غیرمسوول وسله وال

په دې وروستیو کې چې په ځینو سیمو کې امنیتي حالت یو څه کړکیچن شوی دی او تر پخوا امنیتي ستونزې زیاتې شوې دي په همدې سیمو کې د ظاهرآ د دولت په پلوي یو شمیر نوي وسله وال هم راڅرګند شوي دي، پخوانیو یو شمیر جنګسالارانو د امنیتي حالت له خرابوالي څخه په ګټې اخیستنې سره خپلو سیمو ته ولاړل او هلته یې خپل پخواني انډیوالان سره راټول کړل وسله والې ډلې یې ترې جوړې کړې .

دغو وسله والو ډلو نافذو قوانینو ته په نه پاملرنې سره ځینې کړنې ترسره کړې چې د خلکو په ذهنونو کې یې د پخوانیو ټوپکسالارانو خاطرې را ژوندۍ کړې.

په دې ډلو ګڼ نومونه کیښودل شول د خلکو خودجوشه پاڅون، جهادي وسله وال او د سیمې د امنیت ساتونکي ، هر نوم یې چې وي په ټول هیواد کې د دې ځواکونو له کړنو شکایتونه شوي دي، د محکمې له پریکړې پرته په فجیع کل د خلکو یا مخالفینو له وژلو رانیولې بیا د عشر تر را ټولولو او د خلکو تر ځورونې او وژنې پورې تورونه پر دوی شته او په بیلابیلو سیمو کې ترې دا ډول شکایتونه شوي دي.

دا تجربه په افغانستان کې تر دې دمخه هم شوې ده چې له بده مرغه ښه نتیجه یې نه ده ورکړې.په افغانستان کې د کودتایي او یو ګوندی رژیمونو په منځ ته راتلو سره حکومتونو د خپل واک دساتلو لپاره په ولسوالیو او کلیو کې دسیمه ایزو ملیشو دا ډول وسله والې ډلې جوړې کړې.

هغه وخت دغه وسله والې ډلې په مختلفو نومونو یادې شوې. هغه یو شمیر کسان چې په کلیو کې دحکومت پلویان و، حکومت ورته وسلې ورکړې او دملیشو او کله هم د وطنپرستانو په نومونو یاد شوي دي، ددې ترڅنګ د دولتي تآسیساتو او ادارو د امنیت دساتلو لپاره د انقلاب مدافعینو د ډلو په نامه هم د دولتي ادارو ځینې کارکوونکي او نور ځوانان وسله وال شول، سربیره پردې د انقلاب د سپاهیانو په نامه ځینې ګوندیان او دهغوی پلویان هم وسله وال شول چې دوی به کله کله په پوځي او چاڼیزو عملیاتو کې برخه اخیستله.

چې بیا وروسته کله چې د هغه وخت د دولت مخالفین نور هم پیاوړي شول او په ځینو سیمو کې یې د مخامخ جګړې توان پیدا کړ دولت هم په همدغو نیمه پوځي ډلو ډیره تکیه وکړه.په ځینو ځایونو کې دغو ډلو د دولت اوامر منل او د قانون خلاف کارونه یې نه ترسره کول.

خو په ځینو نورو سیمو کې بیا دغه ملیشې په یوه لوی ځواک بدلې شوې او ځینې بې سواده او کم سواده کسان پکې قوماندانان شول، دغو کسانو چې ولیدل دولت دوی ته احتیاج دی نو لکه د اوسنیو تنظیمونو په څیر یې له دولت څخه دنورو امتیازونو غوښتنه کوله، دولت هم په ډیره سخاوتمندي ددوی غوښتنې منلې او په بدل کې یې له دوی څخه غوښتل چې دهغوی لپاره وجنګیږي نور یې په دې پسې نه ګرځیدل چې دوی له قانون سره سم عمل کوي او که قانون او بشري حقونه ترپښو لاندې کوي.

همدغه ملیشې سوکه سوکه په ځینو ځایونو کې په پوځي قطعو کنډکونو، غونډونو لواګانو او آن فرقو بدلې شوې، قوماندانانو ته یې خیراتي پوځي رتبې ورکړل شوې ورسره سم په خلکو ددوی ظلمونه هم زیاتیدل اوس هم زموږ د ډیرو خلکو په ذهن کې د ګلم جم د ملیشو دظلمونو کیسې ژوندۍ دي.

ددې ترڅنګ د جهاد په لیکو کې هم همداسې پخپل سر ملیشې زیاتیدلې او ورسره سم له قانون او بشري حقونو څخه ددوی سرغړونې هم ورځ تربلې زیاتیدلې.چې بیا دغه ملیشې د ډاکټر نجیب الله د حکومت د ړنګیدو او تنظیمي جګړو د پیښیدو لامل هم شوې.او چې دغه دواړه ډلې سره نږدې او یو ځای شوې په کابل او هیواد کې یې دناامنیو او بې ثباتیو یو فصل پیل کړ چې لا تراوسه هیواد نه شي کولی خپل پخواني د ثبات حالت ته ورستون شي.

دتیرو میلشو د بیلابیلو ډلو اونومونو یادونه مې ځکه وکړه چې موږ په همدې برخه کې تیره تجربه لرو خو له بده مرغه موږ له خپلو تیرو تجربو هیڅ وخت ګټه نه اخلو او همدا زموږ بې پامي او تر ډیره ناغیړي ده چې ناورینونه یو په بل پسې تکراریږي.

دغه وسله والې ډلې هم چې په هر نامه یادې شي او هر ډول تنظیم شي که د ملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې تنظیم نه شي پایله به یې هماغه وي چې دمخه مو لیدلې ده.کومه پانګونه چې پر دغو ډلو کیږي ولې دا پانګونه پر ملي اردو او ملي پولیسو ونه شي؟

دا ډول ډلې چې د ځینو پخوانیو جنګسالارانو له خوا په ځینو سیمو کې جوړې شوې دي تر بلې هرې غیرقانوني وسله والې ډلې زیات د امنیت په ګډوډولو او بې قانونیو کې لاس لري که دا ډلې همداسې پسې وده وکړي، لیرې نه ده چې په لویو جنګسالارانو بدل شي او هیواد په راتلونکي کې هم له ستونزو سره مخ کړي.

دخلکو ویره او اندیښنه داده چې که دغه ډلې همداسې وساتل شي او دولت یې د ړنګولو او بې وسلې کولو په برخه کې ګام پورته نه کړي نو خدای مه کړه زموږ دراتلونکو نسلونو پر اوږو به هم زموږ په څیر د جنګسالارانو دروند پیټی پروت وي او هیواد به یوه بله پیړۍ هم په جګړو کې تیروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *