لیکنه رلمی پښتون –
په نوي عصر کې هرڅه په ټکنالوجۍ پورې تړلي دي تاسو وینئ چې په نوي عصر او زمان کې یوه پیغله نجلۍ په په امریکا کې ناسته وي او موږ زرهاوو کیلومتره ترې لري یوو د همدې نوې ټکنالوجۍ په وسیله په بې پیلوټه الوتکې بمباري کوي او موږ یې په مقابل کې په چریز ټوپک ډزې کوو او هڅه کوو چې دا وولو اما هیڅ ګټه نلری هغه له ځمکې نه زرهاوومتره لوړه وي دا ټول هغه څه ديچې هغو دخپلو پوهې او ټکنالوجۍ له برکته لاسته راوړي دي ځکه چې ټکنالوچۍ ته له لاس رسي پرته دا پوهه ناممکنه ده.
اوس تاسو ټولو ته معلومه ده چې پاکستان زمونږ د هیواد په یوې برخې هره ورځ راکیټونه راولی او مونږ داسی وسله نه لرو چې هغوی پرې په نښه کړو اوس تاسو ووایاست، غیرت همدا نه دی چې د خپل وطن دفاع وکړي او موږ یې ځکه نشو کولی چې په لاس کې هیڅ نه لرو ځکه چې موږ پوهې او زدکړو ته مخه نکړه اوس هغه پاکستان چې سلهاوو کلونه زمونږ نیکونو او باباګانو پرې حکومت کړی اوس همدا پاکستان د خپلې پوهې او ټکنالوجۍ له برکته په موږ داسی بریدونه کوي، تاسو ووایاست موږ هغه خلک نه یو؟ هغه خلک یو غیرت خو هغه غیرت دی اما ځان مو له نوي عصر سره جوګه نکړ موږ شاته پاتې شوو،له زدکړو سره مو مخالفت وکړ د همدې لپاره مو دا حال دی اوس تاسو ووایاست غیرت له پوهې او ټکنالوجۍ پورې تړلی ندی؟؟؟