تاند- د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندانۍ په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر په اړه تازه معلومات خپاره کړل.
د غوڅ ملاتړ ماموریت له خبرپاڼې سره سم، دوی د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو مسوولیت په غاړه لري، په افغانستان کې د ټولو موجودو پوځیانو شمېر ۱۶۹۱۰ دی چې د هغو په منځ کې تر ټولو زیات پوځیان امریکايي دي.
امریکا د دې ماموریت په چوکاټ کې ۸ زره ۴۷۵، جرمني ۱۳۰۰، بریتانیا ۱۱۰۰، ګورجستان ۸۷۰، ایټالیا ۸۹۵، رومانیا ۶۹۳، ترکیه ۵۰۱، چک جمهوریت ۳۶۴، پولنډ ۳۱۵ او استرالیا ۳۰۰ سرتېري لري.
له یادو هیوادونو پرته د بل هیڅ هیواد د سرتېرو شمېر ۲۰۰ ته نه رسېږي.
له دې جلا نن /شنبه/ بوسنیا هرزګووینیا اعلان وکړ چې افغانستان ته به ۵۳ پوځیان د سوله ییز ماموریت لپاره واستوي.