تاند، دوشنبه، د ثور لومړۍ: د غور ولایت چارواکي وايي، طالبانو د دې ولایت په دولینه ولسوالۍ کې یوه ښځه او متاهل سی له کور څخه د تېښتې په تور په ډزو وژلي دي.

د غور د والي ویاند عارف عابر تاند ته پېښه تایید کړه او وايي، طالبانو نن سهار د دولینې ولسوالۍ په برخول کلي کې تر خپلې ولکې لاندې سیمه کې دا صحرايي محکمه دایره کړې ده.

 طالبانو که څه هم په دې اړه څه نه دي ویلی، خو دا په غور ولایت کې له یو کار راهیسې دریم ځل دی چې ښځې او سړي د ناروا اړیکو په تور د طالبانو لخوا صحرايي محاکمه کې وژل کېږي.

 دولینه د غور له مرکز فیروز کوه څخه ۱۵۰ کیلو متره لرې پرته ولسوالي ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *