په سبا يې په يو ميدان شکله بازار کې زرګونو ککرو څپې وهلې. په دا غوچ ما غوچ کې د رېړو په لکړو بېلا بېل اجناس لکه بيرغونه جګ وو. ددې ځای کاروباريان به هر سهار په دې هيله راتلل چې که نن کوم ساده کس په لاس ورشي او ويې شکوي. په داسې ځايونو کې د اجناسو د ښکاره معاملو ترڅنګ د عزت او وجدان پټې معاملې په پوره پيمانه ترسره کېږي. دلته اکثراً د ښی اوږې ملايکه په خوب زنګېږي. خو د چپې له ليکلو سر نشي پورته کولی.
د دغو رېړو تر منځ يوې د شنو جامو پېغلې په سوې سا او تښتېدلي رنګ منډې وهلې. دا بل څوک نه، نوريه وه. هغې ټيکری داسې په سر کلک نيولی و، تا به ويل، که ترې ولوېد نو هر څه يې تباه دي. په وحشت ځپلو سترګو کې يې له ورايه ښکارېدل چې مرګی ورپسې دی. خلکو په حيرانتيا مخونه ور اړول. يو نيم تن په هوسناکه موسکا ورباندې غږ کاوه:
– ای ای جلۍ ای! چېرې چېرې؟ دادی زه دلته يمه.
نورو به هرررر وخندل. خو هغې هېڅ هم نه اورېدل. همدا شېبه يوازې او يوازې د ځان د ژغورنې غم ورسره وو. يو وخت يودم ټوغه شوه. ورسره سم يې د ځغاستې لوری بدل کړ.
پنځوس متره شاته ورپسې رشيد او قهار تېز خوشې وو. هغوئ د خلکو تر مينځ د اوږو په کږولو راکږولو لار اېستله. خو يوه ثانيه يې هم سترګې له نوريې څخه نه شکولې. ټېلوهل شويو خلکو به په غصه ورپسې نارې کړې چې لارې ته ګورئ! مګر دوئ د مخ تاوولو وخت هم نه درلود. د نوريې په ټوغېدو دواړه ورونه سخت وارخطا شول، چې له لاسه يې ونه وځي. پښه يې نوره هم تېزه کړه. اوس يې له خلکو سره ټکرېدل لا زيات شول. يو ځوان چې په نورو لوېدلی و، په قهار چيغه کړه:
– ای ای! سړی يې که د پادې خر؟
هغه په سوې سا له راتاوېدو سره يو په بل اوښتي غاښونه وچيچل. خو رشيد په زړه تنګۍ له لاسه کش کړ:
– ته دا سپی پرېده چې نوريه ګۍ ورکه نشي!
ځوان د شا له خوا ورپسې غږ کړ:
– د سپي غپا اورمه.
قهار بيا پښه نيولی شو. رشيد بيا مخ ته ټېلواهه. کله چې دواړه سا نيولي د نوريې د ټوغېدو ځای ته ورسېدل، هغه نه وه. وارخطا وارخطا يې هرې خواته نظر وځغلاوه. يو تن چې دسمال يې له سره تاو کړی و د رشيد په اوږه لاس کېښود:
– ای وروره ای! لکه چې اغه شينکميسې جلۍ لټوئ؟
– هو هو، کومې خواته لاړه؟
– اغه دې څه کېږي؟
لسګونه جوړې سترګې دوئ ته ور اوښتې وې. قهار شاوخواته په کتلو قهرجن غږ واېست:
– ته يې څه کی؟ ووايه! چېرې لاړه؟
– نه نو، زه څه پوېېږمه چې تاسې د څه دپاره ورپسې يئ؟
په دې وخت کې قهار چپې خواته له ګوتې نيولو سره منډه کړه:
– آغه ده آه.
نوريه ديوې ودانۍ تر کونج پناه شوه. دواړه ورونه هم د سترګو په رپ کې تر هماغه ځايه تېر شول. هلته بې شمېره مېرمنې د کباړي لباسونو په رېړو راتاوې وې. نوريه له بلې خوا ووتله. ورونو هم په منډه ځان واېست. هلته درې کږې وږې لارې وې. يوه مخامخ، بله چپې خواته او دريمه ښی خواته غځېدلې وه. خو نوريه هېچېرې نه ښکارېدله. دوئ فيصله وکړه چې يو په ښی او بل په چپه لاړ شي.
نوريې، لکه لېونۍ، لڅې پښې او سا نيولې منډې وهلې. لارويو به له تعجبه ډک مخونه ور څرخول. هغې داسې شاوخوا سترګې ګرځولې لکه کوم شی چې لټوي. کله چې يې سترګې د باړي بابا په زيارت ولګېدلې نو سمدلاسه ورننوتله. همدا شېبه يې پلار د شا له خوا په غضبناک آواز غږ کړ:
– نوريه ګۍ ودرېږه!
هغې شټوهل. د جمعې ورځ وه. په زيارت کې د پښې اېښودلو ځای نه و. اکثراً هاغه ښځې راغلې وې چې هلک اولاد يې غوښت. نوريه يې په منځ کې ورکه شوه. رشيد هم ورپسې ننوت. په هماغسې قهرجن غږ يې چيغه کړه:
– لاره خوشې کئ! ويمه لاره پرېدئ!
خو هلته لاره نه وه. ځېنو مېرمنو په قهر ځواب ورکړ:
– لېونی شوې يې! د ښځو منځ کې څه کی؟
په دې ترڅ کې نوريه د زيارت له بلې خوا ووتله او په کوڅه سمه شوه. بيا يې هم سترګې په دراوزو ګرځولې. تابه ويل چورت وهي چې په کومه يوه ننوځي. يو مهال په کوڅه کې ښه وړاندې تللې وه چې په يوه شنه دروازه يې نظر تم شو. بې له ځنډه ورننوتله او تر شا يې هيبت وهلې ودرېدله. هغې اوس د ټيکري پلو په غاښونو کې نيولی او رېږدېدله. زړه يې بې اندازه ناآرامه و. ورو يې دروازه دومره پرانېستله چې کوڅه وکتلی شي. همدا شېبه يې پلار هلته په چټکو ګامونو راڅرګند شو. هغه سيخ همدې خواته راروان و. نوريې په سونګېدو دروازه پورې او ځان ورڅخه لېرې کړ. سترګې يې په پردي انګړ کې د پټېدو په ځای پسې وګرځولې. خو په زړه کې يې سل خبرې تاوېدې راتاوېدې. ( و خو يې نه ليدلمه؟ ) بېرته راوګرځېدله چې بيا کوڅې ته وګوري. دا ځل يې پام شو چې دروازه سترګکۍ لري. خپله سترګه يې وربرابره کړه. ويې ليدل چې پلار يې د کوڅې په منځ کې د يو کور ور ټکوي. شاته يې د زړو کسانو يوه جوړه له غټو کڅوړو سره راپيدا شوه.
دلته د ګلانو او منظمو کانکرېټي لارو په انګړ کې چوپه چوپتيا وه. خو د يو پوړيزې ودانۍ د ښيښه يي سالون له مينځه جګې، غټ سترګې ښځې هر څه په ځير څارل. هغې په لاس کې نيولي کاغذونه په کوچ وغورځول او له کوټې راووتله. په ځان يې د لنډو لستوڼو اوږد او آزاد تور کميس و. کله چې د انګړ مينځ ته راورسېدله، نوريې د هغې د څپلکو ترپی واورېد. له شټوهلو سره يې له وحشته ډکې سترګې شاته واړولې. مېرمنه سيخ ددې په لور روانه وه. د نوريې مخ په بې کچې اندېښنې ګونجې شو. په زړه کې يې خدای خدای کاوه چې د کوره يې ونه باسي. خو مېرمنې له زيږ نظر سره سره په آرامه وپوښتل:
– خيريت خو دی؟ د چانه پټه شوې يې؟
نوريې له زاريو نه په ډکې څېرې په خوله ګوته ونيوله:
– چشششش چپ چپ چپ…
د مېرمنې تعجب يو په لس شو. نوريه وړاندې ورغله. کوربه بيا وپوښتل:
– څه خبره ده؟ دا پښې دې ولې وينې شوي؟
نوريې سترګې ځمکې ته واړولې. ايله اوس يې وليدل چې پښې يې چېرته لګېدلي دي. خو دا ورته مهمه نه وه. شېبه په شېبه يې په ډار دروازې ته کتل. په دې ترڅ کې مېرمنې بيا غږ واېست:
– څوک درپسې دی؟
نجلۍ، چې سترګې يې په دروازې کې وې، په پسپسکو ځواب ورکړ:
– ابا مې، او کاکا مې.
– څه دې کړي؟
– اېڅ.
دا وخت هاغه زړه جوړه له ډکو کڅوړو سره همدا کور ته راننوتله. د نجلۍ په ليدو دواړه په تعجب ودرېدل. بوډۍ وپوښتل:
– کريمې لورې! دا څوک ده؟
لور يې ځواب ورکړ:
– زه ام امدا پوښتنې تې کومه.
– دا نن څه چل دی؟ الته دوه کسه لېوني شوي. اخوا دېخوا منډې وهي. دلته دا جلۍ ده…
سپينږيري ککره د مېرمنې د خبرو په تائيد وخوځوله. کريمې يې خبرې پرې کړې:
– امغه په دې پسې ګرځي.
بېرته يې مخ نجلۍ ته وڅرخاوه:
– نو چې اېڅ دې ندي کړي، ولې تې تښتې؟
نوريه په ژړا شوه:
– مړه کئ مې.
– ولې؟
نوريې بيا په ډار د هغې غټو سترګو ته وکتل. خو ځواب يې ور نکړ. کريمې ګواښ وکړ:
– که يې نه وايې نو د کوره دې باسمه!
اوس يې بوډا او بوډۍ هم څنګ ته ولاړ وو. د جلۍ په سترګو کې ډار لا زيات شو:
– نه نه، مړه کئ مې.
– نو بيا ووايه چې ولې دې مړه کئ؟
هغې ورته ټوله کيسه تېره کړه. زړو رډې رډې کتلې. خو کريمې له ډېره قهره ژر ژر سا اخېستله:
– ايڅوک دې په زوره سپينږيري ته نشي ورکولی. ته ودرې زه پوليسو ته زنګ ووهمه!
هغې ټليفون راواخېست. نوريې يودم له ژړا سره زارۍ پيل کړې:
– نه نه، توړۍ مه کوه! مه کوه! پوليسو ته مه وايه!
– نه، ته پرېده! چې جزا وويني، چې بيا اېڅکله دسې ونکي.
– نه توړۍ نه! ماته يې څه ندي ويلي. زه خپله وتښتېدلمه کنه…
دا وخت کې د دروازې زنګ ووهل شو. نوريه وسونګېدله. سپينږيری لاړ دروازه يې خلاصه کړه. سا نيولي رشيد وپوښتل:
– دې کور ته کومه جلۍ نده راغلې؟
سپينږيري شاته مخ واړاوه. هلته يوازې مور او لور ولاړ وو. نوريه نه لېدل کېدله. سپېنږيري وپوښتل:
– بچيه! دا سړی وايي دلته کومه جلۍ نده راغلې؟
– نه پلاره، جلۍ دلته څه کئ؟
بوډۍ په تعجب لور ته سترګې ونيولې. بوډا بېرته رشيد ته تاو شو:
– نه نده راغلی؟
– نده راغلې؟ يو الک ويلې امدلته کوم کور ته ننوتله.
– دا کوڅه خو ډېره اوږده ده بچيه. زر کوره پکې دي. مخکې به تلې وي.
رشيد په کوڅه کې منډه کړه. سپينږيري ور وتاړه. نوريه د دنګې مېرمنې له شا څخه راووتله. زړه يې لږ آرامه شوی و. بيا يې هم په اندېښنه وپوښتل:
– ستاسې کره خو امدا درېواړه يئ کنه؟ بل څوک خو نشته. کنه؟
کريمه په تعجب ورځير شوه:
– هو ولې؟ ته څه خبره يې؟
نوريې د هوسايۍ سا واخېستله. خو د کوربه تشويش نور هم زيات شو.
د همدغې ورځې په مازيګر رشيد او قهار تش لاس او سا نيولي د سورلۍ موټر ته وختل. څېرې يې ځپلې او په مغزو کې يې د غضب لمبو دارې وهلې. په خپلې سيمې کې له کوزېدو سره سم يې سترګې ښکته واچولې. ډارېدل، هسې نه چې خلک خبر شوي وي چې لور يې تښتېدلې ده. دا شرم به چېرته وړي؟ همدا چې د کور په لوی وره ننوتل قهار له ډوبې سا سره لنډ د مېلمنو کوټې ته تاو شو. خو رشيد په پړسېدلو سږمو او غاښچيچي د اوسېدو د کوټو په لور پښه تېزه کړه. هلته يې يودم نرۍ، اميدواره شکريه تر لغتو لاندې ونيوله. هغې ژر ځان داسې منجيله کړ چې وهل يې په خېټه کې بچي ته زيان ونه رسوي. له هرې لغتې سره يې په کريکو همدا ويل چې وه خدايه ګناه مې څه ده؟ يوې لغتې يې سر شاته ټېلواهه. له اوږدې پزې يې، لکه له ناوې، وينه روانه شوه. رشيد هغه له وېښتانو کش او غوږ يې خپلې خولې ته نژدې کړ:
– ګونا دې څه ده، ام؟ ګونا دې څه ده؟ لور دې موبايلونه پټول تا ماته نه ويل. ای! ته دسې خره يې. اغه لوچه ګډېدله لوچه، تا ځان غلی نيولی و. په دې يې ام زړه يخ نشو. اخر وتښتېدله، په لوی شرم يې واړولمه په لوی شرم. سترګې يې ټولې دونيا ته راټيټې کړې. ستا لا اېڅ ګونا نشته. ام؟
شکريې کمزوری غږ واېست:
– وۍ وۍ… زه په خدای که خبره يمه…
هغه بيا څو نورې پرله پسې سپېړې او لغتې ورکړې. د هر وار سره يې همدا ويل ( ته نه يې خبره آ؟ ته نه يې خبره؟ ) دا وخت خانو له وړو خويندو سره په کريکه کوټې ته راغی. رشيد ښځه خوشې کړه، لوڼې يې راونيولې. خانو د ځان له ډاره غلی و. يوازې يې په سونګېدو د خويندو د وهلو ننداره کوله. رشيد لوڼو ته د پرله پسې سپېړو ورکولو سره په غاښچيچي وويل:
– تاسې به ام د خپلې مردارې خور غوندې موبايلونه پټوئ! لوچې به ګډېږئ!
هغه له ډېره درده يودم چيغه کړه:
– خدای خبر چې نور به څه کارونه کوئ، چې موږ ته ندي مالوم. اح اح اح چې پسته په شرم اوړمه ولې مو اوس نه مړې کومه. اح اح اح…
د نجونو د وحشتناکو چيغو په ترڅ کې يې نهه کلنه مريمۍ له نرۍ توتکې ونيوله:
– اول ددې سن شرمولو ته نزدې شوی دی.
د هغې سا بنده او سترګې يې له سپين مخ سره تکې سرې واوښتې. خانو يودم چيغه کړه:
– اله مړه يې کړه!
شکريه چې وهلو بې حاله کړې وه، وخوځېدله. کله چې يې د لور ټېغې ټېغې سترګې وليدلې نو خپل دردونه يې هېر شول. له ټنډې خېټې سره يې په سخېدو سخېدو ځان ورساوه. په کمزورو لاسونو يې د لور د غاړې د خوشې کولو هڅه وکړه. بچيانو يې هکې پکې کتلې. په پای کې شکريې په يو وروستي زور لور د رشيد له لاسه کش کړه. مريمۍ په ځمکه له غځېدو سره په لټېدو او ټوخېدو شوه. مور يې په چيغه ورباندې ځان واچاوه. خو رشيد بيا په شکريې راواړول. دا مهال يې دواړه ورېندار ګانې راغلې. يوه غبرګه چاغه او بله نرۍ او وړکۍ. هغوئ له ډاره ډکو څېرو سره په يو بل پسې نښتې ور وړاندې شوې:
– ای وروره ای! خير دی دا…
د هغوئ له خولې لا خبره وتې نه وه چې قهار راورسېد. څو لغتې يې خپلو دواړو مېرمنو ته ورکړې. دوئ په ځغاسته بېرته خپلو کوټو ته وتښتېدلې. په دې ترڅ کې د رشيد دويمه ښځه، ګردکۍ بسۍ، له هيبت وهلې څېرې سره له خپلې کوټې راووتله. له ډار سره سره يې نارې کړې:
– وه، لېونی شوی يې! وژنې يې؟ خوشې يې که!
رشيد د شونډې په چيچلو يودم په هغې پسې ټوپ کړ. بسۍ په چيغه وتښتېدله. خپله کوټه يې په ځان پسې بنده کړه. رشيد، لکه لېونی، دروازې ته لغتې ونيولې. په دې ترڅ کې له کومه ځايه بختۍ ترور راپيدا شوه. د انګړ له مينځه يې نارې کړې:
– وه ظالمانو! د خدای نه وډار شئ! په دې خوارانو موڅه حال جوړ کړی؟
دواړه ورونه سخت وارخطا شول، چې هغه د نوريې له تېښتې خبره نشي. ځکه په بېړه مخې ته ورغلل. رشيد يې په قهر لاره بنده کړه:
– ترورې! دا زموږ د کور خبره ده. د بل چا پکې کار نشته. ځه چې خفه کومه دې!…
دا وخت له کوټې نه د ماشومانو زړه څېرونکې کريکې پورته شوې. دواړو ورونو قهرجن مخونه شاته واړول. په دې ترڅ کې بختۍ ترور په منډه د هغوئ له څنګه تېره شوه. هلته شکريه له ټېغو سترګو سره شواړه پرته وه. رنګ يې تک سپين اوښتی و. ټول بچي ورباندې راتاو وو. يوازې مريمۍ له تښتېدلي رنګ سره دېوال ته تکيه کړې، بې حاله ناسته وه. بختۍ ترور د شکريې په سر او مخ اوبه وشيندلې. بسۍ او يورګانې يې هم راغلې. د ټولو منډې رامنډې شوې.
کله چې شکريه لږه په حال شوه، بختۍ ترور په بېړه ووتله. تر لږ ځنډ وروسته د دغه کور ور وټکېده. دا مدير صاحب و. هغه رشيد يوه دقيقه د دروازې د مخې تر څراغ لاندې د خبرو لپاره وباله. څېره يې سخته اندېښمنه ښکارېده:
– الکه! ترور دې وويلې چې…
رشيد په قهر لاس جګ کړ:
– مودير صيب! نصيتونه دې پرېده، چې نن مې اوصېله نشته!
سپينږيري پوه شو. خبرې يې پستې کړې:
– بچيه! ترور دې ويلې مشره ښځه دې ډېره په تکليف ده. ويلې ورته ووايه چې اتمن يې ډاکټر ته بوځه چې…
دا وخت قهار هم ووت، چې وګوري څه خبره ده؟ رشيد په سوړ اسويلي مخ بېرته سپينږيري ته واړاوه:
– مودير صيب! اول خو دا زموږ د کور خبره ده. اېڅوک ددې حق نلري چې موږ ته ووايي چې دسې وکئ او دسې مه کوئ!
قهار د ورور خبره د سر په خوځولو تائيد کړه. سپينږيري په نرمه وويل:
– نه، اغه خو ده، موږ ام په…
رشيد يې خبره پرې کړه:
– بل، تاته ښه مالومه ده چې موږ بازاري خلک نه يو. ستر کوو ستر. نو بيا هر وار هر وار دا نصيتونه څه مانا لري؟ موږ کله تاسې ته ويلي چې په کور کې مو دا مه کوئ دا وکئ، ام؟
– نه، خو ګوره! ترور دې ويلې د اغې د مرګ او ژوند خبره ده.
– چې هر څه پېښ شي موږ نه پرېدو چې په سياسرو مو د پردي نارينه لاس ولګېږي. ناموس موهمه دی که ژوند؟
– آخو صيي، خو دلته د بې ناموسۍ کومه خبره نشته. دلته…
– ډاکټر يې د ابا زوی دی؟ ام؟
مدير صاحب هک حيران و چې د قناعت ورکولو دپاره څه ووايي؟ رشيد زياته کړه:
– څه چې ازل کې ليکل شوي وي اغه نه بدلېږي. ډاکټر څه، چې د اغه پلار يې ام نشي بدلولی. دا مريضي، مرګ ، درد، خوشالي، دا هر څه د ازله دي. که ندي؟
مدير صاحب سر کوږ ونيو. رشيد دوام ورکړ:
– نو چې دي، نو موږ څوک يو چې ازل بدل کو؟ زه په…
د ټليفون زنګ يې خبره پرې کړه. نومره يې وکتله د حاجي ناصر وه. هغه د اړيکې د نښلونې تڼۍ له کېکاږلو سره بېرته کورته ننوت:
– الو! سلاماليکمه آجي صيب!…هو ولې؟… آ؟ لور مې؟… نه نه، چا به درته دروغ… نه نه بې غمه اوسه! اېڅ خبره نشته. بيا به سره کېنو… صيي ده.
تر ټليفون بندولو وروسته قهار چې، اوس يې څنګ ته ولاړ و، په اندېښنه وپوښتل:
– څوک و؟
رشيد په سوړ اسويلي او د زړه له درده د اوبو بمبې ته په سر سپېړه ورکړه:
– ناصر آجي ته چا ويلي چې ما او تا په يوې جلۍ پسې منډې وهلې. اغه پو شوی چې نوريه ګۍ به تښتېدلې وي.
– ښه؟ اوهوهو! نو څه يې ويلې؟
– څه يې ويلې، خو خبر يې اخېسته چې رښتيا ده که نه؟ هو نو، دسې جلۍ سره نو بيا کله څوک واده کئ.
قهار له شونډو چيچلوسره په خپل ځای کې وڅرخېده:
– اح، دا څه حال دی دا؟ موږ دلته کور او کلي نه پټه ساتلې ده، چې الته اغئ غضب څنګه خبر شوه؟
– ولا که پوېېږمه. اوس کشکې بله جلۍ غټه وه، اغه به مو ورکړې وه…
يوه ورځ د رشيد دوئ د کور مخ کې دوو قيمتي ګاډو ته د شاوخوا ګاونډيو سترګې واوښتې. سور ږيری حاجي ناصر ترې له خپلو غوښينو ورونو او څو تنو ښځو سره کېوت. ښځې يې دننه د اوسېدو او نارينه د لويې دروازې تر څنګ د مېلمنو په کوټ�� کې کېناستل. د شکريې زګېروي داسې راتلل لکه په تاکاوۍ کې چې وي. ماشومان په انګړ کې اندېښمن ګرځېدل. دلته حاجي ناصر له قهرجنې څېرې سره په ګواښ وويل:
– نور دسې نه کېږي. موږ څونه په صداقت چلېږو او تاسې راسره په چل کې يئ.
رشيد د زارۍ په څېر مړاوی غږ واېست:
– نه آجي صيب! په خدای که اېڅ دسې خبره وي.
– نو ولې دې امغه سات راته ونه ويلې؟
– ما ويلې ځه خو دستي يې پيدا کوو، نو تاسې ولې سودايي کو؟
– نه نه، خبره بل څه ده. ښه ځه، ولې دې پوليسو ته ونه ويلې؟
– نه، پوليسو ته خو نه وايمه. دا خو بيا ټول خبرېږي. لوی شرم دی. اصلي خبره دسې وه چې ما ويلې ځه خو د کور جلۍ ده. اېچېرې بلده ام نده. چېرې به لاړه شي؟ مجبوره ده بېرته راشي. خو تر سبا پورې پيدا نشوه. بيا په ښار کې د خپلوانو کره مې غلې ولټوله. اېچېرې مې ونه ليدله. ورپسې کلي ته لاړمه. ما ويلې څه مالومه ده که د کلي لاره يې ليدلې وي. الته مې ام چاته ونه ويلې چې لور مې ورکه ده. نه نه. الته ام نه وه.
رشيد سوړ اسوېلی واېست:
– نور پټېږي ام نه. اوس ام ګاونډۍ ښځې يې پوښتنه کئ. وايي دا لور دې ډېر وخت په کلي کې تېر نه که؟ خو، خو زه ويمه ځان به يې وژلی وي. لږ به نور ام وګورو. که پيدا نشوه نو مجبور يو دوه ورځې د کوره ووځو. بېرته چې راشو خلکو ته ووايو چې اغه کلي کې مړه شوه. فاتيه به يې ام واخلو. خلاص.
حاجي ناصر ددې ټولو خبرو په پای کې يو دم ببر شو:
– چې په خپله لور دې باور نه لره، نو ولې دې راکوله؟ دسې…
– نه نه، آ خبره نده. اتمن کومې مکتبۍ لمسولې چې ته وړه يې، ميړه دې زوړ دی. او چې دسې ده او چې اسې ده. جلۍ يې بې لارې کړې ده. شاوخوا ټولې مکتبۍ جينکۍ دي. که نه، زما لور ډېره پاکه جلۍ وه. د کور مخه يې نه وه لېدلې د کور مخه.
– نو بيا پوليسو ته ووايه! شرم مرم پسې مه ګرځه! شرم کې نو نور څه پاتې دي؟ اغه خو اوس يوازې ستا لور نده، ما ته دې راکړې ده. امدا نن لاړ شه! پوليس يې دستي پيدا کئ.
– خو، خو… دا ګاونډيان به خبر شي او…
نور بیا