتانه د چنګيزخان ( ۶۲۴ هـ ق مړ ) له بريدونو وروسته له غور څخه کوچېدلي، مخ په جنوب او ختيځ لېږدېدلي دي.
له غورياخېلو پښتنو سربېره، د نورو ډيرو پښتني قبيلو د اوسېدو پخوانی ټاټوبی هم غور وو او ډېرې پښتنې قبيلې له دې سيمې څخه نورو سيمو ته تللي او خورې شوې دي. له دغو تاريخي رواياتو او اسنادو ښکاري چې د اسلامي عصر په اوايلو کې د غور زياتره استوګن پښتانه وو او د دوی ژبه پښتو وه ( ۱۳ : ۲۷، ۲۸ ).
ښاغلی اورنګزيب ارشاد ليکي : تر اسلام دمخه د غور ولايت سيمه ييزه واکمني درلوده، چې (سوري )کورنۍ پکې واکمنه وه . دوی به پاچا ( غرشا ) باله. د دې کورنۍ غړيو په لومړۍ هجري پېړۍ کې د شنسب يا بهرام شاه سوري په مشرتابه د اسلام د څلورم خليفه حضرت علی (رض ) د خلافت په وخت د اسلام مقدس دين ومانه. تر هغې وروسته د دوی سيمه ييزې واکمنۍ تر څلورمې پېړۍ دوام وموند. تر اسلام دمخه د دې کورنۍ وتلي واکمن بسطام او شماخ وو. د اسلام تر منلو وروسته په لومړۍ، دويمه او درېيمه پېړۍ کې امير پولاد غوري، امير بنجي غوري او امير سوري د محمد زوی او امير کروړ سوري يې وتلي واکمن وو ( ۱ : ۴۱، ۴۲ ).
ښاغلی مولانا اکبرشاه نجيب آبادي ليکي : د هرات په ختيزو غرنيو سيمو کې غور د يوې پراخې او غرنۍ سيمې نوم دی. سلطان محمود غزنوي دغه سيمه فتحه کړې او د خپل سلطنت يو ولايت يې ګرځولی وو. د غور استوګنو د دويمې هجري پېړۍ په پيل کې اسلام منلی وو او دلته ټول پښتانه قومونه آباد وو، محمود غزنوي د غور په ولايت کې، له همدغو پښتنو نه يو تن والي ټاکلی وو، چې په کورنۍ کې يې د غور ولايت حکومت له پخوا نه موجود وو ( ۱۱ : ۳۶۳ ).
ښاغلی داکتر باقي درانی ليکي : پر غور، باميان، ګوزګان او هرات د غوريانو حکومت وو، غوريان په خټه سوريان وو، چې د غور او خراسان يو غښتلی افغان ټبر وو، تر اسلام له مخه هم د دغه ټبر مشرانو د غرشاهانو په نومونو حکومتونه کول. دوی زړو تاريخپوهانو (ضحاک او سهاک ) بللي دي ( ۵ : ۱۹۸ ).
په پښتنو کې د سوريانو ريښه او مخينه :
غوريان په اصل کې سوريان دي، پخپله يې هم د سور او سام نومونه له خپل نوم سره ويلي او ليکلي دي. کله چې خبره د سور شي، بیا موضوع پراخ بنسټ لري، چې هغه بايد په تاريخ کې وڅېړل شي. سور، سورياني، سومر، سومري، آشور دا يوه مانا لري او د سند په حوزې پورې تړلي دي. که موږ د سند په مدنيت خبرې وکړو، تر هغه ځايه چې ما لوستي د امريکې، انګلستان او نورو هېوادو په پوهنتونو کې د سومري مدنيت ځانګړي ماهران شته چې د پوهاند په سويه درس ورکوي. پينځه زره سومري کې چې د څلور زرو کلو مدنيت ښيي، اوس هم شته . د دغو کتيبو شتون د تاريخ په څېړنه کې يو اوښتون راوستی. تر ( ۱۹۲۰ م ) پورې داسې فکر کيده چې د مصر او يونان مدنيتونه به لرغوني وي، مګر په دغه کال ( ۱۹۲۰ م ) چې د سند مدنيت وموندل شو او د سند او بين النهرين اړيکي په همغه لرغوني مهال کې د تاريخ بڼه واړوله.
