لیکنه: راحت

په تن وچ تور رنګی ماشوم له کلي په منډه را ووت، خپل مخ ته يې غبرګې څپېړې نيولې وې، بیا به پورته شو او له ځمکې سره به ولګيد، چيغې يې وهلې، ځان يې ټکاوه، تابه ويل خپل ځان يې خوري.

له کلي ووت، خو نه پوهېد، چې چېرته روان دی او نه خلک پوهېدل، چې ماشوم څه کوي، خو همدا يې ويل: ((حساب کې غلط شوم!؟))

ماشوم چې یوازې یو خت او پرتوګ يې په ځان وو، د غره په لور منډې وهلې، خو لکه سېک يې ختلی و، په منډو کې لوېد او پاڅېد، چيغې سورې يې جوړې کړې وې، سترې وېرې په سر اخیستی و.

له کلي چې ووت، له کلي لرې يې د غرونو یوې لړۍ ته پناه یوړه، چې په خپله غېږه کې يې د اوبو یو ستر بند ایسار کړی و،  د مني لومړني ساړه لګېدل، خو هغه له سړو نه بلکې له دې نړۍ څخه ځان پنا کاوه.

لکه سړو وهلی مارغه بې سېکه شو، د یوه ګټ تل ته ورپرېوت، نور په ځان پوه نه و، چې د سهارني لمر لومړنۍ وړانګې يې پر شا پرېوتې، خوب يې لید، چې د ولس ټول خلک راټول شوي، د هغه پلار يې ایسار کړی او ورته وايي: ((یاته! یا دې زوی او یا هم … !))

له دې سره خوب الوځي او ورسره ماشوم هم له خپله ځایه را الوځي او بل خوا لويږي، سترګې غړوي، یو خوا بل خوا ګوري، د ځان په وړاندې د هر کټ په تندي د قهر او غضب نښې ويني، د غره له هر کمره وېريږي، په چیغو سر شي، پړمخې خپل مخ په خاورو ږدي او وايي: ((د غره کمرونه به مې لاندې کړي، ما به له ځانه سره ورغړوي او د بند سړو اوبو ته به مې وغورځوي، خو که مې څوک پیدا کړي، بیا به مې هغوی ته وسپاري…))

سر اوچتوي او له همدې وېرې مخ په ځوړ منډې کوي، خو پښه یې ښوییږي، څو تیندکه خوري او د غره ترلمنې پورې رغړي، فکر کوي، د غره ټول کمرونه ورپسې دي او هغه تر خپلو پښو لاندې غوبل کوي.

ځنډ شېبه وروسته په خود کيږي او ځان د بند په سړو اوبو کې مومي، زړه يې غواړي، د اوبو تل ته پناه یوسي، چې یو څوک يې تر لاس نیسي او وايي: ((څه کوې، لېونیه!؟ ډوبېږې))

د ماشوم پر څېره یوه بله ترهه خوره شوه، له ځانه سره يې وويل: (( لکه چې ګیر یې کړم))

بیا یې په وېرېدلي غږ زارۍ پیل کړې: ((خیر ما پرېږده! خیر ….))

سړي چې د ماشوم پر مخ د عذر اوښکې وليدې، حیران دریان ودرېد، د ماشوم لاس يې لږ ورپرېښود او ورته ويې ویل: ((نو ځان ولې په اوبو کې ډوبوې!؟))

ماشوم په خواره لهجه وويل: ((ځان به نه ډوبوم، خو ته مې ورته مه نیسه))

سړي چې د ماشوم عذر او زارۍ ولیدې، لاس يې ورپرېښود او هغه هم داسې په منډو شو، لکه لويې بلا چې پسې اخیستی وي. په منډو منډو يې ځان له هغه ځایه پناه کړ، د ولسوالۍ لوی سړک ته چې ورسېد، د بارداره موټر په وړاندې په سړک ودرېد، موټروان پرې د لېوني ګمان وکړ. له ښيښې یې سر ورته را بهر کړ او ويې ويل: ((د موټر له مخې لرې شه، کنه درباندې درولم يې!))

خو ماشوم لا هم د سړک پر منځ ولاړ و، کله به يې غبرګې څپېړې په ځمکه دربولې او کله به يې غبرګ سوکان خپل سر ته نیولي وو، د موټر خاوند چې د هغه دا حال ولید، ورته ځير غوندې شو، له موټر نه راښکته شو، ترې ويې پوښتل: ((څه خبره ده، ولې څه پېښ دي!؟))

ماشوم ووېل: ((یا موټر راباندې تېر کړه، یا چې په هر لوري ځې، ما هم له ځانه سره بوځه!))

بیا يې پر مخ د اوښکو نېز رامات شو، د زړه له تله يې وژړل او ويې ویل: ((خیر زه لېونی نه یم، ما له دې ځای نه بوځه))

موټروان وويل: ((زه خو خوست ته ځم؟))

ماشوم وويل: ((زه هم ځم!))

ماشوم داسې زارۍ کولې، چې موټروان ته يې د (نه) موقع ورنه کړه، له نا چارې ورځې يې په موټر کې سپور کړ او روان شو، خو ماشوم لکه د اور چینجی په پېچ او تاب کې و، همدا چې خپل لاس ته به يې وکتل، سوې کړیکه به يې له خولې ووته، بیا به ترځنډه چپ او بېخوده پروت و.

پر هغه باندې د وېرې، اوښکو او سلګیو داسې باران و، چې موټر وان ته يې د پوښتنې موقع نه ورکوله، هغه هم په چپه خوله، خپل موټر چلاوه او روان و.

اوږد مزل وروسته ماشوم لږ را په واک کې شو او موټروان ورته وویل: ((ګوره ته هېڅ مه وېرېږه، زه درسره یم، خو پوه مې کړه، کیسه راته وکړه، څه خبره ده!))

ماشوم چې ځان کیسې ته جوړ کړ، یو ځل بیا يې له سترګو د اوښکو نېز رامات شو، سلګیو پسې واخیست، رنګ يې زېړ واوښت او پر یوه خوا ولوېد. موټرچلونکي ژر خپل موټر ودراوه، هغه يې سره سم کړ، مخ ته يې اوبه ور وشیندلې، په نبض يې ورته ګوتې کېښودې او ويې ويل: ((یا الله فضل وکړې، دا په څه بلا واوښتم، له دې ماشوم سره په دې دښته کې څه وکړم!))

ځنډ شېبه وروسته ماشوم لږ خپلې سترګو وغړولې، خو همدا چې سترګې به يې رڼې شوې، اوښکو او سلګیو به په سر واخیست، نور نو موټرچلونکي هم له ځانه سره پرېکړه وکړه، چې پوښتنه به نه ترې کوي.

خوست ته چې ورسېد، نو يې لږ خواړه ورته را واخیستل او ورته ويې ويل: ((ښه دا خوست دی، اوس ووایه، چېرته ځې او څه کوې!؟))

ماشوم اوس بشپړه تنهايي حس کړه، خو لکه په خپلې تنهایۍ چې خوښ وي، له ځانه سره يې وويل: ((ځم به چې په کومه تلم))

سړي وویل: ((ګوره هلکه! ته لا دومره نه يې لوی شوی، چې چېرته ولاړ شې، ماته کیسه وکړه، څه خبره ده، ولې له خپل کلي او کور څخه را وتښتېدې، کېدی شي، زه درته ښه لاره وښیم، بل دا چې اوس زه ستا په وړاندې مسؤلیت هم لرم، د یو انسان او یو مسلمان په توګه باید پر تا پام وکړم، ښايي ته کوم ډېر غلط کار وکړې، چې تاته به ښه ښکاري!))

ماشوم چې اوس يې ځان له کوم بل خطر سره مخ باله، په سوچ کې وو، لا يې هم پر مخ اوښکې روانې وې، اوس حیران و، چې څه وکړي؟

سړي بیا وويل: ((هلکه ته ماته کیسه وکړه، تاته به هېڅ خطر نه وي، که نور هېڅ نه وي زموږ کور خو شته!))

ماشوم لږ خوله خلاصه کړه او په نه زړه يې په داسې حال کې په خبرو پيل وکړ، چې خپل لاس ته يې کتل، د هغه لاس په وینو سور و، سړي پر ټوپ کړل او ويې ويل: ((دا څه دي؟))

د ماشوم له خولې کړیکه ووته او بیا یې خپلې سلګۍ د خپلې وېرې خوراک کړې او ويې ويل: ((تا خو ويل، چې څه نه درته وایم))

سړي ځان کابو کړ او ويې ويل: ((ښه وایه، ما کله درته څه ويلي، ما ويل چې لاس دې خوږ دی؟))

ماشوم وويل: ((کاشکې دا لاس مې نه وی))

د موټروان تلوسه نوره هم زیاته شوه، پرلپسې یې هڅه کوله، چې هلک په خبرو راولي او د هغه په درد ځان وپوهوي، نو يې وویل: ((د هېچا په کیسه کې مه کېږه.))

ماشوم خپله کیسه له ښوونځي نه را پيل کړه، چې لیک او لوست به يې کاوه، په ټولګي کې تکړه هم و، په کور کې هم د مور او پلار پرې تکیه وه، خو یوه ورځ يې خپل یو ملګری پر موټرسایکل سپور ولید، له هغه سره یې روغبړ وکړ او د موټرسایکل مبارکي يې ورته ورکړه او ترې ويې پوښتل: ((موټرسایکل دې پلار درته اخیستی؟))

د ماشوم په خبره، هغه ځوان ورته وويل: ((نه! که ته هم دغه شان د دنیا او آخرت آبادي غواړې، نو راځه، تاته به هم همدغسې موټرسایکل ورسيږي او نور شیان هم.))

ماشوم چې اوس يې خپل نوم عزیز ښود، د دغه نوي ځوان خبرې ورته دروغ ښکاره شوې، خو سر يې پرې ونه خوږاوه، خو کله چې د موټر سایکل سپاره تګ او راتګ ورسره زیات شو او د هغه ټینګار يې واورېد، نو یوه ورځ ورسره ملګری شو. تر شا يې سپور شو، د غرونو تر لمنو پورې دواړو پر موټرسایکل مزل وکړ، هلته چې ورسېدل، نو یوازې دا نه بلکې ځينې نور ماشومان او نیمچه زلمیان يې هم ولیدل، چې هلته هسک ټیټ کيږي.

هلته له رسېدو سره سم يې خپل څو نور ملګري هم ولیدل، چې پر ده يې سترګې ولګېدې، نو ژر ور ترغاړې وتل او د هره یوه خبره ورته همدا وه، چې ته ډېر نیکمرغه يې، چې د خپل هېواد او خپل دین په اړه فکر کوې او دلته راغلی یې.

عزیز وايي، چې لا تر دې مه په هېڅ نه پوهېدو، خو لږ ځنډ وروسته ټول چړیان یوه ځای ته ټول شول او یوه سړي، چې ټوپک او مخابره ورسره وو، دوی ته يې نصیحت پیل کړ او ورته ويې ويل: ((…ماته یو داسې کور وښایاست، چې چا دې امریکان ترې منع کړي وي، هر کور ته يې چې زړه وغواړي، هماغلته ورځي، څومره خلک شهیدان شول، ستاسو وروڼه، ستاسو پلرونه، ستاسو ملګري، ستاسو خویندې او میندې، دا ټول شهیدان شول، ښځې بې عفته شوې، خو هېڅوک نشته، چې د هغوی غچ واخلي، دا غچ به موږ او تاسې اخلو…..))

عزیز خپله کیسه غځوي او وايي، چې تر وعظ وروسته، هماغه سړي ته ور وغوښت، د کلي له شهیدانو، تلاشیو او بې شرمیو نه رانیولې، بیا تر بندیانو او له هغوی سره تر ظلمونو پورې ټولې کیسې يې ورته وکړې او هرځل به يې ترې همدا پوښتنه کوله، چې څوک به يې غچ اخلي: ((بلاخره يې راته یو ټوپک، یوه چانټه، یوه مخابره او یو موټرسایکل راکړل.))

عزیز په دې توګه له بهرنیانو څخه د غچ اخیستو لپاره هرڅه قبلوي، خو یوه اوونۍ وروسته يې پلار پرې پوهيږي، چې د ماشوم په حرکاتو کې توپير راغلی دی، تر پوښتنې او ګروېږنې وروسته يې پلار ته څرګنده شوه، چې زوی يې وسله هم ګرځوي.

عزیز يې په اړه وايي: ((وسله، مخابره، چانټه او نور شیان به مې هره ورځه په څرا کې اېښودل، خو چې پلار مې راباندې خبر شو، په چرۍ يې ووهلم او لاس يې راته مات کړ.))

ځنډ وخت وروسته چې عزیر جوړيږي، بیا له خپلو ملګرو سره یو ځای کيږی او هغوی ورته وايي، چې ته ډېر نیکمرغه يې چې تا د الله په لاره کې د لاس قرباني ورکړه، دا خو ډېره وړه قرباني ده، موږ به که د خدای رضا وه د سرونو قرباني ورکوو.

په دې توګه ماشوم ته د لاس ماتېدل عادي خبره معرفي شوه، مشرانو يې ورته هغه فلمونه وښودل، چې د دوی کسان په کې ټوټې ټوټې شوي و، طیارو بمبارد کړي وو، په بمونو الوتي وو.

په پای کې عزیر ته هم د خپل لاس ماتېدل عادي خبره ښکاره شوه، خو ورسره دا هم ورته ویل شوي وو، چې ډېری وخت پلرونه خپلو ګناهونو ته متوجه نه وي، په اسلام کې وګورئ، د ډېرو صحابیانو پلرونه کافران وو، خو هغوی هېڅکله هم د خپلو پلرونه خبرې ونه منلې او د اسلام په لاره کې يې قربانۍ ورکړې، نو ستاسو لپاره هم ښايي، چې ددین لپاره کار وکړئ.

عزیز وايي، چې د هغوی دا ټولې خبرې سمې وې، خو زه نه په جنګ پوهېدم او نه هم د وسلې په کارولو: (( ما له لومړي سره ورته وویل، چې زه په وسله نه پوهېږم، خو هغوی راته ويل، چې وسله باید له ځانه سره ولرئ، ترڅو مو څوک ونه ځوروي.))

په دې توګه عزیز وسله ګرځوي، پر موټر سایکل ګرځي او کله نا کله د خپلو او خپلوانو پوښتنې ته هم په موټرسایکل ورځي، یوه ورځ د خپلې عمه پوښتنې ته ورځي، د هغې له زوی سره چې ډېره يې ورسره جوړه ده او پرې ګران دی، په چکر وځي، نږدې ماښام مهال کور ته راځي، د شپې هم تر ناوخته پورې خپل نږدې ملګري ته کيسې کوي، کله نا کله ټوپک ورښيي او کله هم مخابره ور زده کوي… خو نیمه شپه دواړه ویده کيږي.

عزیر زیاتوي: ((سهار لومړی ده لمونځ وکړ، بیا يې پر ما غږ وکړ، چې پاڅېږه لمونځ وکړه، ما هم چې لمونځ وکړ، نو د خپل قومندان له لارښوونې سره سم مې له ټوپک څخه چاغور خلاص کړ، ټولې مرمۍ مې ترې وایستې، غوښتل مې ټوپک پاک کړم، ټوپک پرځمکه پروت وو، همدا چې لاس مې ور نږدې کړ، یو درز شو او ورسره سم ………..))

تر دې وروسته عزیر ښکته کتل، له سترګو يې اوښکې روانې وې، لږې يې خپلې سلګۍ ایسارې کړې، خو ويې نه شوی کړی او په زوره يې پر خپل سر د سوکانو دوه ګوزاره وکړل، ترځنډه يې خپل سر له وېښتو نیولی و او بیا يې وویل: ((پر مخامخ راته د وینو څاڅکي ښکاره شول، هغه یوازې یو آخ وکړ….ما په بیړه هغه راپورته کړ، پر ټټر يې وینې راښکاره شوې……))

موټرچلونکی چې تر دې ځایه غوږ ناست و، خبرې يې نه شوی کولی، تر ښه ډېر ځنډ وروسته يې وويل: ((نو اوس چېرته روان يې؟))

ځنډ وروسته يې وويل: ((بله لاره نشته، ځم چې د خپل ملګري انتقام واخلم.))

موټرچلونکی وويل: ((نو ته له خپله ځانه انتقام اخلې؟))

هغه وويل: ((هو هم له خپله ځانه او هم له هغه نه….))

موټرچلونکی: ((پوه نه شوم، له چانه؟))

عزیز: ((هغوی زه غلط کړم، زه یې په خبرو او شیانو تېرایستلم، ماته يې ټوپک راکړ، ما په لومړي سر کې ورته ویلي و، چې زما ټوپک نه دی زده، هغوی زه غلط کړم، راته يې ويل، چې ستاسو پلرونه بې غیرته دي، هغه نور ماشومان هم غلط کړي او هغه ډېر نور ماشومان له ځانه سره ټول کړي، چې انتحاريان ځنې جوړ کړي، هغه به موږ ته ويل، چې دا کسان فدایان دي او دوی جنت ته روان دي، تاسو به يې ډېر احترام کوئ، هغه موږ ته ويلي و، چې که هر څوک وغواړي، نېغه په نېغه د سترګو په رپ کې له کفارو څخه غچ واخلي، نو په میرانشاه کې زموږ مرکز دی، هلته به تمرین ورکړل شي او بیا کولی شي، چې مخامخ له خپل دښمن نه د سترګو په رپ کې انتقام واخلي…. اوس به زه همالته ځم!))

موټرچلونکي وويل: ((نو ته به له ځانه انتحاري جوړوې؟))

عزیز په ځواب کې وايي: ((هو!))

موټرچلونکی: ((دا خو ګوره ډېر غلط کار دی، ته يې یوار مخکې تېر ایستلی یې او دا دي اوس دې بیا تېر باسي، ته باید داسې ونه کړې، دا کار علما حرام بولي.))

عزیز یو ځل په رډو او برګو سترګو ورته وکتل او ويې ويل: ((زه یې تېر ایستلی وم، زه به يې هم تېر باسم.))

موټرچلونکی: ((نو ته به یې څنګه تېر باسې.))

عزیز په ځواب کې وايي: ((د هغوی مرکز ته ورځم، ټول تمرینونه يې زده کوم، چې بېرته راشم، پر همده (خپل قومندان يې) به برید کوم، په دې توګه به هم له خپل ځان او هم له هغه ځناور څخه غچ واخلم.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *