ژباړه: حمیدالله حمیدي
هلک د مغازې دروازه ور خلاصه کړه، پلورنکي ته یې وویل،
– ((کولی شم له تلفون نه دې اړیکه ونیسم؟))
پلورنکي ځواب ورکړ: ((دا تلفون د عامه کارونې لپاره نه ده؛ خو کولی شې لنډې خبرې ترې وکړې.))
هلک د تلفون غوږۍ ور پورته کړه او شمېره یې ډایل کړه.
– ورځ په خیر مېرمنې… ستاسو د کور مخې ته چې کومه باغچه ده، د چمن د رېبلو په اړه مې یې در سره اړیکه نېولې ده، کېدای شي دا کار ماته وسپارئ؟
ښځې ځواب ورکړ ((اوه، نه هغه کار مې بل چاته سپارلی.))
هلک خپل سر وګاروه، ((زه حاضر یم چې د هغه کس نیمې پیسې واخلم او چمن درته ورېبم.))
پلورونکي په حیرانۍ د هلک خبرو ته غوږ نیولی و.
ښځې ځواب ورکړ: ((نه، نه غواړم هرڅه چې وي هغه کس مې خوښ دی.))
– هلک نه ناهیلی کېدو، خبره یې وغځوله، غواړم له چمن رېبلو سره سره پیاده رو او انګړ هم درته جارو کړم.))
ښځې ځواب ورکړ، ((زویه، بښنه غواړم، زه مې له خپل کار کوونکي څخه بېخي خوښه یم!.))
هلک د تلفون غوږۍ ورو په خپل ځای کېښوده.
پلورونکي چې ولیدل، هلک څومره د کار په لټه کې دی زړه یې پرې وسوځېد، غږ یې پرې وکړ(( ته مه خپه کېږه، ما له دې هم ښه کار درته لیدلی.))
– نه زه نه یم خپه.
پلورونکي وویل ((سر له سبا کولی شي له ما سره کار پیل کړې او کار ته راشې.))
هلک وویل:
– اوه نه، مننه کوم زه کار ته اړتیا نه لرم، که رېښتیا و وایم زه د همدې مېرمنې کار کوونکی یم او نن باید هغه چمن ورېبم، غوښتل مې پوه شم، څومره دغه مېرمن زما له کاره خوښه ده.
پایله:
څومره په زړه پورې!
ځینې وخت باید په دې اړه هم فکر وکړو او پوه شو، چې تر کومې کچې مو خلک له کاره خوښ دي.
پام مو وي، چې په دغه څه پوهېدل ځان ته هنر او چل غواړي.