غیږ

–         قسم دی بیا داسې نه کوم !

–         نه دې دی قسم ونیسه لاس دې

–         بس دی باور وکړه که مې بیا شوخي وکړه ….

له دې سره هلک چوپ شو ښوونکي وویل که دې بیا شوخي وکړه نو څه؟

هلک چې داوړه لاس یی په تخرګونو کې نیولي وو وویل نو بیا….. نو بیا هیڅ ..

ښونکی ډیر په غصه شو ترڅو یی چې د هلک په لوري ګام اخسیت هلک دټولګې دروازې ته ووکتل او دوه پښې یی خپلې کړي دوه پردی او دې انګړ په لورې یی منډه واخیسته .

 دا لومړی ځل نه وو داڅوم ځل وو چې هلک به د انګړ په لور منډه کړل خو بیابه ښوونکي ورته دننتو اجازه نه ورکوله او دده به هم له ټولګي نه دباندې سات تیر وو او جزا به یی داوه چې دښونځي سوزونکي لمر ته پاتې شي

خو داځل عجیبه منظره وه لویی تنې واله ښوونکی چې توره ږیره یی لرله او یو یو سپين تار هم په کښې وو په هلک پسې منډه کړل دښوونځي په سپیره او ګرم انګړکې هلک تر سر او ښوونکی ورپسې دواړو یوه دوره وکړه

ټولو تنکیو ماشومانو دښوونکي او زده کوونکي دالوبه دټولګي له کړکیونه څارله ښوونکی چې ودرید نو هلک هم دخاورو دیوې وړې غونډی په سر ودرید

یوه شیبه دواړو ښه یوه او بل ته وکتل ښوونکي دزده کونکي څیره ،خلاص ګریوان  ، په غاړه کې تسبیح ،ببر سر ، پوره غرور اوسرزوري په پوره توګه له نظره تیر کړل .

هلک هم ښه ښوونکي ته ځیر شو دهغه په لاس کې تنکی لښتې ته دهغې غصې ته خو هغې مسکاته چې دده په تندې کې وه ځير نه شو

هلک چپ لاس په ملا ونیو او چپ لورې ته یی ځان کوږ کړ

یودم یی په ښي سوک خپلې سینې ته ډب ورکړ او سم دواره یی وویل

–         ملم صاحب دا ټټر دی ټټر   …..   داټټر هر سړی نشي نیولی

ښوونکې چې دهلک په لس کلنه څیره کې دومره غرور او زړورتیا ولیدله سم دواره یی وویل راځه که ما ووهلې زه به بې ایمانه وم

هلک چې دښوونکي داخبرې ووارېدې شیبه چوپ شو حتمې به په دې سوچ کې وو چې ایمان څومره ډیر ارزښت لري هغه ته دا پته وه چې ایمان ډیر ګران دی نو ځکه یی وویل

–         راځه چې په ایمان دې راته قسم وکړ نو زه هم در ځم

ښوونکې خپله غیږه خلاصه کړه او هلک هم دښوونکې غیږې ته ځان واچاوه ټول هک حیران شول دښوونکې له سترګو مړو اوښکو لارې وکړې هلک واړه لاسونه دښوونکې له  لویو ولو نه تاو کړل

دښونځي سرمعلم هم چې دا ننداره کوله  په دواړو ګوتویی خپلې  اوښکې پاکې کړې او وویل

–         حبیب الله خان داهلک  درسره راوله ادارې ته چې زه ورته جزا ورکړم

هلک  په زړه ورتوب وویل ځه درځم دانو څه خبره ده دایی هم سرباري په نورو جزا ګانو ….

ښوونکي زده کوونکی په مخامخ څوکی کیناوه او ورته ویی وویل زویه زه به تر څو تا وهم ټکوم آخر ته هم په دې وهلو کې پوخ شوې زه هم ستړی

زده کونکي  سم دواره ورته وویل هو ملم صایب هسې مو تنا په ماپسې را اخیستې ده قادر او زمان خو څوک بیخې  نه وهي ځک قادر ستا زوی دی او دزمان په حال زه هم نه یم خبر ،

ښوونکې په سړه سینه ځواب ورکړ هغه قادر نه دی دهغې په مغزو کې هسې هم څه نشته او زمان خو اولنمره دی او ښه هلک دی نو ولې یی ووهو

ښه نو ماولې هر ساعت ځوروی زما خو هم په مغزو کې څه نشته

شته هغه څه چې ستا په مغزو کې دي ستا په څيره کې معلومیږي او مونږ غواړه هغه څه چې ستاپه ککره دي هغه راوباسو

–         ښه ښه زه ددې په خاطر وهل ټکول خورم چې زما په ککره کې څه شته؟

–         نه نه زویه ددې په خاطر وهل خورې چې له هغې نه کار نه اخلي

–         نو نو له دې وروسته به ترې کار اخلم ددې په خاطر نه چې وهل  ونخورم بلکه ستا دغیږې په خاطر

–         نور ته ښه پوهیږي له دې وروسته زه نه په تاپسې په ټولګي کې منډې وهی شم او نه هم په انګړ کې

واړه زده کوونکي په لوی جرأت ورته وویل سمه ده ته هسې کله په ماپسې په میزو باندې منډې وهی شي له دې وروسته زه هم پوه شوم چې څه وکړم

له هغې ورځې راهېسې دولس کاله کیږې خو دهمغې وعدې په خاطر هغه زده کونکی  له  خپل اصلي هدفه نه دی راټیټ شوی لویی موخې او هدفونه یی په مغز کې ګرځي  او تل دخپل سپین ږیري ښوونکي لاسوونه ښکلوي او دهغې ګرمې غیږې خوند یی لاهم په یادونو کې تازه دی  ….

شفیق الله امیرزی

کابل پوهنتون

دژبو اوادبیاتو پوهنځی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *