غور ولایت

تاند، پنجشنبه، د عقرب ۳۰مه: د غور چارواکي وايي، په دې ولایت کې په نشو روږدي یو ځوان تېره ورځ خپل پلار تر لفظي شخړې وروسته د تفنګچې په ډزو وژلی دی.

د غور د امنیه قومندانۍ ویاند سمیع نژاد تاند ته پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه د فېروز کوه ښار ته نږدې په قطس بالا سیمه کې چې د طالبانو تر نفوذ لاندې کلی دی، یو معتاد ځوان تر کورنۍ لفظي شخړې وروسته پر خپل پلار ډزې کړې دي.

نوموړی وايي، د خپل پلار تر وژنې وروسته یې زوی تښتېدلی خو پولیس یې د نیولو په لټه کې دي.

غور دا مهال د هېواد په کچه هغو ولایتونو کې شمېرل کېږي چې تر ټولو زیات نشه يي توکي په کې کارول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *