– راځئ! موږ اويلۍ کې بېل ځای لرو. لاره يې ام بېله ده. املته واړوئ!
دواړو ورونو يو ځل بيا يو بل ته سترګې واړولې. رشيد د منلو اشاره وکړه. وروسته د ګاونډيو ځوانانو په مرسته ټول سامان د مدير صاحب کره انتقال شو. ورپسې حاجي او ورونه يې د ټولو په مخ کې کور ته ننوتل. هغه يې په موسکو شونډو کونج په کونج وکوت. په پای کې يې قلف واچاوه او له خپلو کسانو سره په آرامه موټر ته وختل. کوڅه والو تر هغو د ګاډو تر شا په چپه خوله او خواشينۍ کتل، چې پناه شوي نه وو. وروسته مدير صاحب دا چوپتيا ماته کړه:
– محکمه کله ده؟
ټولو مخونه په تلوسه ور وڅرخول. قهار ساړه اسويلي اېستل. رشيد په نهيلۍ او ډک ستوني ځواب ورکړ:
– بل سبا ده. ورک يې که مودير صيب! الته ام سخت وغولېدلو. کشکې مو يو نارينه وکيل نيولی وای.
– ته بيا په خپله خبره کلک يې.
– نه خو د ښځې کار دی. سوسته سوسته کېږي. تر اوسه يې څېړنه ده که څه بلا ده؟ اغه نده ختمه. خود نو، موږ په چا توره کوو. او پوز يې چې وګورې، آسمان ته يې نيولی وي.
– اوس خو شوی کار دی. څه به ورته زړه خورې. په ښه شګون يې ونيسه!
– بدشی چا په ښه شګون نيولی؟ دا ټول ستا د لاسه دي مودير صيب!.ما خو د اوله ويلې ښځه نه نيسمه. ښځه څه شی ده؟ اغه څه يې بولي؟ ناقص العقله شی ده. خو…
رشيد لا خبره ختمه کړې نه وه چې پوليس راغلل. ټول يې مخې ته لاړل. هغوئ بې له ځنډه کور هم مهر او لاک کړ. کله چې يې وپوښتل چې چا خبر کړي دي؟ بيا يې وويل چې مريمۍ. رشيد او قهار بيا هک حيران شول. هغوئ پوهېدل چې مريمۍ په کور کې ده.
حاجي ناصر چې له دې خبرې خبر شو، له ډېره قهره يې نژدې چيغه کړې وه. په ټلېفون کې يې رشيد ته وويل چې د اور سره لوبې کوي.
په هر صورت! د دوئ کډه لا د مديرصاحب په کور کې وه چې بالاخره هاغه ميراثمړې ورځ راورسېدله. دواړه ورونه له اندېښمنو څېرو سره د محکمې د تالار په ښی خوا کې نا آرامه ناست وو. تر شا يې په مدير صاحب او يوې ډلې ګاونډيانو سربېره هاغه دوه تنه ډرېوران هم ښکارېدل، چې غلو ترې مال وهلی و. ددغې خوا په پای کې څو تنو مستو ځوانانو به کله سرونه نژدې کړل او کله به له بېرته لېرې کېدو سره له خندا چپه چپه واوښتل . خو هڅه يې کوله چې غږ يې لوړ نشي. داسې برېښېده چې هغوئ نن د ساعت د تېرولو لپاره دا ځای غوره کړی وو.
د تالار بله خوا حاجي ناصر او ورونو يې له خپلو يو بلا ملا تړو سره مکمله نيولې وه. هاغه منډلی ځوان چې رشيد يې دده په اصطلاح کوفته کړی و، هم پکې و. هغوئ پړسېدلي او مطمئن ناست وو. حاجي يو سپکوونکی نظر د رشيد په لوري واچاوه او بېرته يې د ملنډو له موسکا سره مخ خپل وکيل ته واړاوه. وکيل يې د هوښيارې څېرې او په ځان مطمئن غبرګ سړی و. د هغه مخې ته رنګارنګ کاغذونه له څو بوتلو رنګارنګ اوبو سره منظم ايښي وو. رشيد د مقايسې لپاره سترګې د ځان تر څنګ کريمې ويسا ته واړولې. هغه ورته نرۍ ډنګره او عاجزه وبرېښېدله. له ډوبې سا اخېستو سره يې په کرکه مخ بلې خواته واړاوه.
په دغو ټولو سربېره د تالار په پای کې يوه چادري کړې مېرمن ناسته وه. د تېرو فلزي پندو والا جګ بوټونه يې په پښو وو. د نورو خلکو په څېر به کله نا کله رشيد هم مخ ور واړاوه چې دا ښځه څوک ده؟ دلته څه کوي؟
په دې وخت کې ناڅاپه د بېلابېلو تلوېزيوني چينلونو کمره مينانو د تالار په دروازه کې رش جوړ کړ. هغوئ د رسنيو لپاره په څانګړي ځای کې د خپلو کمرو په درولو بوخت شول. د حاجي ناصر په ډلې سربېره، کريمه ويسا هم هکه حيرانه شوه. د ټولو په زړونو کې همدا يوه پوښتنه ګرځېدله چې دا چا راغوښتي دي؟ په دې ترڅ کې کريمې شاته مخ واړاوه. له هاغې چادري کړې ښځې يې د سر په اشاره څه وپوښتل. هغې ککرې ته تائيدي ټکانونه ورکړل. کريمې له ډکې خولې خندا سره د لاس په جګولو ورڅخه مننه وکړه. رشيد رډې رډې کتلې او نه پوهېده چې دا دواړه مېرمنې څه تړاو لري. حاجي ناصر هم په شک او قهر د دواړو اشارې څارلې.
يو مهال له ټولو څخه وغوښتل شول چې غلي اوسي. په حقيقت کې محکمه پيل شوه. په سر کې يې په لنډه توګه موضوع روښانه کړه. ورپسې يې وار کريمې ويسا ته ورکړ. هغه په آرامه پاڅېدله او په دې يې رڼا واچوله چې ولې او په څه شي دعوا لري. د هغې تر خبرو وروسته د مقابل لوري وکيل په خورا نزاکت او هنري حرکاتو ودرېد. په ډېر درنښت او له موسکا ډکې څېرې سره يې ددوئ دعوا چورلټ د بل د مال د خوړلو په هوډ وبلله. خواشيني يې څرګنده کړه چې اوس مهال په خلکو کې د انسانيت د معيارونو ستنې کمزورې شوي دي. د بل چا مال خوړل ځان ته داسې روا ګڼي چې آن په زړه کې يې هم نه ګرځي چې دا ګناه ده. د بېلګې په توګه يې وويل:
– نن سبا که څوک د غل لاس په خپل جيب کې دننه ونيسې کنه. نو ددې په ځای چې غل وشرمېږي په غرور ورته وايي « والله آفرين! ډېر بېداره يې!» بيا په خندا ورنه ځي.
په تالار کې دوامداره چکچکې شوې. قاضي له ناستو کسانو وغوښتل چې له چکچکو کولو ډډه وکړي.
خبرې ورو ورو ګرمېدلې. يو وخت د شاهدانو او د شواهدو د وړاندې کولو وار راورسېد. د هوښيارې څېرې وکيل د هاغې جرګې غړي راوغوښتل چې دا موضوع يې يو ځل فيصله کړې وه. د شناوۍ ږيرې خاوند، چې د جرګې مشري يې کړې وه، څرګنده کړه چې په دې برخه کې يې خپل دريځ د فيصلې په توګه روښانه کړی. ټينګار يې کاوه چې ددوئ جرګې ته ډېر قوي اسناد وړاندې شول. دغو اسنادو ثابته کړه چې مال سل په سلو کې رشيد ته سپارل شوی او ده ورک کړی دی. دی خپله هم منکر ندی. په پای کې يې اسناد هم ټولو ته وښودل.
د هاغو شوقي راغليو ځوانانو په منځ کې زوږ پورته شو. هغوئ حيران وو چې په داسې حال کې محکمې ته اړتيا څه وه؟
ورپسې د هوښيارې څېرې وکيل ډرېوران د شاهدانو په ځای ودرول. هغوئ کيسه وکړه چې څرنګه د رشيد له خوا استخدام شول؟ کله يې مالونه بار کړل؟ څرنګه غلو ونيول او وهل يې ورکړل؟ کيسه يې هلته ختمه کړه چې رشيد او قهار ور ورسېدل.
کله چې وار کريمې ويسا ته ورسېد. هغې له ډرېورانو وپوښتل چې آيا حاجي ناصر او د هغه ورونه يې مخکې پېژندل؟ دواړو سرونه وڅنډل. برېتو وويل:
– نه نه،اول ځل مې الته جرګه کې وليده.
کريمې سبا له هغه څخه مننه وکړه او ويې غوښتل چې حاجي ناصر د شاهدانو ځای ته راشي. په تالار کې بيا دګونګسو زوږ پورته شو. خپله حاجي هم په ملنډو هکې پکې وکتلې. ورپسې په مضبوطو ګامونو لاړ او کېناست. کريمې کټمټ پوښتنه له ده څخه هم وکړه:
– حاجي صيب! تاسې مخکې له دغو ډرېورانو سره پېژندل که نه؟
هغه په سږمو کې په ملنډو وپشېده:
– دا زه څه پېژنمه؟ ولې وا دې نه ورېدل چې څه يې وويلې؟
– ته خپل جواب وايه! ښه نو، تا ورسره اېڅ ډول اړيکې نلرلې؟
– نه.
– د کور پته، د موټرو نمبر پلېټ، د ټليفون شمېره، د اېڅ شي نه يې خبر نه وې؟
حاجي کټ کټ وخندل:
– وکيل صيب!… نه پوېېږمه تاته څه وويمه، وکيل صيب که وکيله صيبه؟
هغه بيا په زوره زوره وخندل. کريمې ويسا په جدي کتلو ځواب ورکړ:
– هر شی چې وايې پروا نه کئ، خو پوښتنې ته جواب سم ووايه!
– ښه صيب! سمه ده وکيله صيبه… نه وکيل صيب به وويمه. اسې خوند نه کئ. ګوره! زما خبرې ښه واضې وې. ما وويلې چې دا ډرېوران نه پېژنمه. آ؟ دا څه مانا؟ نو چې دوئ نه پېژنمه، د کور نه يې څه خبر يمه، د ټيليفون نمبر يې راسره څه کئ؟ بيا د موټر لمبر پلېټ خو زما خپل ندی په ياد، د بل به مې څه په ياد وي.
په تالار کې د خندا ګانو غره هار شو. شوقي ځوانانو د ( ډېر ښه! ) ناره وکړه. آن د رشيد دوئ ګاونډيان هم موسکي شول. په دې ترڅ کې وکيلې په آرامه وپوښتل:
– نو تاسې څرنګه د غلا نه اول خبر شوئ؟
د حاجي ناصر په څېره کې د تعجب نښې څرګندې شوې. په تېرو تېرو کتلو يې وپوښتل:
– څوک وايي؟ ځه مړې! چا به درسره ټوکه کړې وي. ځوانان دي د ښځو سره ټوکې کوي کنه.
بيا د تالار فضا خندا ګانو تسخيره کړه. قاضي له حاجي څخه جدي وغوښتل چې يوازې د پوښتنو ځواب ووايي! په تېره بيا له بې ځايه خبرو ډډه وکړي! حاجي له ملنډو ډکې موسکا سره سر په اطاعت وخوځاوه. وکيلې په سړه سينه خپل کار ته دوام ورکړ:
– څونه چې ماته مالومه ده، د مال د ورکېدو نه پس اول تاسې رشيد ته زنګ وواهه. تاسې نو د کومه خبر شوي وئ؟
دا ځل د حاجي په څېره کې د تعجب تر څنګ د قهر نښې هم راپيدا شوې:
– آ؟ نه نه. زه نه ومه خبر. رشيد راته وويلې.
– خو تاسې کلک نښتي وئ چې غږ دې بل ډول دی، څه خبره ده؟ اغه ويل اېڅ خبره نشته. تاسې بيا کلک وئ چې کومه خبره اتمن شته، اله ووايه! څه خبره ده؟ ستاسو د خبرو نه دسې ښکارېدله چې تاسو خبر يئ. يوازې غواړې ددوئ د خولې يې واورئ. ښه، چا خبر کړي وئ؟
– ايچا.
حاجي ناصر اوس پړسېدلی د شاهدانو په ځای ناست و، چې کريمې يو کاغذ ټولو ته وښود. ويې ويل چې دا يې د ټليفون له کمپنۍ معلومات اخېستي. په کاغذ کې ليکل شوي وو چې ډرېور د بار د بارولو په ورځ لومړی رشيد او ورپسې حاجي ناصر ته زنګ وهلی و. خو د مال د ورکېدو په ورځ يې برعکس لومړی له حاجي او ورپسې له رشيد سره اړيکه نيولې وه.
