د وږې پر شپاړسمه چې د اپریل له پنځمې نیټې سره برابره ده په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتې شوراګانو عامه ټولټاکنې تر سره شوي، عامو افغانانو په پوره جوش او خروش په هیوادنۍ مینه د ګڼو ننګونو او امنیتې ستونزو سربیره پدې دیموکراتېک بهیر کې  پراخه ونډه واخیسته .

د خلکو په دومره ګڼ شمیر کې ګډون پدې مانا چې ولس نور له جنګسالارۍ ستړې او مردم سالاري غواړي. هیوادوال مو په ډیره خوښۍ د ټاکنو مرکزونو ته لاړل او پدې هیله یې رایه ورکړه چې نوی ولسمشر وټاکي.

د هیواد امنیتې ځواکونو د خپلو هیوادوالو د خوند یتوب په موخه شپه او ورځ په ځان یوه کړه ، ځانونه یې قربانۍ ته ورکړل خو دا دیموکراتېکه پروسه یې له هر ډول بې امنیتۍ  وژغورله ، د امنیتې ځواکونو د هلو ځلو په برکت هیڅ ډول د پام وړ امنیتې پیښه منځ ته رانغله ، نړیوالو د افغانستان د ټاکنو بهیر وستایه ، د افغانانو پراخ ګډون یې په افغانستان کې د ولسواکۍ کامیابې وګڼله .

هو، د ټاکنو ورځ تېره شوله ، ولس په پوره میړانه او شجاعت خپله رایه وکاروله اما پدې ولس  داسې هوس پرست چارواکې واکمن دي چې خپلې شخصې ګتې په ملې ګټو مقدمې ګڼې ، دا زورواکان د خپل واک او ځواک د ساتلو لپاره د هیڅ ډول وسیلې په کارولو دریغ نه کوی د ټوپک د شپیلۍ په زور هم خپلې موخې پر مخ بیایې  درغلۍ خو لا ورته هیڅ هم نه ښکاري ، د ولس د پراخ ګډون په مقابل کې د محلې چارواکو د ټاکنو د خپلواک کمیسون د ځنې کارکوونکو او والیانو د ځانګړو کاندیدانو په ګټه په کمپاین کولو او د دوۍ په ګټه د دولتې امکاناتو په  استعمال بسنه ونه کړه ، د دې نوماندانو په ګټه یې صندوقونه ډک کړل ، د ځینو نوماندانو لنډغرو ملېشو او ټوپکسالارانو په زور له خلکو رایه واخیسته  عام خلک ، د ټاکنو څارونکې ، ژورنالستان د مدنې ټولنو فعالان یې تر مرګه وډبول ، هر ډول انسانې ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړل ، د خلکو د سپیڅلو ارمانونو بې عزتي یې وکړه ، د جهاد ټیکداران په  دې درغلیو کې تر ټولو ډیر مخکښ رول ادا کړ .

 ډیری لوړ رتبه او ټیټ رتبه چارواکو تر خپله وسه د جمهورې ریاست د ځانګړو نوماندانو  په ګټه لاسوهنې وکړي ،  سازشیانو په دې هیڅ هم اکتفا ونه کړه او بیا یې هم د ولس د کاندید ډاکټر اشرف غني په مقابل کې په هر ډکر کې ماتې وخوړه . د قدرت لیونیو ته دا ماتې کله د منلو ده ، دوۍ چې د واکمنۍ لپاره یې پر وژلو او ورانولو بسنه ونه کړه د رایو پایلو ته به څه احترام وکړي .

د کرزی په مشرۍ تول سازشیان او په ټاکنو کې ملت رد کړي کاندیدان اوس بیا په جوړجارې لګیا دي ، د لس سلنې شمیرل شویو رایو د پایلو د اعلان تر څنګ چې ډاکټر عبدالله عبدالله په کې مخکښ نوماند اعلان شو  په ډاکټر غني هر ډول فشاراچولو ته دوام ورکړي تر څو ایتلافې ، جنجالې حکومت جوړ کړي. ډاکټر غني ته خلکو د تحول او تداوم لپاره رایه ورکړی . ملت داسې تحول غواړي چې له دې جنګې ډلو ټپلو ، جنګ پرستو ، مفسدینو او سازشیانو نه نجات ومومي او د همدې سپیڅلو ارمانونو د پوره کولو لپاره یې ډاکټر اشرف غني غوره کړي ، رایه یې ورکړي . ولس د غني په ټاکنې سره د دې تور مخو چارواکو او مفسد نظام نه د تیښتې لار غوره کړي . ددې چارواکو پراخو درغلیو او لاسوهنو په نړیواله کچه ترلاسه کړي کریډ یت تر پوښتنې لاندې راوست.

د ډاکټر غني نه د ملت غوښتنه همدا ده چې نور ولس او افغانستان له دې روان بحرا نه اوباسي ، او د هغه چا سره ایتلاف ونه کړي چې ملت یې نور نه غواړي . دا ملت نور تحول غواړي په کارپوه کسان غواړي  ، نور نو دا ملت د ټوپکوالو سره مخه ښه کول  او د نوی افغانستان جوړول غواړي

0 thoughts on “غیرتي ولس، تور مخې چارواکي/ عبدالواحد رضوانزی”
  1. ښاغلیه دا چارواکي دې چې تورمخي بللي، خدای پاک به یې همداسې تورمخي کړي او افغان ملت به د بریا په لور ولاړ شي. که خدای کول نور به افغانان د یو زعامت یعنې ملي زعامت خاوندان شي او په هرې برخې کې به استعدادونه وغوړېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *