چارواکي وايي، د غور ولایت یو شمېر سیمو کې ۵۰ وسله وال طالبان له افغان امنیتي ځواکونو سره یو ځای شوي دي.

د غور  د والي ویاند عبدالحي خطیبي وايي، دا شمیر طالبان د “شهرک” ولسوالۍ په دهن مرغه، ګزک او سورپان سیمو کې افغان امنیتي ځواکونو سره یو ځای شول.

 خطیبي وايي، دغو ۵۰ طالبانو د ملا عبدالقادر په مشرۍ د غور – هرات لویې لارې په اوږدو کې  عملیات ترسره کول.

تر دې وړاندې د غور ولایت شهرک ولسوالۍ کمنج سیمه کې هم یو شمېر طالبان امنیتي ځواکونو سره یو ځای شوي وو، چې شمېر یې ۱۰۰ کسانو ته رسېده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *