غښتلي ځوانان

 د (غښتلي ځوانان) په نوم معلوماتي ادبي اوټولنيزه خپرونه په څلورو مخونو کې تازه له چاپه را ووته. دغه خپرونه چې د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو دعمومي مدېريت لخوا د  دې ولايت د يوشمېر روڼ اندو، ادب پالو او فرهنګ پالو ځوانانو په همکارۍ په پښتو ژبه خپرېږي  درېيمه چاپي خپرونه ده، چې د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا  دتېر يو کال راهيسې خپريږي.  په پښتو ژبه  ديادې  مهالنۍ  خپرونې موسس او د امتياز خاوند  د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس  اورنګ مختار، مسئول مدېر يې محمد نسيم رسا او مرستيال يې د دې ولايت د ځوانانو عمومي مدېر ايمل امرخېل دى.

غښتلي ځوانان د يادو دريو تنو فرهنګيانو په شخصي لګښت او هڅو خپريږي چې موخه يې د ولايت د با استعداده څېرو ځلول،  ځوان کهول

( نسل) ته د ولايت په کچه د لايقو او وتلو ځوانانو د ادبي اوژورناليستي اثارو په اړه معلومات ورکول دي څو له يوې خوا د ولس خپل پوه او غښتلي ځوانان وپېژني له بلې خوا د دې ولايت نور ځوانان د هغوى له تجربو څخه يوڅه زده کړي.

 د غښتلي ځوانان په لومړي مخ د ميدان وردګ د  وتلې ادبي څېرې استاد حبيب الله رفيع، ليکوال او ژورنالست زبير شفيقي، د وردګو تاريخي اتل غازي محمد جانخان او د کرنې د پخواني وزير مرحوم عبدالوکيل خان چې د ميدان او وردګو ولسونو ته يې د ډول ډول زرعتي مڼو، زرداليو… په کرنه او بڼوالي کې بې ساري خدمتونه کړي انځورونه  کښل شوي دي، د دې خپرونې په لومړي مخ کې ځکه د ميدان وردګو د څلورو غښتلو سټو انځورونه دي چې دوى د ځوانۍ له مهاله تر زړبوډۍ پورې د خپل ولس لپاره بېلابېل چوپړونه وهلي  چې نه يواځې  د ميدان وردګ ولس، بلکې ټول افغانان پرې وياړي.

د ميدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چې له تېرو دريو کلونو راهيسې يې هيڅ چاپي خپرونه – نه درلوده دا مهال د ياد رياست  د خپرنيز ارګان ( ملي هدف) تر څنګ پکې  د ويښ او غښتلي ځوان چاپي خپرونې چې د دوو وروستيو(ويښ، غښتلي ځوانان) موسس او د لومړۍ هغې بيا چاپوونکى يې  اورنګ مختاردى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *