تمهید سیلانی
پۀ دې ليکنه با تاسو دغږپوهنې (Phonetics) پر پېژندنې سربېره، لۀ نورو علومو سره د هغۀ پر اړيکو او دڅانګو پر پېژندنې هم پوه شئ.
غږ پوهنه؛ چې انګليسي کې ورته فونيتکس او پۀ پارسي ژبه  کې ورته آوا شناسي وايي. دا کلمه د يوناني ژبې لۀ (ήνωφ) کلمې څخه را اخستل شوې، چې د غږ پۀ معنا  ده. د ژبپوهنې دا څانګه د ژبې وييز غږونه ترڅېړنې لاندې نيسي. يا پۀ بله وينا د ژبې د وييزو غږونو فزيکي جوړښت څېړي. که لږ څۀ نور هم ور وړاندې شو او پۀ  ساده ژبې يې ووايو، چې دا پوهه پۀ  ټوليزه توګه د ژبې غږونه لۀ درېيو اړخونو څېړي او هغه دا چې پۀ يوه ژبه کې غږونه څنګه توليديږي، څنګه پېژندل کيږي او څنګه اورېدل کيږي. چې همدا درې برخې( توليدونکې، پېژندونکې او اورېدونکې غږ پوهني ) يې څانګې هم بلل کيږي.
 دا پوهه ددې ترڅنګ چې لۀ نورو علومو سره هم اړيکې لري، د بېلتون کرښې يې هم پېژندلی شو. زموږ ډېری ژبپوهان پۀ دې باور دي، چې غږ پوهنه يا فونيټکس د آواز پوهنې يا فونولوژۍ يوه برخه ده. خو پۀ حقيقت کې داسې نه ده، دا دوه بېلې پوهنې دي، چې د کار او تطبيق ځانګړې ساحې لري. غږ پوهنه د غږونو فزيکي جوړښت څېړي، خو اواز پوهنه  پۀ يوه ژبه کې آوازونه د معنا پۀ لحاظ څېړي… دا بحث دلته نه پيلوم، راتلونکې ليکنې مې د غږ پوهنې او اواز پوهنې توپيرونو او اړيکو، د غږ پوهنې او آواز پوهنې شاليد او د غږپوهنې د درېيو څانګو څېړنې، شاليد او سپړنې ته ځانګړي شوي دي. چې پۀ هماغه ځای کې به پرې بشپړ بحث تر سره شي.
دا مو ياده کړه چې غږ پوهنه د وييزو غږونو لۀ فزيکي يا فيزيولوژيکي ځانګړنو او څېړنو سره سر و کار لري. دا يوه ستره پوهه ده، چې لۀ نورو علومو سره هم اړيکې لري. د بېلګې پۀ توګه  که چېرې موږ غواړو د توليدونکي غږپوهې پۀ اړه پوه شو، نو اړينه ده چې د انسان د بدن لۀ وييز سيستم يا دستګاه سره آشنا  شو، نو بيا د ياد سيستم د ښه پوهاوي او پراخې څېړنې لۀپاره، اړ يو چې د ژونديو ژويو پر پوهنې او طبابت هم پوه شو، چې دا کار د غږ پوهنې او يادو پوهنو اړيکې سره پۀ ډاګه کوي.
د غږ پېژندونکې غږپوهنې دنده چې د غږيزو امواجو څېړنه ده، موږ دې ته اړباسي چې د فزيک او رياضي لۀعلومو سره هماهنګه پر مخ لاړ شو. همدارنګه  پۀ اوريزه غږپوهه کې موږ د زيست شناسۍاو طبابت ترڅنګ ارواپوهنې، عصب پوهنې او د نورو پوهنو لوستلو ته اړتیا لرو. نو پۀ پای کې غږ پوهنې ته هغه پوهه ويلی شو، چې لۀنورو علومو سره نږدې اړيکې ټينګوي. هېره ده نه وي، چې پۀ ژپبوهنه يوازې غږ پوهنه پۀ يوازې توګه  د يو څېړونکي د تخصص څانګه ګرځېدلی شي.
د غږپوهنې شاليد 2500 کالۀپخوا ته رسيږي، خو لا هم د غږپوهنې پۀ درېيو څانګو کې يوازې  توليدونکې غږ پوهه تر نورو ډېره څېړل شوې او سپړل شوې ده، لامل يې دا دی چې دا برخه ملموسه ده. مګر پۀ دغو څانګو کې غږ پېژندونکې غږ پوهه تر ډېره نه ده څېړل شوې او همداسې پاتې ده، دا پۀ داسې حال کې ده چې پۀ دغۀ برخه کې ډېرې څېړنې او هڅې د ژبپوهانو لخوا هم تر سره شوي دي، خو دا چې ولې دا برخه لا تر اوسه پۀ سمه ده توګه نه ده سپړل شوې، لامل يې کېداشي دا وي، چې دا برخه تر ډېره ناملموسه ده. پۀ ټوليزه توګه ژبپوهان غږ پوهنه پۀ درېيو څانګو ويشي، چې دلته يې تاسو ته پۀ لنډ ډول درپېژنم.
توليدونکې غږ پوهنه يا Articulatory Phonetics
د غږ پوهنې پۀ دې څانګه کې د بدن د وييزې دستګاه د غړو هغه حرکات او فعاليتونه تر څېړنې او مطالعې لاندې نيول کيږي، چې د ژبې  د غږونو  د رامنځته کېدو لامل ګرځي. ددې تر څنګ پۀ دغه برخه کې  د بدن د ييزو غړو د کړنو پر څرنګوالي او د غږونو پۀ رامځنته کېدو او جوړونه  کې د هغوی پر ميکانيزمونو باندې خبرې کيږي. يا پۀ بلۀ وينا پۀ دغه پوهه موږ لولو چې څنګه، څه ډول او لۀکوځای څخه غږ توليديږي.  توليدونکې غږبوهه لۀډېرو مودې را پۀ دې خوا د ژبپوهانو د پاملرنې او څېړنې لاندې ده، که څه هم د دې څانګې شاليد لۀ۲۰۰۰ کلونو ور اوړي، مګر دغه څانګه د نني عصر لۀډېرو الکتروني ازمايښتي وسايلو سره سره خپل ارزښت لۀلاسه نه دی ورکړی.
غږ پېژندونکې غږپوهنه يا Acoustic Phonetics
د بدن د غږيزو غړو حرکات او فعاليتونه د يوې ژبې د غږونو پۀ توليد کې د غږيزو امواجو پۀ څېر راڅرګنديږي. هغه دا چې غږيز غړي ثابت او يو حالت ځانته نه غوره  کوي،بلکې د هر غږ لۀپاره ځان د غږيزو امواجو پۀ څېر بدلوي . نو غږ پېژندونکې غږپوهه د همدغو امواجو د رامنځته کېدو پر څرنګوالي، د هغوی پر فزيکي ځانګړنو، لۀوييزو سرچينو څخه دهغه پر توليد او اوريزو غړو( غوږ ) ته د هغوی لېږد ترڅېړنې او بحث لاندې نيسي. دغه غږپوهنې ته فزيکي غږپوهه هم ويل کيږي.
اوريزه غږ پوهنه يا Auditory Phonetics
پۀ دغه غږ پوهنه کې د بدن د اوريزو غړو هغه کړنې، حرکات او فعاليتونه تر څېړنې لاندې نيول کيږي، چې د غږو د ترلاسه کولو او درک دندې پر غاړه لري. يا پۀ بلۀوينا پۀ دغه پوهه کې د بدن د اوريزو غړو  ترڅنګ د هغوی د فعاليتونو پر څرنګوالي،کړنلارې او دهغوی ميکانيزمونه تر څېړنې لاندې نيسي چې پۀ ژبه کې د غږونو د لاسته راوړلو، تفکيک او درک لامل ګرځي.
دا لړۍ همداسې دوام لري…
نور پۀ بله ليکنه کې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *