زموږ د کلي (خسرواباد) د یوې بوډۍ میرمنې ځوان زوی کلونه وړاندي تربرونو وهلی و، چې له هماغه وهلو څخه پسې لیونئ شوی هم و. کله چې د وخت حکومت د درملنې په موخه مرکز کابل ته وړی و، هماغسي پسي ورک شوی و. خلکو به پرې تبصرې کولې چې په لیونتون کې یې له کوم بل لیوني سره جګړه کړې وه او پکې وژل شوی و. مور یې تر اوسه هره ورځ راډیو ځکه اورې چې د خپل ورک زوی د موندنې خبر ترې واخلي.
بوډۍ اوس د راډیو له اوریدو سره بیخي سمه کلیوالي سیاستواله جوړه شوې، تبصرې کوي، نظر ورکوي، پر سیاست ډېره ږغېږي. د ملي یووالي حکومت پېژني، کرزی یې تر نورو ځکه خوښ دی چې د هغه د واکمنۍ پر مهال یې ورسره یو ځل کتلي و، او یا خو یې د هغه د زړه سوي او ژړا کیسې ور یادېږي او له ځان سره یې تشبیه کوي.
د پوهانو خبره ده، وایې؛ خونه که مو وسوه، دیوالونه خو یې پاخه شوه. موخه ترې دا چې، له تېرو څه کم څلورو لسیزو راپدې خوا په دې خاوره کې جګړه روانه ده، هره ورځ جنازې دي، وژنې دي، ورانۍ دي چې لا هم دوام لري.
د ۲۰۰۱ز کال وړاندي په کور دننه ډېرو لږو کورنیو راډیو او تلویزون ته لاسرسی لاره. د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ د راپورنو له مخي چې ډېرو افغان کورنیو د مهاجرتونو پر مهال له رسنیو سره مینه زیاته شوې، او د روانو حالاتو په اړه له راډیو، تلویزیون او ورځپاڼو معلومات اخلي. زموږ ښاري خلک خو څه چې اوس مو کلیوال هم په سیاسي خبرو تر یو بریده پوهېږي. په مسجد کې هم کلیوال کله په سیاست او سیاسي حالاتو ږغېږي.
زموږ سیاست لا هم کلیوالي دی، ځکه نو، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په ډيپلوماتیکه ژبه، کلیوالي جامو کې ولسي سیاستونو ته ترجیح ورکوله. هغه به چې هر کلي ته سفر کاوه، ته به وا د هماغه کلي اصلي او فعلي اوسېدونکی به و. خو زه یې دې کار ته ښه او یا بد نه وایم، خو په دې چل یې خلک له ځانه راضي کړي وو.
که څه هم افغان ځوانان سیاست کې ږغېږي، بیا هم پر خپل حکومت باندي د ناظرینو په څېر څار ځکه نشي کولای چې لا هغوی نورې سیاسي پوهې او فکري غښتلتیا ته اړتیا لري. رسنۍ که له یوې خوا موږ ته سالم ذهني خواړه راکوي، له بلي خوا پردې پالي رسنۍ راته د دینې او ملي ارزښتونو په خلاف زهر راکوي. زموږ ځوانان باید هر څه په پټو سترګو ونه مني، او نه هم په خپلو سیاسي تبصرو او تحلیلونو کې له افراط او یا هم تفریط څخه کار واخلي. ځکه سیاست یو حساس علم دی، همداسي حساس او لوستي ماغزه غواړي، تر څو پرې سالمې سیاسي تبصرې، سالم تحلیلونه، او ګټورې پرکړي وکړي.
نن سبا د ځوانانو زیات بحث د ملي یووالي حکومت د دوو رهبرانو پر سیالیو ورڅرخي. هغوی په دې اړه نه ژور فکر کوي، او نه هم ژوره مطالعه، یواځې د رسنیو خبرې تعقیبوي، او یا چې د کلي مشر ورته څه وویل هماغه مني او عملي کوي یې. ځینې یې وایې چې اجرایه رییس په حق دی، ځیني یې وایې چې ولسمشر، حال دا چې له سره دواړه د یوې سیاسي هوکړې له مخي واک ته رسېدلي. که اجرایه رییس او ولسمشر کې پړ څرګندوو، له دې به نو هغه د چرګې او هګۍ د پیدایښت کیسه جوړېږي.
اړینه دا ده، چې ځوانان په ولسي او کلیوالي سیاستونو پسې لاړ نه شي، مطالعه وکړي، نړۍ ووینې، ويښ شي، سیاست او سیاسي تحلیل زده کړي، تاریخ په انتقادي نظر مطالعه کړي او سبق ترې واخلي، د خپلو سیاسي تحلیلونو او تبصرو لپاره قوي ټکي ومومي او بیا پرې په پسته، سیاسي او منطقي اخښلې (-اغږلې) ژبه او غښتلي انداز وغږېږي.
بل لور اړینه ده چې ځوانان یواځې پر سیاسي تبصرو او تحلیلونو هم تکیه ونه کړي، هر علم تخنیکي او عملي اړخونه لري، موږ باید سیاست په تخنیکي او عملي بڼه زده کړو، وېښ شو، منسجم شو، او ارګ، حکومت او دولت ته له قانوني او مشروع لارې ننوځو، او بیا له سیالانو سره سیالي وکړو. دا چاره هغه مهال شونې ده، چې موږ په خپلو سیاستونو کې له افراط او تفریط څخه لیرې شو، او هره چاره کې د اعتدال لاره چې زموږ دینې کلتور، قانون او منطق درې واړه یې سپارښتنه کوي عملي کړو.