د هېواد د ختیځ ادبي بهیر د ځوان لیکوال پوهنیار سید اصغر هاشمي اثر«غوره فکرونه» په روان کال کې د هاشمې خپرندویه ټولنې له خوا چاپ شوی دی. «غوره فکرونه» د نوموړي تخلیقي اثردی چې د اثر منځپانګه د انسان او ټولنې په اړه بېلا بېل معلومات لري.
د نړۍ هغه فیلسوفان او مفکرین چې څو زره کاله پخوا تېرشوي دي، د خپلو هغه افکارو له پلوه چې د بشریت سره تړاو لري تر نن ورځې د هغوی نومونه ژوندي او د هغوی د ښو فکرونو د وړانګو په رڼا کې اوسنی بشریت ستر ګامونه اخلي.
کوم هېواونه چې په نړۍ کې د اوسني پرمختګ نه وروسته پاتې دي، هلته مطبوعات، دیني عالمان، سیاستوال، ښونکي او د ټولنې هره برخه په دې هڅه کې وي چې د خپل ولس د ذهنونو د روښانه کولو له پاره ګامونه اوچت کړي. هرڅوک وايي د دوی رسالت دا دی چې خلکو ته هغه څه وښیي چې د دوی ژوند ته رڼا ورکولای شي. زموږ ټولنه هم وروسته پاتې ده، دلته هرشاعراو لیکوال باید د خپلې ټولنې د اصلاح او هغوی ته د فکري تیارو نه خلاصون ورکړل شي.
د هر لیکوال هره کرښه باید د انساني ژوند د ښه والي په اړه لیکل وکړي، ښاغلی اصغرځوان دی، خو د خپلې ټولنې یا د خپلو خلکو د ژوند ډېر څه یې تجربه کړې، د هغوی کړنې یې پرتله کړي او په پایله کې خپلو خلکو ته په «غوره فکرونو»کې هغه کرښې کاږي چې ژوند پرې رنګین او سمسور کېږي. په دې اثرکې د لیکوال مخاطب انسان دی، نوموړی غواړي لومړی باید د انسان چلند او کړنې ښې شي بیا ټولنه خپله د اصلاح او سمون په لور مخ اړوي.
که تاسو د هاشمي هر سرلیک ولولۍ نو لیکوال انسان ته خطاب کوي کله کله د ژوند دوه اړخونه پرتله کوي او پایله یې انسان ته وړاندې کوي چې ستا د بریالیتوب او ناکامۍ راز په څه کې دی؟
د «غوره فکرونو» هره کرښه له پیغام او له هغه مفکورو ډکه ده چې زموږ ټولنه ورته اړتیا لري او په پلي کېدو سره مو د بریالیتوب تر درشله رسوی. زه د کتاب د منځپانګې پرځای د نوموړي د نثر د جملو په جوړښت او پر هغه برخو رڼا اچوم چې د معنا په روسولوکې یې څه ډول نقش لوبولی دی.
۱: مخاطب په موضوع کې دخیلوي: ډېرځل کوښښ شوی چې مخاطب په موضوع کې ګډ کړي ترڅو په اسانه د ده پیغام ترلاسه کړي، د دې کار له پاره نوموړی هڅه کوي چې مخاطب په موضوع کې دخیل کړي لیکنه تر پایه ولولۍ. ډېرځل کوښښ کوي چې د لیکنې پیل په همداسې جملو پیل کړي او د لوستونکي پام د لیکنې موضوع ته جلب کړي. د نمونې په توګه په لاندې متن کې : « د انسان ظاهر ته مه ګورئ بلکې باطن یې مطالعه کړئ»
(غوره فکرونه:۳).
یا په لاندې نمونه کې : «که غواړئ چې خلک مو قدر ا وعزت وکړي، خپلې ټولنې ته خدمت وکړئ»
(غوره فکرونه: ۳۷).
زما په اند لوستونکي او مخاطب ته د خپل پیغام د رسولو یوه غوره لاره همدا ده چې هغه خپله په موضوع کې دخیل وي او پام یې جلب شي نو بیا کولای شي دا طرز د معنا په رسولو کې مرسته وکړي.
۲: مخاطب ته د خپلې لارښونې علتونه هم وړاندې کوي: نوموړی په خپل اثر کې مخاطب او لوستونکي ته بې دلیله لاره نه ښيي. که د څه لارښونه کوي خو د هغې علتونه هم وړاندې کوي چې لوستونکي او مخاطب له پاره د مطلب په رسولو کې دا طرز هم ښه دی، ځکه که د لارښونې علت مبهم وي نو لوستونکی هم هغه پیغام په اسانه نه اخلي.
د نمونې په توګه په دې متن کې لارښونه او علتونه هم وړاندې شوي دي : « د انسان ظاهر ته مه ګورئ بلکې باطن یې مطالعه کړئ . ظاهربین انسان هر وخت د انسان په پېژندلو کې سهوه کېږي او باطن بین انسانان د انسان په پېژندنه کې له ډېر احتیاطه کار اخلي» (غوره فکرونه: ۳).
۳ :په جملو کې د موضوع غوټه او پرانیستل دواړه وړاندې شوي دي: زموږ ډېرلیکوال لیکنه اوږده وي، د ستونزو یادونه کوي، جملې پرله پسې اوږده وي او په اخر کې د خلاصون څرک نه وینو خو د «غوره فکرونو» په اثر کې د جملو په پیل کې غوټه او پرانیستل په ګوته شوي دي، دا ځانګړنه کولای شي مخاطب او لوستونکي سره مرسته وکړي تر څو په اسانه د لیکنې نه مطلب واخلي.
د نمونې په توګه دا بیلګه را اخلو: « د انسان ظاهر یې صورت او باطن یې سیرت دی، نو له همدې امله د انسان په پېژندلو کې له صورته سیرت ډېر مهم دی. زموږ د ټولنې اکثره خلک ظاهر ته ګوري نو له همدې امله په ظاهر جوړلو اخته دي او د باطن نه ناخبره دي نوځکه یې باطن خراب دی» (غوره فکرونه : ۳).
۴:د خپل مطلب په رسولو کې له مثالونو کار اخلي: ځینې بریالي لیکوالان د خپل مطلب په رسولو کې د موضوع په تړاو مثالونه هم وړاندې کوي، چې لوستونکی یا مخاطب په اسانه مطلب واخلي، د دې هدف له پاره ځینې نورې لارې چارې هم شته خو دا طرز هم بریالی دی.
د نمونې په توګه دا متن:«که هرڅه مو ښکلي وي، خو داخلي توکي مو بدرنګه وي، د ا دې معنا لري، چې هندوانه دې له بېرونه زړه راښکونکې وي خو داخل دې ګنده وي، د داسې انسانانو مثال د هغه بتانو په شان دی چې له سرو زرو جوړ وي، خو روح به نه لري»(غوره فکرونه: )
۵ : موضوع په پرتلنه بڼه وړاندې کوي: زموږ ډیر لیکوال چې کله پرتلنه کوي نو یو اړخ کمزوری او بل غښتلي کاږي خو د «غوره فکرونو» لیکوال هڅه کوي چې خپل پیغام د پرتلنې په طرز لوستونکي ته وړاندې کړي خو په دې پرتلنه کې کله کله ښې او بدې خوا وې یا کمزورې او غښتلې برخې وړاندې کوي خو ډېرځل د پرتلنې د لارې د هرې برخې اهمیت لوستونکي ته وړاندې کوي. زما په اند په دې طرز سره هم لوستونکي په اسانه مطلب اخیستلای شي .
کیدای شي له دې طرز نه نور لیکوال هم کار واخلي خو بریالی هغه څوک دی چې په پرتلنې سره د دواړو اړخونو مثبتي برخې ترې را وباسي .
د نمونې په توګه دا متن: « سره له دې چې ځمکه ټیټه ده، خو د اسمان برکت دی چې مځکې باندې ژوند کېږي..
د ځینو شیانو په ټیټ والي کې لوی حکمت پروت دی او له لوړوالي ټیټ والی د خورا اهمیت وړ وي.
که یوه لوړه ماڼۍ په نظر کې ونیسو، د همدې ماڼۍ د لوړ والي ټول قوت او استحکام په تهداب کې دی، دلته دی چې د ماڼۍ له لوړ والي نه یې ټیټ والی مهم دی» (غوره فکرونه: ۱۱).
په دې بېلګه کې : « کله کله انسان ته له خوشحالیو خفګانونه ډېر مهم شي او له خوشحالیو نه په خفګانونو کې یې ګټه وي »(غوره فکرونه: ۳۵).
۶ : په جملو کې د کلیشه يي ویکو نه ډه ډه کوي: د یو شمېر لیکوالو په لیکنه کې ځینې ویکي د ضروت په اساس او ځینې بې ضرورته لیدل کېږي چې د « غوره فکرونو» په منځپانګه کې د «ځکه» ویکی هیڅ تر سترګو نه کېږي کیدای شي راوړل یې په جمله کې د کلیشې بڼه غوره کړي او د « نو» ویکي استعمال یې د نورو په پرتله کم دی.
د نمونې په توګه په دې متن کې : « تېرې خبرې هېرې کړئ او په ماضي باندې فکر مه وهئ په تېرو خبرو فکر کول په هوا کې مرغانو نېول او مړي پسې ژړا کول دي » ( غوره فکرونه: ۳۸).
۷ : هنري، سوچه پښتو او عربي کلمې په متن کې نه لیدل کېږي: ځینې لیکوال چې کله تخلیقي یا تحقیقي لیکنه کوي ډیرځل یې جملې او پرګرافونه د هنري کلمو مالامال وي یا سوچه پښتو او یا عربي کلمې ډېرې کاروي، مګر د نوموړي په جملو کې دا برخې نه لیدل کې البته ځینې عربې کلمې په نثرکې شته چې زیاتره مروجې دي په معنا یې لوستونکی پوهېږي، خو د «غوره فکرونو» د نثر جملې د خبرو طرز ته ورته دي. نمونې له پاره دکتاب نثر ولولئ.
۸: په «غوره فکرونو» د استاد الفت د «نثري کلیاتو» اغېز: د «غوره فکرونو » د اثر لیکوال د استاد الفت د ژوند، فن او هنر په اړه ډېرې څېړنې او مطالعې کړي دي او د هغه داثارو سیوري دلته هم لیدل کېږي.
هغه مهال چې د ننګرهار پوهنتون محصل وم د استاد الفت د نثري کلیاتو ځینې برخې ما لوستې وې او اوسمهال د «غوره فکرونو » د اثر په مطالعې سره د موضوع او نثر په تړاو د استاد نثري کلیاتو سیوری وینم.
لکه د استاد الفت د «نوي کال » لیکنه او په «غوره فکرونه» اثر کې هم د نوي کال موضوع که تاسو ټوله ولولۍ هم د موضوع او د نثري جملو جوړښت باندې دا سیوري لیدل کېږي.
۹: د جملو د څو طرزونو ټاکل: لیکوال چې کله جمله پیلوي کوښښ کوي یو خوا نه مخاطب یا لوستونکي په موضوع کې دخیل کړي، بیا د همغه موضوع پر مخ وړلو له پاره سوالیه جملې، امریه او د ندایه جملې هم کاروي یعنې د جملو طرزونه سره بدلوي او د همدې جملو تر څنګ « هو» په راوړلو سره خپله مفکوره په خپله تاییدوي .
زما په اند ځینې وخت د یوې موضوع پرمخ وړلو له پاره بیلابیل طرزونه غوره وي، ترڅو لوستونکی د ستړیا احساس ونه کړي او د متن په لوري خپله پاملرنه زیاته کړي.
د نمونې په توګه تاسو د ده د «فکر او عمل» تر سرلیک لاندې متن ولولۍ یا د کتاب نورو برخو ته ځیر شئ.
۱۰: د فعلونو تکرار: د« غوره فکرونو» په جملوکې د فعلونو تکرار ډېر لیدل کېږي او د فعل زیاته کارونه یوه موضوع مشخص کوي د هر فعل په راوړلو د پیغام یوه برخه ټاکي.
لکه په دې متن کې : « د لمر پیدا کېدل او فنا کېدل، د سپوږمې راختل او پریوتل، شپه او ورځ منځته راوړي»
(غوره فکرونه: ۱۷ ).
۱۱: په جملوکې د معنا تکرار: د « غوره فکرونو» متن کې لیکوال تمایل ډېر دی چې په جملو کې د معنا تکرار راوړي او دا برخه د نوموړي د اثر«غوره فکرونه» په ټولو برخو کې ډېره لیدل کېږي، چې ځینې وخت د دې طرز کارول ښه دي او ځینې وخت کېدای شي اطناب رامنځته کړي . د نمونې په توګه دا لاندې متن:
« د سیندونو فرمانبرداري وګورئ حرکت کوي، ځمکې خړوبوي، فصلونه شنه کېږي، اب هوا ته تغیر ورکوي او هر طرف ته چې ځي له ځانه سره ښېرازي وړي » ( غوره فکرونه: ۶۹ ).