د حاجي ناصر په څېره کې پخوانی مستي او بې پروايي بېخي له مېنځه تللې وه. غوښين ورونه يې داسې په خپلو چوکيو وخوځېدل تا به ويل مېخونه پکې چوخېږي. حاجي يودم نېغ ودرېد او د وکيلې کاغذ يې چورلټ دروغ وباله. زياته يې کړه چې د ټليفون د کمپنۍ مامور ته چې هر څوک پينځه پيسې ورکړي د هغه په خوښه اسناد جوړولی شي. د هوښيارې څېرې وکيل يې هم د هغه خبره غبرګه کړه. خو کريمې ويسا په نرم خوځښت بل سند راواېست، چېرې چې ليکل شوي وو چې حاجي مخکې هم د ډرېور له نومرې سره ډېرې اړيکې نيولي دي. هغوئ دواړو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکاوه. ورپسې وکيلې په نرمه حاجي ته لاس اوږد کړ:
– تاسې کولی شئ خپل موبايل راوښياست؟
هغه په شک ور وکتل:
– موبايل څه کی؟
– نه يې اخلمه. يوازې يې راوښياست.
حاجي خپل موبايل له جېبه راواېست. د قاضي په شمول په تالار کې ټول حيران و چې د وکيلې هدف څه دی؟ هغې وپوښتل:
– له هاغه وخته چې جرګه ناسته وه دا موبايل مو بدل کړی که نه؟
– نه.
– ولې؟ يوې ښځې ستاسې موبايل تر پښو لاندې نه که؟
– هو، خو بيا يې بله ورځ بېرته راکه، خپل موبايل يې واخېسته.
وکيلې د تالار په پای کې چادري کړې ته ګوته ونيوله:
– آغه ښځه آلته ناسته ده.
ټولو مخونه ور واړول. وکيلې ټيپ او کېسټ راواخېستل. کسټ يې ټولو ته وښود:
– په دې کې دده د موبايل نه راخېستل شوې خبرې دي.
يو کاغذ يې د قاضي مخې ته کېښود:
– قاضي صيب! محکمې راته ددغو اسنادو د کارولو اجازه راکړې.
قاضي سند وکوت او د سر په ښورولو يې تائيد کړ. کريمې ويسا کېسټ ټيپ ته واچاوه. ورپسې يې قاضي ته په خطاب حاجي ته ګوته ونيوله:
– صيب! دا خبرې ده خپله ثبتې کړې دي.
ټيپ چالان شو. لومړی د حاجي ناصر او ډرېور تر منځ خبرې وې. هغه د پيسو د وعدې په مقابل کې ورته لارښوونه کوله چې په محکمه کې هاغه څه ووايي چې دی يې غواړي. هغه ويل:
– ګوره! وکيلان ډېر چالاکه دي. چې اسې يوې خبرې ته لږه ايشاره ام وشي اغئ بيا په ټوله کيسه پو وي. ويمه ګوره! د مال د بارولو په باره کې بېخي خبره مه کوه! که نه اغئ دستي پوېېږي چې ګاډي مو تش راروان کړي دي. پو شوې؟
– نه نه پيره! دعا دې په کار ده! د سورناچي څه ځي؟ يو پوف. څه اول وار خو ندی.
– ای د سورناچي زو! ګوره خو پو نشوې کنه. دا جرګه نده کنه. الته جرګه کې خو خپل کسان وي، دلته ماکمه کې ګوره ټول د مږې بچي دي. د هرې سوړې نه خبر وي….
ورپسې د حاجي خبرې د جرګې د کسانو سره راغلې. هغوئ ته يې هم ځېنې لارښوونې وکړې چې په محکمه کې څه ووايي. هلته هم داسې ښکارېدله چې رشيد ته دا ټول پلان مخکې د مخکې نه جوړ شوی و. ډرېورانو د حاجي مال له سره بار کړی نه و. پاتې شو د رشيد مال. هغه يې له کمپنۍ بار کړی او په هماغه ښار کې يې د حاجي په لارښوونه يو دکان ته سپارلی و. بس، ټوله ډرامه وه. د خبرو په منځ منځ کې د همداسې نورو ډرامو يادونه هم کېدله چې مخکې کاميابه تېرې شوې وې.
دا وخت وکيلې له حاجي څخه، چې وازه خوله يې کله هغې او کله چادري کړې ښځې ته کتل، وغوښتل چې د شاهدانو ځای پرېږدي. هغه هم پرته له څه ويلو همداسې وکړل. د وکيلې په غوښتنه د شاهدانو ځای ته يو بل دکاندار راغی. هغه وويل چې دا بله پېښه له ماسره شوې ده. زه يې هم همداسې وغولوم. ما تر اوسه داسې فکر کاوه چې زما مال په رښتيا ورک شوی دی. خو دغو ټيپ شويو خبرو مې سر خلاص کړ.
په پای کې کريمې ويسا ثابته کړه چې دا يو بانډ دی چې واړه تجاران په دام کې اچوي او وروسته د جرګې د ډرامې په جوړولو ورڅخه ټول جايداد غصبوي. هماغه وو چې قاضي د رشيد او قهار دعوا پر حق او حاجي ناصر او بانډ يې مجرمين وبلل. پوليسو همالته ځای پرځای ټوله ډله ونيوله. رشيد منډلي ځوان ته، چې لاسونه يې شاته ولچک وو، په ملنډو وروځې واچولې:
– ای! اوس به دې ښه کوفته کي.
هغه له ډېرې بې وسۍ له ژر ژر سا اخېستو سره غاښونه وچيچل.
دواړه ورونه ددغه له اټکل نه لېرې ناڅاپي بدلون له امله دومره خوشحاله وو چې له کريمې ويسا څخه يې مننه هم له ياده ووتله. وروسته چې يې پام شو، هغه له محکمې څخه وتې وه. دوئ له مدير صاحب سره يوځای دفتر ته ورغلل، چې هم مننه وکړي او هم د هغې د مزد په هکله ورسره وغږېږي.
هلته د منتظرينو په چوکۍ يو تن پوليس هم ناست و. همدا چې د سکرټرې په اجازه دفتر ته ننوتل سم د لاسه يې سترګې په نوريې ولګېدلې. هغه له جګو بوټونو او شاته اړولې چادري سره خوشحاله ناسته وه. دوئ پوه شول چې دا هماغه د تالار په پای کې چادري کړې ښځه وه. د رشيد او قهار په سترګو کې د تعجب تر څنګ د قهر د لمبو غرغندې شوې. نوريه سخته وډاره شوه. بدن يې له سونګېدو او راټولېدو سره په چوکۍ کې يو موټی شو. رشيد له رېږدېدونکو ژامو سره ورباندې ودانګل. د نوريې له خولې بې واکه له وحشته ډکه چيغه وختله. آن سکرټره په منډه دننه دفتر ته ننوتله. پوليس هم په دروازه کې راڅرګند شو. دا وخت کريمه ويسا د رشيد مخې ته ودرېدله:
– پام، پام، پام کوه!
مدير صاحب هم هغه له مټې نيولی په چوکۍ باندې کېناستو ته وباله:
– ته لږ ساړه وخوره کېنه! اول کيسه واوره! بيا اغه سات اغه مسلات.
دواړه ورونه له ډېره قهره په پرله پسې توګه لکه جنګي غوايان پشېدل. د ځان د کنټرولولو په موخه يې نوريې ته بېخي نه کتل. پوليس بېرته ورک شو. وکيلې په آرامه خبره پيل کړه:
– ګوره وروره! دا شوکر د خدای دی چې نوريه جانې زموږ کور پيدا که. اغې مخکې کوم وخت زه د مور سره په باړي بابا زيارت کې ليدلې ومه. د مور د خبرو نه مې پو شوې وه چې زه څه کومه او کور مې چېرې دی. د امدې دپاره زموږ کره راغله چې کومک ورسره وکمه. ما چې يې کيسه واورېدله، سخت مې پې زړه وسو. ما ويلې دې جلۍ سره خو بايد کومک وکمه.
مدير صاحب سر وخوځاوه:
– ډېر ښه شو چې د اغه حرام خور آجي ناصر په لاس ور نغله.
– داه! ښه شو دې وويلې نور دې پرېښودله. دا ورباندې خدای لوی فضل کړی.
هغې بېرته مخ دواړو ورونو ته واړاوه:
– نوريه جانې د امغې اولې ورځې نه د بختۍ ترور د لارې د خپلې مور سره ټليفوني خبرې کولې، چې ستاسې د حال نه خبره شي.
دواړه ورونه لکه ماران تاو راتاو شول. وکيلې زياته کړه:
– ماته يې ويلې د آجي ناصر دوئ ډله دروغ وايي. ويلې اغوئ نو ولې زما د ابا خبرې ثبتې کړې وې؟ ولې يې اغه د ګمرک د ليک کاپي اخېستې وه؟ دا خپله ددې مانا لري چې مخکې د مخکې نه يې پلان جوړ کړی و. دا خبره يې زما زړه ته ولوېدله.
هغې د نوريې خواته مخ تاو او په سر يې لاس ور تېر کړ:
– نامه خدا! ډېره مېربانه ده.
بېرته يې مخ راوڅرخاوه:
– کله چې خبره شوه چې دوکان يې درنه واخېست سخته خفه شوه. چې ستا د وهلو يې واورېدل، ټوله ورځ يې ژړلي. امدا يې ويلې چې ابا مې وژني.
مديرصاحب سر په منښته وخوځاوه:
– رښتيا وايي! ما ويلې وه خدايه! ته دې بېچاره ته ګوره چې د پلار دپاره څونه ځورېږي او اغه ته وګوره چې شپه او ورځ يې د وژلو چورتونه وهي.
ورپسې د وکيلې غږ جګ شو:
– دا خو څه کی مدير صيب! بازار ته سودا پسې تلې وه ابا يې ناڅاپي په مخه ورغلی و. سره ددې چې ډېره يې ځغلولې وه. خو دا خوشاله وه چې خپل ابا يې وليده. بيا چې ورور يې مړ پيدا شو اوهوهوهو، دونه يې ژړلي دونه يې ژړلي چې ايچا ارامولی نشوه. کلکه نښتې وه چې قبر ته يې ځمه. پو شومه چې نه ټينګېږي. ما ويلې ځه! خو ډېر پام به کی! چې بېرته راغله بيا يې ددې دپاره ام ژړل چې ابا يې خلکو په وهلو وهلو د موټره لاندې وغورځوه. موږ ټول يې په سرو سترګو کېنولي وو.
د وکيلې او سکرټرې لېمه نمجن شول. نوريې سترګې ښکته اچولې وې. مدير صاحب په افسوس د هغې ماشومانه څېرې ته کتل. په دې ترڅ کې وکيلې تر سترګو سولولو وروسته خپل�� خبرو ته دوام ورکړ:
– بل، دونه يې نامه خدا سر ښه کار کئ چې څه درته وويمه! کله چې مې تحقيق کوه زما وخت ډېر کم و. حيرانه ومه چې څنګه وکمه؟ دوه درې کاره مې بايد کړي وای. ما ويلې کشکې مې ايجازه لرله چې د آجي خبرې مې ثبتې کړې وې. دې ويلې ته ودرې زه يو کار کومه. اول يې خپل موبايل دسې جوړ که چې د زنګ وهلو او زنګ راتلو په وخت کې خبرې اوتومات ثبتې کي. بيا لاړه په دسې چل يې د آجي سره موبايل بدل که چې اغه پو ام نشو. څو ورځې پسته بيا لاړه بېرته يې خپل موبايل تې په چل واخېسته.
کريمه ويسا موسکۍ شوه:
– دا تلوېزونونه يې ډېر ښه کړي وو چې خبر کړي يې وو. ما چې وليدل دسې خوشاله شومه. ما ويلې ځه قاضي که رشوت ام اخېستی وي اوس اېڅ نشي کولی. ويمه ددغو غلو په افشا کولو کې اغه اصلي کارونه دې وکړه.
رشيد وکيلې ته رډې رډې وکتلې. هغې سر وخوځاوه:
– هو! په ټول تحقيق کې يې راسره امدسې کومک کړی دی. او، او اغه د دوکان او کور مهر و لاک د چا کار و؟ امدا وه کنه.
رشيد يودم مخ لور ته تاو کړ. نوريه له شټوهلو سره په چوکۍ کې نوره هم ننوتله. دواړه مټې يې داسې مخ ته نيولې وې چې د وار او ګوزار په وخت کې يې زيان کم کړای شي. خو د مټو له منځه يې پلار ته کتل چې له هوډه يې خبره شي. قهار سر ښکته اچولی او مخ يې په ورغوو پټ کړی و. خو لور او پلار يوازې په چپه خوله په يوبل کې سترګې خښې کړې وې. کريمه ويسا، مدير صاحب او سکرټره هره ثانيه دې ته چمتو وو چې د بريد په صورت کې د رشيد مخه ونيسي. يو وخت نوريې ورو ورو مټې ښکته کړې. په نرم خوځښت بېرته په چوکۍ سمه کېناستله. خو په سترګو يې د پخوا په څېر د پلار د راتلونکي عمل د اټکل هڅه کوله.
پای