تاند، سه شنبه، د حوت ۶مه: د غور د ولایتي روغتون ډاکټران وایي، د کرونا یو شکمن ناروغ ترې نن له خپلو خپلوانو سره تر لفظي شخړې وروسته له روغتونه تښتیدلی و، خو پولیسو نن ماښام بیرته نیولی دی.
د غور والي غلام ناصر خاضع هم دا خبره تایید کړې او وايي چې دغه سړی د فیروزکوه ښار له یوه هوټل څخه د پولیسو لخوا نیول شوی او بیا د غور ولایتي روغتون ته وړل شوی دی.
http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/145083
دا په داسې حال کې ده چې تر ننه پورې په هرات کې د کورونا ۱۰ شکمنې او ۱ حقیقي پیښه ثبت شوې چې له امله یې دا ښار قرنطین شوی دی.
همداراز والي عبدالقیوم رحیمي د دغه ښار هوټلونه، حمامونه او قیلونخانې د لنډ وخت لپاره بندې کړې دي او له اداراتو یې غوښتي چې د خلکو د تجمع مخه دې ونیسي.