د لرغونپېژندونکو له خوا ډیرې پوښتنې وشوې، چې سومري په بين النهرين، کلده، آشور يا سومراکه کې که سامي وي، نو ژبه يې ولې نه ده او لرغونې سنسګريت ده ؟ که دا او هغه خلک يو وي، نو دلته کله راغلي ؟
سور لمر ته وايي، سوريا د لمر خدايګوټی ( رب النوع ) دی، چې د هغه د عاجو مجسمه د کابل د خيرخانې په غونډۍ کې ترلاسه شوه. آشوري کتيبې، کابل کې هم موندل شوي ؛ ماهم کابل کې يوه ټوټه درلوده، چې اوس يې په سرنوشت خبر نه يم.
د سند د حوزې مدنيت او سور، سوري، غوري، غوري شنسب، سام، ټول هغه شکونه لرې کوي، چې څوک ووايي پښتانه بني اسراييل دي يا عرب. حتی تر آريايانو هم پخواني وګړي دي. دوی جنوبي هند ته د ګجرات له لارې تللي او هلته دوه سوه ميليونه دي. اوښتون هم دادی چې دا ډول نظريې ومنو ( ۴ : ۲۸۱،۲۸۲ ).
غور او پښتو ادب :
غور د پښتو لرغونو ادبياتو د رامنځته کېدو، له درېو مرکزونو ( غور، کسي غر او ملتان ) څخه يو دی، چې هلته پښتنو خپلې واکمنۍ درلودې او پښتو ادب پکې روزل شوی او پالل شوی دی. دلته ترې لنډه يادونه کوو :
۱ ـ امير کروړ او د هغه حماسه :
امير کروړ سوري د امير پولاد زوی، له غوري شاهانو او پښتو شاعرانو څخه وو، چې د پلار تر مرګه وروسته، په ۱۳۹ هـ کال، د غور په منديش کې پاچا شو.
پټه خزانه، د محمد بن علی البستي د تاريخ سوري، د حوالې پر بنسټ ليکي : د عباسي دعوت په جګړو کې چې امير کروړ سوري، ډېرې سوبې وکړې ؛ نو يې دا بيتونه وويل چې وياړنه يې بولي. هغه دا دي چې شيخ کټه ( ع ) له تاريخ سوري را اخيستي دي .
زه يــــم زمـــــــری پـــر دې نـــــړۍ له ما اتل نسته
پـر هنــد و سنـــــــد و پر تخــــــــار او پر کابل نسته
بل په زابل نسته، له ما اتل نسته
غشـي د مــن مـې ځـــي برېښنـــا په ميرڅمنــو باندې
په ژوبلــــــه يونــــم، يرغالــــم، پر تښتېدنــو باندې
په ماتېدونو باندې، له ما اتل نسته
زما د بريــو پر خـول تاويږي هسـک په نمنـځ و په وياړ
د آس له سـوو مې مـځــکه ريږدي غــــرونه کاندي لتاړ
کړم ايوادونه اوجاړ، له ما اتل نسته
زما د تورې تر شپـول لاندې دي هـرات و جـــــــــروم
غــرج و باميان و تخــار بولي نـــــــوم زمـا پـه اودوم
زه پېژندوی يم په روم، له ما اتل نسته
پر مــرو زما غشــي لونــــي، ډاري دښــــــن راڅخه
د هــــريوا د رود پر څنـــډو ځـــم تښتي پلــن راڅخه
رپــي زړن راڅخـه، له مـا اتل نسته
د زرنج سـوبه مې د تــورې په مـــــخ ســـــــور وکړه
په بادارۍ مې لـــوړاوی د کـــول د ســـــــــور وکړه
ستر مې تربور وکړه، له ما اتل نسته
خپلــو وګــړو لره لـــــــور پېـــــــرزوينه کـــــــوم
دوی په ډاډينـــه ښه بامـــم ښه يې روزنـــــــه کـوم
( ۳ : ۴۴۱، ۴۴۲ )
ښاغلی استاد هېوادمل ( د پښتو ادبياتو تاريخ ) کې د پورتني شعر ځانګړنې داسې راښيي :
۱ ـ د امير کروړ سوري پاړکی، چې پټې خزانې تر موږه رارسولی، د متونو د استناد له معمولو نورمونو سره برابر دی. پټې خرانې دا پاړکی له لرغوني پښتانه او لرغوني پښتانه له تاريخ سوري څخه را اخستی دی.
۲ ـ د امیر کروړ پاړکی له مانيز اړخه وياړنه ده، دا ډول شعرونه ويل هغه وخت په عربو او عجمو کې دود وو.
۳ ـ د جوليز او شکلي جوړښتونو له پلوه د امير کروړ وياړنه، نه د ختيځ له ديواني شعري ډولونو سره او نه له پښتو ملي شعري ډولونو سره سل په سلو کې ورته والی لري.
۴ ـ د امير کروړ شعر د ژبنيو او لغوي څېړنو له نظره هم د توجه وړ دی.
۵ ـ د امير کروړ د شعر ژبه لا تر اوسه رواني لري، سره له دې چې ځينې وييونه يې له کاره لويدلي دي.
۶ ـ د امير کروړد شعر له مطالعې سړي ته تر يوه حده د شاعر فکري سیر او د هغه وخت د پښتنو روحيه او له خپل ولس سره د امیر کروړ مينه، ښه ترا څرګنديږي.
۷ ـ د امیر کروړ له وخته وروسته، تر څو پېړيو پورې په غور کې د پښتو ادب د رامنځته کيدو زمينې نورې وې او د هغه وختني غور په توابعو کې د پښتو ډیر نور اثار هم رامنځته شوي دي ( ۱۳ : ۳۰ ــ ۳۲ ).
۲ ـ شيخ اسعد سوري :
شيخ اسعد سوري د غور استوګن او د محمد زوی دی، د غور د سوري شاهانو په دربار کې يې ستر ځای درلود.
شيخ د امير محمد سوري معاصر او د غور په اهنګرانو کې د دې سوري واکمن په دربار کې ديره وو. په ( ۴۲۵ هـ ) کې يې نړۍ پرېښوه او ومړ.
د پښتو ژبې لومړنۍ لاسته راغلې بوللــه يا قصيده په شيخ اسعد سوري پورې تړاو لري، چې په دا ډول ده :
د فلـک له چـــارو څــــه وکـــــړم کــــوکار
زمـــولوي هر ګل چـــــــې خانـــدي په بهار
هر غټــول چــــــې په بيـــــديا غــوړيده وکا
ريـــژوي يـې پاڼــې کانــــدي تــار پــــه تار
ډیر مـــخــونه د فلــــک څپېــــــړه شنــه کا
ډیر سـرونه کا تر خـــــاورو لانــــــــدې زار
د واکــمن له ســـره خول پرېباسي، مـــړ سي
د بېوزلو وينـــې توی کانـــــدي خــــونخـوار
نور. . .
(۷ : ۸۱ )
۳ ـ شيخ تيمن کاکړ :
شیخ تيمن د اکړ نيکه زوی، د پښتو له پخوانو شاعرانو څخه دی، چې د پټې خزانې ليکوال د ده ژوند او شعرونه د شيخ بستان بړيڅ له ( بستان الاوليا ) څخه را اخيستي دي. شيخ د غور په کجران کې اوسيده او په همدې ځای کې په ( ۵۵۰ هـ ) کال مړ دی. لاندې وينا ترې پاتې ده :
ګهيـــځ رڼا د لــمـر خپــره ســوه
زما پــه کـور د ويـــر ناره ســـوه
د بېلتــــون ورځ تـوره تياره ســوه
ږغ سـو ناڅاپه چې بېلتــون راغی
نور…
( ۱۲ : ۷۹، ۸۰ )
۴ ـ ښکارندوی غوري:
د پښتو له پخوانيو قصيده ويونکو څخه يو هم ښکارندوی دی. دی د غور استوګن او د احمد زوی وو، چې پلار يې احمد د فیروزکوه کوټوال وو. د ژوند زمانه يې ( ۵۸۰ هـ ) کال اټکل شوی دی. لاندې قصيده ترې پاتې ده :
د پسـرلي ښکلـــونکي بيا کـړه سينګارونه
بیا يـې ولـونل په غــرونه کې لالـــــــونه
مځکه شنه، لاښونه شنه، لمنې شنې سوې
طيلسان زمردي واغوستــه غــــــــــرونه
نور…
( ۱۳ : ۴۶ )
۵ ـ تايمني :
د تايمني په نوم موږ د پښتنو يو پخوانی ادیب او شاعر پېژنو، چې د ژوند مهال يې ( ۵۸۰ هـ ) حدود ټاکل شوی دی. ويل کيږي، چې تايمني د سلطان غياث الدين غوري معاصر او د زمينداور استوګن وو.
د وينا بيلګه يې لاندې ولولئ :
نن زه ږغيږم په صفت د سلــــطان
چې دی بادار غازي ملک د جهان
د فيـــروزکوه او غـور رڼا له ده ده
هم د تېرو، تــورو برېښنـا له ده ده
نور…
(۱۳ : ۵۲ )
پايله :
غور د اوسني افغانستان يو ولايت، د پښتو ادبياتو له لرغونو منځيو څخه يو دی، چې پښتانه هلته ميشت او واکمن وو. واکمنو، پښتو کوله، ويله، ليکله او اوريدله، د پښتو پالـنې او روزنې لپاره يې خپلې شته شونتياوې کارولې او دربارونه يې د پښتو په چوپړ کې وو.
له بېلابېلو کورنيو او بهرنيو سرچينو څخه زباتېږي، چې غور په همدا اوسنۍ جوله او بڼه، يو پښتو ويی دی او ورسره تړلي ټول ويونه هم پښتو دي. کله چې په دې سيمه نوم پښتنو ايښی ؛ نو څرګنده ده، چې د پښتنو د استوګنې سيمه ده.
په غور کې پنځيدلي پښتو لرغوني ادبیات، د پښتو د ټولنيز ژوند هينداره ده او د دوی د ژوند بېلابېل اړخونه پکې څرګند شوي دي. دا توکي نه يواځې دا چې د ادب لپاره غوره دي ؛ بلکې د تاريخ لپاره هم غوره څېړنيز توکي دي.
اخځليک :
۱ ـ ارشاد، اورنګزيب. ( ۱۳۸۴ ش ). افغانستان پېژندنه.پېښور. دانش خپرندويه ټولنه.
۲ ـ حبيبي، عبدالحی. ( ۱۳۷۸ ش ). د افغانستان لنډ تاريخ. پېښور. دانش خپرندويه ټولنه.
۳ ـ حبيبي، عبدالحی. ( ۱۳۸۴ م ). د پښتو ادبياتو تاريخ. پېښور. دانش خپرندويه ټولنه.
۴ ـ حداد، قدرت الله . ( ۱۳۸۳ ش ). افغان ملي تاريخ، لومړی ټوک. پېښور. د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز.
۵ ـ درانی، باقي. ( ۲۰۰۸ م ). پښتانه د تهذيب په څپو کې. کوټه. صحاف خپرندويه ټولنه.
۶ ـ روند مياخيل، محمد عمر. ( ۱۳۸۳ ش ). د پښتنو قبيلو شجرې او مېنې. کابل. ميوند خپرندويه ټولنه.
۷ ـ زېور، زېورالدين. ( ۱۳۸۶ ش ). د پښتو ادبياتو تاريخ، لرغونې دوره. پېښور. د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز.
۸ ـ ظفر کاکاخيل، سيد بهادر شاه. ( ۲۰۰۹ م ). پښتانه د تاريخ په رڼا کې. پېښور. يونيورسټي بُک ايجنسي.
۹ ـ عارض، غلام جيلاني. ( ۱۳۷۹ ش ). جغرافيای ولايات افغانستان. پېښور، اداره کتابخانه های سيار اريک.
۱۰ ـ غبار، غلام محمد. ( ۱۳۴۶ ش ). افغانستان در مسير تاريخ. کابل. دولتي مطبعه.
۱۱ ـ نجيب ابادي، اکبر شاه. ( ۱۴۳۰ ق ). د اسلام تاريخ، درېيم ټوک. پېښور. پيغام خپرندويه ټولنه.
۱۲ ـ نيازی، شهسوار سنګروال. ( ۱۳۷۵ ش ). د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ. پېښور. د احمدشاه ابدالي پوهنتون.
۱۳ ـ هېوادمل. زلمی. ( ۱۳۷۹ ش ). د پښتو ادبياتو تاريخ، لرغونې او منځنۍ دورې. پېښور. دانش خپرندويه ټولنه.
۱۴ ـ ياد طالبي، عبداللطيف. ( ۱۳۸۵ ش ). پښتني قبيلې. پېښور. دانش خپرندويه ټولنه.
۱۵ ـ يمين، محمد حسين. ( ۱۳۸۰ ش ). افغانستان تاريخي. پېښور. انتشارات کتب.