کابل ادبي بنډار په خپله ۷۲ مه غونډه کې چې د روان لمریز کال د غویي له ۱۷ مې نېټې سره برابره وه، د جمعې په ورځ د کتاب او قلم مېړنی اتل ښاغلی مجیب الرحمن محمودي د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وستایه.

غونډه د الهي کلام په څو سپېڅلو ایتونو سره پيل شوه. د کابل ابدي بنډار د دې غونډې مشر څارنوال محمد عالم عزيزي او ځانګړي مېلمانه یې نصیراحمد احمدي او حاجي علم‌ګل وو. د پیل خبرو له پاره ګل آغا احمدي دريځ ته وبلل شو. احمدي د غونډې ګډونوالو ته د هرکلي تر څنګ وویل: ((د ویاړ ځای دی چې کابل ادبي بنډار داسې یو کس نمانځي چې په خپلو هڅو یې په خورا سختو شرایطو کې کتاب تر خلکو ورساوه.)) احمدي زیاته کړه چې محمودي د ټولنې له امنیتي، فرهنګي او ګڼو نورو ستونزو سره سره د پوهې او زده‌کړې په برخه کې خپله اتلولي وښوده او د غونډې له ګډونوالو یې هيله وکړه چې له محمودي سره په دغه کاروان کې یو ځای شي.

2 احمدي له محمودي سره د سل ټوکه کتابونو د مرستې ژمنه هم وکړه او ویې ویل چې هر کس باید په خپل کور کې یو وړوکی کتابتون ولري، ترڅو د اړتیا پر مهال ګټه ترې واخلي.

ورپسې د تېرې غونډې راپور د مطيع الله همدرد له خوا وړاندې شو او بیا ځلاند وردګ د محمودي ژوند لیک وړاندې کړ. په ژوند لیک کې راغلي وو چې محمودي په وړکتوب کې د پلار له سیوري بې برخې شو او د کور ټولې چارې ور په غاړه شوې. محمودي د ژوند له ستونزو او ګواښونو سره کلکه مبارزه وکړه څو هم زده‌کړې وکړي او هم د کور کارونه پر مخ بوځي چې په پای کې د خپلو هڅو په لړ کې یې تر څوارلسم ټولګي پورې زده‌کړې وکړې. محمودي تر اوسه دوه چاپ شوي کتابونه  چې ژباړلي يې دي او درې ناچاپ کتابونه چې دوه يې ليکلي او يو يې ژباړلی دی لري او اوس‌مهال د افغانستان په تعليمي موسسه کې د سروې چارې ور په غاړه دي.

محمد یعقوب ولسمل چې د ستیج چارې يې سمبالولې حبیب وقار ته بلنه ورکړه چې دريځ ته د خبرو له پاره راشي. وقار له ټولو ګډونوالو مننه وکړه چې په غونډه کې یې برخه واخسته او هيله یې ځينې وکړه چې په راتلونکي کې هم له کابل ادبي بنډار سره پاتې شي: (( په محمودي باندې ګڼې ستونزې تېرې شوې دي، په وړکتوب کې یې پلار وفات شو، د کور او وروڼو مصارف او خرچه ور د غاړې شول او ګڼې نورې ستونزې یې وګاللې، خو حوصله یې له لاسه ورنه کړه او د قلم او کتاب لاره یې وڅارله.)) زیاته يې کړه چې زموږ اصلي اتل همدا دی، نه د ټوپک اتل، هغه چې په سلګونو هېوادوالو يې د قوم، ژبې او مال له پاره وژلي و او اوس خلک اتل ورته وايي، افغانان له دې وروسته د قلم او کتاب اتل ته اړتیا لري.

