غیرتیان

دنګه څوارلس کلنه پېغله د موبايل ګوشکۍ په غوږو د تشناب په هندارې کې د ځان په ننداره وه. د ښی غومبوري په تخت يې د تور خال مېشتېدو د تنکۍ ځوانۍ پانګه نوره هم درنوله. له کوټو څخه يې د مور يو نيم زګېروی تر غوږو کېده. پېغلې د خپلې څېرې د ښېګڼو تر ارزولو وروسته په موبايل کې سندره بدله کړه. اوس پکې هندۍ نجلۍ نڅا کوله. په دې ترڅ کې يې مور څوځلي ورنارې کړې:

– وه نوريه ګۍ! ځوانيمرګه شې! چای دې ابا ته وېسه! ولې مې په بل غم اړی؟

خو نوريې يې غږ نه اورېده. هغه د هندۍ نجلۍ بې باکۍ او خپلواکۍ سخته لېواله کړې وه. له ځان سره يې په موسکا وويل ( ته ودرې! زه دسې نشمه کولی؟ ) شين ټيکری او شين کميس يې وغورځول. انګيا ته يې تر نامه پورته غوټه ورکړه چې خېټه يې ښکاره شي. پرتوګ يې تر زنګنو بډواهه. د اوږدې کوڅۍ له پرانېستو سره يې وېښتانو په اوږو څپره ووهله. په دې ترڅ کې ناڅاپه له هسکې غاړې او هنري حرکت سره يو قدم شاته لاړه. اوس يې له سندرې سره هم خوله خوځوله، هم ځان.

ناببره د تشناب دروازه په زوره زوره ودرزېدله. هغې شټوهل. غنمرنګی مخ يې تک سپين واوښت. په بيړه يې کميس په تن او موبايل په جېب کې پټ کړ. دروازه لا سمه خلاصه نه وه چې ګردکۍ ميره يې بيا دننه ولاړه وه. په ګواښ يې سر وخوځاوه:

– ښه ښه، ته دسې کارونه کی، آ؟

نوريه په هکې پکې څېرې شاته په کاشي شوي دېوال پسې سريښ شوه. په ټکنۍ ژبه يې د ځان د ژغورلو هڅه وکړه:

– ما، ما مخ او لاس کوه. ما…

ميرې يې غوښين موټی په جېب ور ومنډه. موبايل يې له ګوشکۍ سره راواېست:

– دا دې مخ او لاس دی، آ؟

ورپسې يې ټليفون ته په کتو وروځې بره کش کړې:

– اوح اوح اغه قيمته سيټ يې اېستلی. ابا دې مال خرڅولو ته راوړي که تاته؟

– نه نه، بېرته يې ږدمه، اسې مې کاته.

– ښه؟ ځان دې ام کتلو ته لوچ کړی و؟ خپله ګډا دې ام کتله؟ هه، خلاصېدی نشې! ما د قولف د سوري نه وليدلې. ته ودرې ابا ته دې وويمه!

د نوريې زبون ووهل شو. بلا په موبايل پسې! له وهلو ډارېدله. پلار يې د کور ښځې د ګډا کتلو ته نه پرېښودلې، کول خو يې په ځای پرېږده! بيا چې خبر شي لور يې په انګيا کې ګډېدله، اوهوهوهو.

له کوټې نه يې د مور هماغسې پرله پسې زګېروي راتلل. دلته نوريې په ژړا پيل وکړ:

– ای بسۍ ببو! خدای ته وګوره! ابا ته مې مه وايه! اهههه اهههه…

بسۍ سترګې برګې کړې:

– ټنګېږه مه! ته ډېره مردار سترګې يې. په ياد دې دي؟ د باړي بابا زيارت ته چا نه بيولئ، ما بوتلئ ما. تا بيا تومت کوه چې ملنګ دې مخ وليده. بل، اغه زما د ورور د واده په ورځ. زه تش ولاړه ومه. ته سپۍ سپۍ کېدلې چې ګډه شوې.

د کوټې نه بيا کمزوری غږ راغی:

– وه جلۍ! په تندر ولګېږې! چايبر دې سوری شو سوری.

نوريه له وحشت ځپلې څېرې او سلګيو سره د دهلېز له لارې سپېره انګړ ته ووتله. خو په چورت کې يې له بې وسۍ سره سره ککره په ګواښ وڅنډله ( ته خو مې آبا ته ووايه! زه به دې ام خوښه شمه. ته ما نه پېژنې. ) هغه د اوبو د بمبې له څنګه تېزه تېرېدله، چې وړو خويندو ته يې پام شو. هغوئ په سوزنده لمر کې وازې کړکۍ ته ټوغې ناستې وې. دا لويې دروازې ته څېرمه د مېلمنو د کوټې کړکۍ وه. سرو پردو يې د لمر د وړانګو د داخلېدو مخه نيوله. نجونو په پټه د ښيښې د لارې دننه په تلويزيون کې کارتوني فلم کوت. نوريې پخلنځي ته له بيړې سره په نيولي غږ نارې کړې:

– ای مريمۍ! ته ودرې ابا ته وويمه! په ځمکه دې منډي که نه؟

نهه کلنې مريمۍ، چې تر نورو غټه وه، په داړو جينګولو سر ته ټکان ورکړ:

– ځه!

نوريه په پخلنځي کې پناه شوه. دا وخت يوه شنې سترګې ښځه په تلوار ددوئ کور ته ننوتله. نجونې وترېدلې. خو د خپلې ګاونډۍ، بختۍ ترور، په ليدو بېرته آرامې شوې. پوهېدلې چې د مور د علاج لپاره يې راغلې ده.

ورپسې يو غټ سری لس کلن هلک په دروازه کې راښکاره شو. دا ځل نجونې لکه ورږې والوتلې. هغه په غرور موسکی شو. خو د مور زګېرويو يې چورت بېرته خټه کړ. ځوړند سر د مېلمنو کوټې ته ننوت. هلته دووتنو لنډږيرو قطعې کولې. هاغه د ننوتو غومبرو والا يې پلار او د ډک مخ والا يې تره و. دی وړاندې تېر شو. له ورکوټي ميرني ورور او د تره له دوو کمکيو زامنو سره کارتوني فلم ته کېناست. د موبايل ناڅاپي غږ درېواړه ولړزول. پلار يې په رېموټ د ښيښه يي مېز په سر د تلوېزيون غږ ټيټ کړ. ورپسې يې په موسکا موبايل غوږ ته ونيو:

– الو! اسلاماليکمه اوستاذه!

د کرښې بلې خواته برېتو ډرېور د هوټل په تخت ناست و. هغه تش ټېلر ته د لاس اشاره وکړه:

– رشيد خانه! مال مو د کمپنۍ نه بار که. در روان يو. که د خدای رضا وه سبا به دې ګودام کې پروت وي.

کلينر يې سختې خندا ونيو. ژر يې شا واړوله چې وانه ورېدل شي. دلته د رشيد په شونډو د خوښۍ موسکا خوره شوه:

– ويمه برېتونه دې ځار شمه اوستاذه! مخکې د کمپنۍ والا ام زنګ وهلی و.

– ښه نو ټيک شو. ما ويلې که خبر نه يې چې خبر دې کمه. اغه ورور ته دې سلام کوه!

– قهار ام راسره ناست دی، اغه ام سلام کئ.

برېتو ډرېور د ټليفون له بندولو سره سم له خندا شين کلينر کلک ټېلواهه:

– ورک شه خرخندو! دسې وخت کې سړی نه خاندي. په زوره يې شکي کی؟

ورپسې يې سمدلاسه بل چاته زنګ وواهه. په غرور يې خوله کږه کړه:

– الو آجي صيب! کار وشو… ښه… ټيک شو… نه نه نه! بې غمه اوسه!

دلته رشيد په هماغسې موسکا د ورور ورغوي ته ټس ورکړ:

– مال راروان شو. قيمتونه جګ شوي. ښه ګټه کئ! بيا ونه وايې! دسې لالا لرې.

له خندا سره د قهار يو په بل اوښتي غاښونه راڅرګند شول. کارتوني فلم ختم شو. رشيد په بل چينل کې سندرې ونيولې. درېواړه کمکيان لکه شمال د کوڅې په لور وچلېدل. خو لس کلن، غټ سری هلک لا ناست و. دا مهال په دراوازه کې نوريه له چايبر او ګيلاسونو سره راښکاره شوه. رشيد تلوېزيون بېخي بندکړ، چې لور يې په کتلو بداخلاقه نشي. اوس يې د مېرمنې زګېروي سم اورېدل کېدل. هغه سترګې د لور پلو تېرې کړې:

– ته دا ګيلاسونه کېده، دلته راشه! اله اله!

د نوريې زړه درب ولوېد. په سينه کې په ډوبو سلګيو يې په خيال کې وګرځېدل ( وۍ اله! لکه چې بسۍ ببو مې ورته د ګډا شيطاني کړې ده؟ اوس خو به مې مړه کي! ) له لنډې لنډې سا سره وړاندې ورغله. رشيد ناببره د ګوتو په څټ ورڅخه ترنګ جګ کړ. هغې ژر په مخ لاس ونيو. زړګی يې وران او سترګې يې ډکې شوې. پلار يې ګوته وڅنډله:

– بل وار به چای زر راوړې!

نوريه له نيولي مخ سره بېرته لاړه د ګيلاسونو په ډکولو اخته شوه. مګر خوشحاله وه چې ابا يې د ګډا نه خبر نه و. هغه د ګيلاسونو تر ويشلو وروسته پاڅېدله چې ووځي. په دې ترڅ کې قهار ورغږ کړ:

– ای نوريه ګۍ ای! ولې دې خانو ته ګيلاس کېنښوده؟

ِهغه بېرته د چايبر څنګ ته کېناسته. رشيد په غرور زوی په شا وټپاوه:

– پاڅېږه خانو! چپه يې که! تاته څنګه چای نه ږدي؟

خانو هم په يو ټوپ مشره خور له کوڅۍ ونيوله. د جلۍ ګوتې په سور چای وسوزېدې. ژر يې چايبر کېښود. له لاس څنډلو سره يې د شنو بنګړيو شرنګس پورته شو. شين ټيکری يې ځمکې ته راپرېوت. هلک هم د څملولو هڅه کوله او هم يې لغتې او سوکان ورکول. هغې وړې وړې سلګۍ وهلې. سره له دې چې په ورور زوروره وه، خو د پلار له وېرې يې د ځواب ورکولو جرئت نه کاوه. مګر غرور يې د پرځېدو اجازه هم نه ورکوله. په سختۍ يې ځان کلک کړی و. ماتو شويو بنګړيو په ځمکه ټوپونه ووهل. په دې ترڅ کې شين سترګې بختۍ ترور دروازې ته راغله. سمدلاسه يې بېلول پيل کړل. رشيد ژر غږ کړ:

– مه کوه ترورې! پرېده! موږ دا ځوان ته د خويندو د کنټرولولو چل ښيو.

بوډۍ په قهره شوه:

– هئ بېخ مو شين شه! خوشې که خانو چې وهمه دې! چاته ويمه؟

هلک په خندا د پلار څنګ ته لاړ. له ګوتو څخه يې د خور شکېدلي وېښتان په فرش وغورځول. دا مهال له کومې خوانه بسۍ هم راپيدا شوه. د هغې په لاس کې د موبايل په ليدو د نوريې رنګ بيا پک والوت. بختۍ ترور رشيد ته په تروه لهجه وويل:

– ما ويلې اغه شکريه ډاکټر ته بوځه چې بل ډول پاذابه ده…

د رشيد طبعه د راروانې ګټې له امله ډېره جوړه وه. ځکه يې په ټوکو وپوښتل:

– بل ډول يې څنګه وي؟ د چيغو په ځای رمباړې وهي؟

دواړو ورونو کټ کټ وخندل. ورپسې يې زياته کړه:

– ځه ترورې! تانه موږ ته بل ښه ډاکټر نشته. ته يو شی ورکه!

– نه نه، زما کپو مپو ګټه ونکړه. ويمه چې نارينه ته يې نه بيايې ښځې ډاکټرې خو لږې ندي. اغئ مرض مالومئ. بيا دسې دوا ورکئ چې ماشوم ته تاوان ونکي.

– مرض؟ دا خو مريضه نده. ددې خو بچی په نس دی. ای ترورې ای! اغه په مصرف ارزي ام نه. په زيارتو مې وګرځوله. خو دا يو زوی نه غير ټولې يې جينکۍ راوړې. دا ځل ام جلۍ ده. رنګ يې ورک که!

بختۍ ترور سر وڅنډه:

– کبر مه کوه! ټول دخدای مال دی. بيا شکريه وايي چې نښې مې د الک دي…

– هه! ورته ووايه اغه چې الکان راوړي مالومې وي. ما غولولی نشې.

– داه! ما غولولی نشې. ښځې په ځان پوېېږي، رښتيا وايي.

– چې رښتيا وايي خو نره دې شي، رادې وړي. چا يې مخه نيولې؟

– وا!!! وخت يې پاتې کنه. اغو پورې خو ورسېږي. اغه خواره ورځ په ورځ بترېږي.ګوره! که مړه شوه وبال به يې درغاړې شي. داه.

رشيد قطعې په ځمکه وويشتلې:

– کشکې مړه شي! موږ دونه طالې د کومه کو؟ دستي به بله وکمه چې الکان راته راوړي. نه مري کنه. پيشو ده پيشو. سل ساوې لري.

دواړو ورونو په سختۍ خپله خندا ټينګه کړه. ترور په سر خوځولو او بنګېدو ووتله. همدا شېبه چا بسۍ ته غږ کړ. لکه چې د قهار له دوو مېرمنو څخه يوه وه. هغه موبايل په لاس د دروازې د خولې نه بېرته لاړه. نوريې د هوسايۍ سا واخېستله. خو اوس مور ته تر پخوا ډېره اندېښمنه وه. ځکه يې د هغې د زګېرويو په اورېدو هماغه لور ته بيړه وکړه.

شېبه پس دواړه ورونه ووتل چې راروان مال ته په ګُدام کې ځای تش کړي. تر شا يې درې کلنې جلکۍ، لکه بته، لنډ لنډ قدمونه اخېستل. رشيد مخ وګرځاوه. کلکه سپېړه يې ورکړه. جلۍ په چيغو بېرته ننوتله. رشيد په زوره غږ کړ:

– وه خانو! خانو!

زوی يې په منډه کوڅې ته راغی. رشيد په قهر شو:

– ما تاته ندي ويلي چې يوه خور دې دباندې ونه ګورمه؟ آ؟ بنده که دروازه!

هغه هم سمدلاسه دروازه پورې کړه. ورپسې د کلکې سپېړې او د کمکۍ د ژړا غږ راغی. د بختۍ ترور ګنجي مېړه دا هرڅه له خپلې دروازې ليدل، ځکه يې وپوښتل:

– وه الکه رشيده! اوس دا دونه وړه ام کوڅې ته نه پرېدې؟

رشيد په تلو تلو کې له مغرورې موسکا سره په سږمو کې وپشېده:

– ای مودير صيب! ندې دي اورېدلي چې ښځه يا د کور ده يا د ګور؟ جينکۍ وړې وي که غټې زموږ ناموس دی. ناموس بايد په کور کې خوندي وي.

مدير صاحب ورپسې غلي غلي کتل او هېڅ يې ونه ويل.

په سبا يې دواړه ورونه د ښار په يو مارکېټ کې په دکاندارۍ بوخت وو. په ويترين کې رنګارنګو کمرو او موبايلونو، په تاخچو کې لپټاپونو او په ښيښه يي ميزونو باندې د بېلابېلو اندازو تلوېزونونو مشتريان اخېستلو ته هڅول. دا وخت د رشيد موبايل وچونګېده. هغه نومره وکتله او غوږ ته له جګولو سره يې په موسکا وويل:

– آلو اوستاذه!…

د هغې خوا کومې خبرې يې تندی يودم ګونجې کړ. له اندېښمنې څېرې سره يې ورور ته وکتل. سا اخېستل يې تېز شول:

– ها؟ دا، دا کله؟… نو، نو، نو ولې مو درول؟… اوس موټران چېرې دي؟…

تر ټليفون بندولو وروسته هغه خپل سست ځان له غمجنې څېرې سره په چوکۍ خوشې کړ. ورور يې په اندېښنه علت وپوښت. رشيد له ساړو اسوېليو سره څرګنده کړه چې دواړه کانټينره مال غلو وهلی. د قهار هم رنګ پک والوت:

– آ؟ غـ غلو؟ ا، ا،اغه ډرېوران…؟

– اغئ يې ام سم ډبولي دي.

دوئ لا دا غم کاوه چې بل زنګ راغی. د نومرې په ليدلو رشيد په لا بې وارۍ خوله ورور ته نژدې کړه:

– ناصر آجي دی. آلو! آجي صيب!… ښه يمه… آ؟ غږ مې بل ډول دی؟

دلته قهار اشاره کوله چې ورته ونه وايې. د رشيد څېره تروه تروه کېدله:

– نه نه، دسې خبره نده… نه اېڅ شی نه پټومه، نه…

هغه يودم ټلېفون شاته ونيو او سر يې قهار ته وړاندې کړ:

– دا خو کلک نښتی چې غږ دې بل ډول دی ووايه څه خبره ده. د غږ نه څنګه پوېېږي؟

قهار خوله کږه کړه. رشيد بيا وويل:

– دا خو نه پټېږي. څو پورې؟

قهار هم نه پوهېده چې څه کول ښه دي او څه بد؟ سر يې غمجن وڅنډه. رشيد بيا ټلېفون خولې ته جګ کړ:

– الو الو!… نه، غلی نه يمه، غوږ مې دی… ای آجي صيب! تانه به يې څه پټومه. امدا اوس ډرېورانو زنګ وهلی و، ويلې مال تې غلو وهلی… آ؟… نو موږ… نوموږ څه پوېېدو؟ اېڅکله غله نه وو… ولا که پوېېږمه. دا څه تندر راپرېوته؟… ښه ښه صيي ده ځه!…

هغه تر ټليفون بندولو وروسته له ژر پاڅېدو سره امر وکړ:

– وتړه دوکان!

– څه خبره شوه؟ څه يې ويلې؟

– دا د مردارې زوی ملامتي په موږ اچئ. ولې مو اسې نه کول؟ ولې مو دسې نه کول؟…

– ځه ورته وايه خره! موږ څه پوېېدو چې…

– ورته مې وويلې کنه. چاته وايې؟ د خپل مال غم اخېستی دی. بلا زموږ په مال پسې!

– اوس چېرې ځو؟

– د ډرېورانو څنګ ته، بل نو چېرې؟

يوه اونۍ وروسته د مارکېټ په ورکوټي مسجد کې ګڼه ګوڼه وه. هلته دوه ډلې خلک يو بل ته مخامخ ناست وو. يوه يې جرګه مار وو، چې له مهمو څېرو سره يې د محراب څنګ ته ليکه جوړه کړې وه. بله، د لانجې دواړه خواوې وې. په دوئ کې يوازې رشيد او قهار تر نورو زيات لالهانده برېښېدل. شېبه په شېبه يې په شونډو کېکاږلو سرونه څنډل. تر څنګ يې څلورو، يو بل ته ورته، غوښينو، ږيرورو ورونو پسپسکې کولې. د دوئ ټولو تر شا دوو ډرېورانو له خپلو کلينرانو سره سرونه ځوړند نيولي وو.

يو مهال يو د هوښيارې څېرې او منظمې شناوۍ ږيرې خاوند ودرېد. له هغو خلکو څخه يې د وتلو غوښتنه وکړه، چې په لانجه کې دخيل نه وو. ورپسې يې پاتې کسانو ته مخ واړاوه:

– ورونو! موږ دلته راټول شوي يو چې د حاجي صيب ناصر او عبدالرشيدخان دا لانجه حل کو. جرګه مار ته خدای د انصاف تله ورکړې ده چې حق حقدار ته وسپاري. زموږ د فيصلې ګټه او تاوان نورو ته رسي. نو موږ به ولې خپله دونيا او آخرت خراپوو؟ راځئ دسې فيصله وکو چې نه ځان ته خجالت اوسو، نه خدای ته!

ناستو کسانو يې په پوره درناوي خبرې تائيد کړې. ورپسې يې سمدلاسه هغه خپل مشر وټاکه. جرګه پيل شوه. اول يې څلورو، يو بل ته ورته، غوښينو ورونو ته وار ورکړ چې خپله دعوا روښانه کړي. سور ږيری حاجي ناصر، چې د شپېتو برېښېده، په څخېدو رامخ ته شو. د خجالت له احساس سره يې په کوږ ورمېږ وويل:

– بښنه غواړمه! په خپلو دوستانو دعوه کول ډېر بد کار دی. خو څنګه وکو؟ زموږ ام مال ورک شوی. اغه وايي کنه، چې وروري به کوو ايساب تر منځ. خبره دسې ده، چې موږ او دوئ په ګډه مالونه راوړله. دا ګران بيه شيان ندي؟ دا نوي لپټاپونه، تلوېزونونه، کمرې، موبايلونه. تاسې ته مالومه ده نو، ددې مارکېټ ټول ګران ګران مالونه پکې وو.

ټولو سرونه وخوځول. هغه خپلې خبرې وغځولې:

– نو خبره دسې ده چې ددې مالونو د راوړلو زيمه واري د رشيد سره وه.

هاخوا دواړو ورونو اعتراض وکړ چې داسې نده. د جرګې مشر په نرمه ورڅخه وغوښتل چې تر خپل وار پورې غلي اوسي. حاجي ناصر بيا دوام ورکړ:

– اوس مالونه ددوئ نه ورک شوي دي. موږ وايو څه چې خدای زموږ حق کړی امغه دې راکي. موږ د مالونو ګټه نه غواړو. تشې امغه خپلې پيسې دې بېرته راکي بس. د موټرو کرايه ام ورسره پرې کوو. بس دغه زموږ غوښتنه ده.

وروسته وار د رشيد شو. هغه له سترګو او رنګ څخه سخت وارخطا برېښېده. داسې ښکارېده چې د دا ډول دعوا اټکل يې نه کاوه. په ټکنۍ ژبه يې خبرې پيل کړې:

– نه نه، دسې و، چې موږ مال اخېستی و. خدای شاهد دی. دادی آجي صيب خپله ام ناست دی. نيمې پيسې مو د امده نه پور کړې وې. نو خپل مال مو راوړ. ده وويلې زموږ مالونه ام الته پراته دي که دا ام انتقال کئ ښه به وي! موږ ويلې صيي ده، اېڅ پروا نه کئ. دا کار خو مو ددوئ په غوښتنه کړی. نو، نو تاوان ولې موږ ورکو؟ بيا يوازې خو ددوئ مالونه ورک ندي. موږ تاوان د چا نه واخلو؟

د جرګې د غړو څخه يو تن غږ کړ:

– اصلاً مال خو د ډرېورانو نه ورک شوی.

د هغوئ غالمغال پورته شو. برېتو ډرېور په لوړ غږ ځواب ورکړ:

– ای وروره ای! زموږ دې کې اېڅ کار نشته. موږ ته يې يوازې د راوړلو پيسې راکولې. ټيک شو؟ ساتنه يې په موږ څه؟ هو! مال مو نيمايي لارې پورې راوړی، نيمايي پيسې دې راکي!

د جرګې مشر سر په منښته وخوځاوه:

– سمه خبره ده. ډرېورانو يوازې د انتقال زيمه واري لرله. ښه دا پرېدئ! اول دا مالومه شي چې رشيد د مالونو د ورکېدو زيمه وار دی که نه؟

حاجي ناصر لاس جګ کړ:

– ايجازه ده؟

د جرګې مشر د سر په اشاره ومنله. حاجي وويل:

– رشيد وايي ما ورنه زما د مال راوړل وغوښتل. ګورئ! خبره څه وه؟ خبره دا وه کنه، چې اغه ورځ يې زه پوښتنې ته راغلمه. دوئ د يو کس سره غږېدله. ارمان يې کوه چې کشکې يې دونه پيسې لرلې چې يو کانټينر مال يې بار کړی وای. اوس به يې د نيم کانټينر مال دپاره د پوره کانټينر کرايه نه ورکوله. زما پې زړه وسوزېده. ما ويلې زه مو ددې تاوانه خلاصومه. ويلې څنګه؟ ما ويلې زما الته يو نيم کانټينر مال دی. دانيم به يې تاسې سره کمه، يو کانټينر به شي. آبل خو اسې ام ډک دی. بس راوړل يې په تاسې. کرايه به مو نيمه شي. دوئ ومنله. نو چې راوړلی يې نه شوای ولې يې منله؟

رشيد او قهار ادعا وکړه چې هغوئ د انتقال ټول مسئوليت په غاړه اخېستی ندی. يوازې يې د يو ګډ کار او مرستې په توګه ورته ډرېوران پيدا کړل. په دې وخت کې حاجي ناصر د يو سند کاپي راواېستله چې دده خپله او د رشيد ګوته پکې لګېدلې وه. په سند کې ليکل شوي وو:

( محترم د ګمرک آمر صاحب!

د لوی خدای له درباره درته روغتيا او خوشحالي غواړم.

څرنګه چې ددغه ټوټه ليک دروړونکی عبدلرشيد هم زما او هم د خپلو مالونو د انتقال مسئوليت په غاړه لري. هيله ده چې د ګمرک د محصول په برخه کې ورسره مرسته وکړئ! په درناوي. حاجي عبدالناصر ستاسې خدمتګار)

حاجي زياته کړه چې د دغه ليک اصلي بڼه به همدا اوس هم له رشيد سره وي. ځکه چې ګمرک ته د وړلو ضرورت پيدا نشو. قهار په سختې بې وارۍ ورور ته وکتل. د رشيد وار او پار دومره خطا شوی و، چې په پک الوتي رنګ او وازو سترګو يې کله يو ته او کله بل ته مخ اړاوه. خو تر خولې يې خبره نه وتله. په دې ترڅ کې د جرګې د مشر غږ له هک پک والي راواېست:

– رشيده! ته پکې څه وايي؟

– آ؟ هو، دا خو موږ په ګډه وليکه. خو، خو يوازې ددې دپاره چې اغه ګمرک کې چې د آجي ملګری دی. چې اغه کومک وکي چې ماصول کم واخلي. نو، نو دا خو د مالونو د انتقال زيمه واري نشوه…

مګر دا يوازينی سند نه و. حاجي څرګنده کړه چې هاغه ورځ يې تصادفاً نوی موبايل چک کاوه، خبرې يې ثبتې کړې دي. هغه خپل ټليفون له جېبه راواېست او چالان يې کړ. هلته رشيد ورته ويل چې ته بې غمه اوسه د مال د راوړلو کار دې په ما.

په پای کې د جرګې مشر له دواړو خواوو څخه د وتلو غوښتنه وکړه. ورپسې د جرګې د غړو تر منځ تود بحث پيل شو. تر اوږد ځنډ وروسته يې فيصله وکړه چې رشيد د مال د انتقال ټول مسئوليت په غاړه اخېستی او بايد تاوان ورکړي.

دواړه خواوې يې بېرته مسجد ته وغوښتلې او پرېکړه يې ور واوروله. د حاجي ناصر ورونه له پرېکړې راضي برېښېدل. مګر د رشيد او قهار سترګې ډکې او ستوني وچ شول. هماغه و چې رشيد د جرګې غړو ته زارۍ پيل کړې:

– خدای ته وګورئ! مو�� خو د اغه خپل مال د پاره ام نيمې پيسې ورنه په پور اخېستې وې. دا دوکان کې چې څه دي دا به په اغه کې ورکو. د دوئ د مال پيسې خو ولا که په سلو کالو کې پوره کو. دا خو ډېرې پيسې دي.

د جرګې مشر په خواخوږۍ وويل:

– موږ پوېېږو! دا ډېرې پيسې دي. خو حق حق دی او د جرګې فيصله ام فيصله ده. چاره نشته. هو، مګر در ويې بښي.

د حاجي ناصر غوښينو ورونو، لکه په يوه قومانده، سرونه وڅنډل. يو تن يې وويل:

– ولې يې وبښو؟ موږ څه وکو؟ دا زموږ ټوله شتمني ده.

د جرګې مشر بيا رشيد ته مخ واړاوه:

– ګونا ستاسې ده. اوس فکر وکئ! څه شی لرئ، چې دا پيسې پرېکې کئ؟

د حاجي ناصر بل ورور غږ کړ:

– کور لري، دوکان لري، په دوکان کې مال لري.

د قهار په تندي خولې راماتې وې. ستونی يې وچ شوی او شېبه په شېبه يې د ناړو تېرولو هڅه کوله. ورور يې تر ډېرو زاريو وروسته پوه شو چې د جرګې فيصله حتمي پلې کېدونکې ده. نو بل وړانديز يې وکړ:

– خير دی، چې تاسې زموږ دې بې وسۍ ته نه ګورئ بل کار به وکو. زه يوه څوارلس کلنه لور لرمه. دا به ورکمه. نورې پيسې به ورو ورو…

د جرګې مشر غوښينو ورونو ته په مخ اړولو د رشيد په خبرو کې ور ودانګل:

– ښه خبره ده. کور به درکي، دوکان به درکي، دا لور به درکي. خو جګ ولور به ورکوئ! پاتې پيسې به بيا ورو ورو درکي. تاسې کې څوک ښځه کئ؟

سور ږيري شپېته کلن حاجي غږ کړ:

– دا خبره زما ام خوښه ده. لور يې زه خپله کومه. اصل کې خو زموږ نغدې په کارې دي. خو چې د خېښۍ مسله شوه نو خير دی. کور او دوکان به يې ايساب کو، چې څونه پيسې پوره کئ؟ هو، تې باسو يې نه. قوالې دې راکي، بيا بېرته دې په کرايه ونيسي. او ولور تاسې وټاکئ! هر څونه چې وايئ زما قبول دی. او پاتې شوې نورې پيسې. اېڅ پروا نه کئ ورو ورو دې راکي.

رشيد او قهار د کور او دکان له لاسه ورکول د ځان تباهي ګڼله. اوس يې ملامتي هم ومنله. خو همدا يې ويل چې د غلا پېښه يوه قصدي نه، بلکې تصادفي موضوع ده. خپل مال يې هم پکې ورک شوی دی. نوځکه بايد جرګه دوه کاله يا لږ تر لږه يو کال وخت ورکړي. که تر هغو يې پيسې پيدا نکړای شوې نو بيا به د کور او دکان په هکله فيصله کوي. له څلورو ورونو څخه يو غږ کړ:

– ولې موږ ژوند نلرو؟ دا يو کال کې به څه خورو؟ د خيرات په غونډۍ به ناست يو؟

په دې ترڅ کې مشر نورو جرګه مارو ته د لاس اشاره وکړه:

– ګورئ! نه دا خلک دونه وخت لري چې هر وار به راټولېږي، فيصلې به کئ. او نه بل ځل ته ضرورت شته.

هغه مخ څلورو غوښينو ورونو ته واړاوه:

– دسې به وکئ چې رشيد به د لور دسمال دغې راروانې جومې پورې درکي. خو د جايداد دپاره يوه مياشت وخت لري. که د مياشتې تر پايه يې پيسې ونه رسولې نو دوکان او کور اوتومات ستاسې کېږي.

د رشيد او قهار له اعتراضونو سره سره ټولو جرګه مارو په همدې خبره دعا وکړه.

نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *