غوره مديريت د برايان ټريسي د (بريا کتابتون) د کتابونو د ځنځيري کړۍ څخه یو بل په زړه پورې اثر دی ، چې عبدالرقيب نوري پښتو ته را ژباړلی، او اکسوس کتابپلورنځي خپور کړی دی. په کتاب کې د غوره مديريت په عملي تخنيکونو او موخو ته د رسيدو پر لارو چارو بحث شوی دی. برایان ټريسي د کتاب په سريزه کې ليکلي، لوستونکي د دې کتاب په لوستلو سره کولای شي، د هغو شل سلنه مديرانو په کتار کې راشي، چې له اټکل سره سم خپلو ۸۰ سلنه موخو ته رسيدای شي؛ له دې سربېره هغه کسان چې وار له مخه د ۲۰ سلنې داسې مديرانو په کتار کې ولاړ دي، چې له اټکل سره سم خپلو ۸۰ سلنه موخو ته په اسانۍ سره رسيدای شي، د دې کتاب لوستل به ورسره مرسته وکړي، چې د ۵ سلنه فوق العاده پياوړو مديرانو په کتار کې راشي. د يادونې وړ ده، چې اکسوس کتابپلورنځي تر دې مخکې هم د ټريسي د (بريا کتابتون) يو شمېر کتابونه چاپ او خپاره کړي، چې د هیواد په ډيری کتابپلورنځيو کې تر لاسه کيدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *