تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۸مه: غور ولایت کې د طالبانو د سړک د غاړې ماین چاودنې ۱ ملکي وژلی او ۱۰ نور یې ژوبل کړي دي.
د غور د والي ویاد محمد عارف عابر تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې پېښه نن سهار د غور- هرات پر لویه لاره د ملکیانو پر فلاینګ کوچ موټر شوې ده.
نوموړي ویلي چې په دې چاودنه کې موټرچلوونکی وژل شوی او ۱۰ نور ملکیان ژوبل دي چې له دې منځه د دوه کسانو روغتیايي حالت نازک دی.
نوموړي ویلي، دا ماین د د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و خو طالبانو بیا تر اوسه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان دې ورځو کې پر بهرنیو ځواکونو برید نه کوي او اوربند ورسره لري خو پر افغان ځواکونو یې بریدونه روان دي.
طالبان په سړک غاړې چاودنو کې تر ټولو زیاتو ملکي تلفاتو اړولو باندې تورن دي.