ژباړ: حمیدالله حمیدي
په غچ اخیستنه کې د تمدن هېڅ راز نښه نشته. لومړی باید ټول انساني او اخلاقي اصول تر پښو لاندې کړې، تر څو غچ واخلې. زه تاسو سم نه پېژنم، خو کله چې دغه لیکنه لولئ، معنا یې دا ده چې تاسو یو ښه انسان یاست، د فضل او کمال څښتن، د پوهې او ځان جوړونې په لټه کې یاست، په داسې حال کې چې غچ اخیستل د حیواناتو د خوراک په څېر عمل دی. هغه کسان چې د غچ اخیستلو په لټه کې دي، څېره یې له ورایه ښکاري چې بل کس یې په لیدو ناخوښه کېږي. معلومه خبره ده چې تاسو نه غواړئ دغسې یو کس و اوسئ، بلکې غواړئ له ملګرو او دوستانو سره د مخامخ کېدو په وخت کې، ستاسو په لیدو د خوښۍ احاس وکړي چې دا بیا په خپل ذات کې بېل خوند لري.
غچ اخیستل ښايي نه جبرانېدونکی مادي او معنوي زیان ولري:
پر تاسو چې کوم ظلم او تېری شوی، کېدای شي ډېر تریخ او دردوونکی وي، خو د غچ اخیستلو درد په ځلونو تر دې زیات تریخ دی. که مو په وجود کې یوه زره لطف او مهرباني هم وي، په هماغه شېبه به پر خپلې کړنې پښېمانه شئ او د خوابدۍ احساس به کوئ، خو هغه وخت دا پښېماني بیا هېڅ کومه ګټه نه لري. خدای مو له داسې حالته وساته چې په غچ اخیستو لاس پورې او وروسته بیا پرې پښېمانه نه شئ. که مو له غچ اخیستلو وروسته د پښېمانۍ احساس ونه کړ، پوه شئ چې تاسو یو سخت زړی او بې روحه کس یاست؛ داسې یو کس چې هغه بیا ښه او بد نه پېژني، غچ اخیستل داسې څه دي چې هم تاسو له منځه وړي هم مقابل لوری.
غچ اخیستل مو انساني کرامت له منځه وړي:
مهمه نه ده چې تاسو د کومې عقیدې خاوندان یاست، خو غچ اخیستل تاسو له هر ښه صفته خلاصوي او له یوه داړونکي لېوه سره ورته والی پیدا کوئ. که په خپل هېواد او یا هم بهرنیو هېوادونو کې ډله ییزو وژنو ته پام وکړئ، زیاتره یې د غچ اخیستلو په پایله کې ترسره شوې دي.
د غچ اخیستلو ډېر زیان خپله غچ اخیستونکي ته رسېږي:
ایا کله مو له ځان سره فکر کړی چې ولې غچ اخیستل خوند نه لري؟ ځکه په غچ سره تاسو غواړئ پر مقابل کس باندې خپل زړه یخ کړئ او خپله غوسه پرې تشه کړئ. غچ اخیستل سړی ارام او سکون ته نه رسوي او نه هم خوند ترې اخیستلی شئ؛ ځکه موږ او تاسو ټول پر دې پوهېږو چې دا نړۍ له یوې داسې انرژۍ ډګه ده، چې کله څه له لاسه ورکوو، نو نتیجه یې ژر یا وروسته ترلاسه کوو، لکه په پښتو کې چې یو متل دی: “څه چې کرې هغه به رېبې”؛ نو د یوه ناوړه کار په بدل کې موږ څنګه د ښه کار او خوشالۍ تمه لرلی شو؟
غچ اخیستل د وچې او بې مېوې ونې په څېر دی:
ماضي ته مو پام وکړئ، تر اوسه مو چې له کوم چا غچ اخیستی، څه ګټه مو کړې ده؟ شاوخوا ته مو وګورئ، هغه کسان چې غچ یې اخیستی په کوم حالت کې دي، ژوند یې څه ډول دی، څومره پرمختګ یې کړی او څومره یې له خپل ژونده خوند اخیستی؟
هېڅ!
غچ اخیستونکی ورځ تر بلې هغې تیارې کندې ته لوېږي، چې پر خپلو غوسه ناکو لاسونو او له کینې ډګ زړه یې د ځان لپاره کېندلې. د دوو مرغیو کیسه به مو اورېدلې وي چې وایي: “دوه مرغۍ پاس په ونه کې سره په جنګ شوې، له ونې لاندې را وغورځېدې، همداسې سره نښتې وې چې پيشو له وخت څخه ګټه واخیسته او دواړه یې یو ځای وخوړې” ډېر کله په غچ اخیستلو کې همداسې کېږي چې غچ اخیستونکی له لومړي حالته هم بدتر شي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د دې لپاره چې د غچ اخیستلو فکر مو له سره لرې کړی وي، لاندې ټکي په نظر ونیسئ:
غچ اخیستل یو حیواني حس او خوی دی، چې له بده مرغه کله کله مو فکر ته راګرځي، خو که کوښښ وکړو همدا خوی پر یوه بل شي باندې بدلولای شو چې نوم یې ګذشت ‘تېرېدنه’ او بښنه ده.
د بښلو خوند زر ځلې تر دې زیات دی کوم چې موږ یې په غچ اخیستلو کې لټوو. د څو ثانیو لپاره د هغه چا څېره چې غواړي غچ واخلي او د هغه کس څېره چې پرې ظلم شوی خو غواړي بښنه وکړي، سره پرتله کړی، په کومه یوه کې ښایست او معصومیت ښکاري؟ څرګنده خبره ده هغه څوک چې بښنه کوي تر غچ اخیستونکي ښکلی ښکاري.
حوصله، زغم او بخښنه د کمزورۍ نښې نه دي:
نه، تېروتنه مه کوئ! غچ اخیستل د ځوانۍ او پیاوړتیا نښه نه ده؛ ډېری کسان فکر کوي چې انتقام اخیستل د مېړنیو خلکو، خو زغم او بښنه د کمزورو خلکو نښه ده، په داسې حال کې چې دغه خبره چورلټ بې بنسټه ده. په دري ژبه کې متل لرو چې وایي: “ګذشت خصلت مردان است” غچ یوازې په فزیکي ډول نه اخیستل کېږي، بلکي ډېر ضعیف خلک هم کولای شي د مکر او فرېب له لارې خپل غچ واخلي خو بیا هم غچ دی، خو ګذشت بیا هغه څه دی چې یوازې قوي خلک یې کولای شي.
غچ مو باید د پرمختګ وسیله شي:
دا یو مثبت ډول غچ اخیستل دي؛ کېدای شي چا ځورولی وې، لاس یې در اچولی وي او یا یې در پورې ملنډې وهلې وي. د دې پر ځای چې په ناوړه اعمالو ورته ځواب ورکړې، کوښښ وکړه پرمختګ وکړې، تر څو دې ورته داسې ځواب ورکړی وي چې ستا په ګټه تمام شي. که چا ستا د نیمګړتیاوو او د بېوزله ژوند په اړه پېغور درکړ، کوښښ وکړه د یوه ښه ژوند د جوړولو او ترقۍ په لټه کې شې، تر وسه وسه هڅه کړه چې په دې چاره کې بریالی شې، که د مفلسۍ په اړه دې چا درته ستا د خوښې خلاف خبرې وکړې، زیار وباسه تر څو داسې لارې چارې ولټوې چې وکولای شې له حلالې او سالمې لارې پیسې پیدا کړې او که چا درته بې سوادي پلمه وګرځوله، په ناوړه خبرو یې ستا سپکاوی وکړ، نو له هماغې ورځې کوښښ وکړه د زده کړې پیل کړې، یعنې د هرې منفې خبرې په ځواب کې یې داسې کار وکړه چې هغه ستا په ګټه وي نه پر زیان، تر څو دې ورته ادبي غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی وي.