ورپسې باقي جانان یو ښکلی غزل وړاندې کړ او د کابل ادبي بنډار هڅې یې وستایلې. د همدې غونډې مشر محمد عالم عزيزي هم د وقار خبرې غبرګې کړې او د ښاغلي محمودي د ژوند په اړه یې وویل: ((زموږ په ټولنه کې لویه بدمرغي د کتاب نه لوستل دي او باید په فکري بیارغونه کار وکړو.)) عزيزي له محمودي سره د کتابونو د اخستلو له پاره ۳زره افغانۍمرسته وکړه.

د غونډې په بهير کې بل ګډونوال تکړه کيسه ليکوال نصیر احمد احمدي ته د خبرو بلنه ورکړل شوه. احمدي د محمودي بې کچې هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې ښاغلی محمودي نه یوازې یو تکړه لیکوال او ژباړن دی بلکې یو زړور افغان هم دی، زړورتیا يې په دې  کې ده چې هغه په دې حساسو شرايطو کې تر کليو او بانډو پورې کتابونه رسوي. احمدي په ټولنه کې د شته ستونزو په اړه وویل: ((موږ فکري زندانیان نه بلکې فزیکي زندانیان يو.))

غونډې ته ډاکتر منصور مجاب هم راغلی و، هغه هم د محمودي د هڅو ستاينه وکړه. مجاب غونډې ته راغلو ماشومانو او زده‌کوونکو ته ځينې لارښونې وکړې او ویې ویل چې همدا ماشومان د سبا راتلونکي دي او د محمودي په شان به د کتاب او قلم اتلان شمېرل کېږي.

مدني فعال او د کابل ادبي بنډار غړي جلال اميد هم د محمودي د هڅو په اړه خبرې وکړې، هغه وويل چې تاریخ به د قلم او ټوپک اتلان سره پرتله کړي. ده همداراز د غونډې ګډونوالو ته وړاندیز وکړ چې خپل مطالعه کړي کتابونه چې اوس يې نه لولي محمودي ته ورکړي، څو هغه یې لرې پرتو سيمو ته ورسوي.

د کتاب او قلم د اتل کشر ورور محب الرحمن محب له کابل ادبي بنډار مننه وکړه چې غوره خدمتګاران نمانځي. محب د خپل مشر ورور محمودي هڅې وستايلې او خلکو ته يې د کتاب د رسولو تر څنګ د مطالعې دودول هم ضروري وبلل. له محب وروسته رفيع الله ارمان هم وويل: ((بې کتابتونه ښار د مړه جسد په شان دی او محمودي هغه مړو جسدونو ته ساه ور وبښله.))

د غونډې په بهير کې انجنير رحیم‌الله هم خبرې وکړې هغه د محمودي هڅې وستایلې او ویې ویل چې ټولنه هغه کسان جوړوي چې د چاکلېټ پر ځای یې شګې خوړلې وي.

په پای کې مجیب الرحمن محمودي ته بلنه ورکړل شوه. محمودي د کابل ادبي بنډار له بنسټګرو او راغلو ګډونوالو څخه د زړه له تله مننه وکړه چې د ده هڅې یې وستایلې: ((ډېری کسان په دې شرمېږي چې د دوه یا درېیو کتابونو ورکړه یا ډالۍ به څنګه وي، خو زه وایم یوه مجله هم زموږ له پاره ډېر څه ده.))

محمودي د کتابتونونو په جوړولو او پرانستلو کې د ځينو فرهنګي، سیاسي او ګڼو نورو ستونزو يادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې د دې ستونزو پر وړاندې به خپله حوصله له لاسه نه ورکوي او خپله لار به تعقيبوي، نوموړي له خپلو نژدې ملګرو او ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې له ده سره يې د کتابونو په ټولولو کې مرسته کړې ده.

کابل ادبي بنډار ښاغلي محمودي ته يو ستاينليک او څه کتابونو د ډالۍ په توګه ورکړل. په غونډه کې مشاعره هم وه چې د ښاغلي حاجي محمد علم جان له خوا د رحمان بابا په يوه شعر سره پيل شوه او د ماشومانو په ګډون ډېرو شاعرانو خپلو شعرونه وړاندې کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *