فابل (Fable) د حیواناتو په ژبه هغه لنډ او ساده داستان دی چې موخه یې د یوه اخلاقي یا معنوي حقیقت ورښوونه ده. ځینې وختونه فابلونه د طبیعي موجوداتو یا خارق العاده پېښو، نړیوالو افسانو او اسطورو او دروغینو داستانو له پاره هم کارول کیږي.
د فابل لفظ له Fabula یوناني کلمې څخه اخستل شوی چې د کیسې او حکایت مانا لري. په نړیوالو ادبیاتو کې هغو منثورو یا منظومو کیسو، لنډو افسانو او حکایتونو ته ویل کیږي چې د حیواناتو په ژبه یې اخلاقي مسایل او مطالب بیان کړي وي او په حکیمانه پندونو یا نصیحتونو پای ته رسیږي. دغه ډول ډېری کیسې او حکایتونه له تخیل څخه سرچینه اخلي، قهرمانان او کرېکټرونه یې حیوانات دي مګر کله کله غیر ژوندي موجودات، انسانان او خدایان هم په کې وجود لري او داسې کیسې دي چې په کې اخلاقي مطالب او پایلې نغښتې وي.
د شپيلي(Shipply) په اثر د نړۍ ادبي اصطلاحاتو سیند کې لولو: «په فابل کې حیوانات له خبرو کولو پرته، نور له خپل طبیعت سره سم عمل کوي. موضوعات او اصلي سرچینې یې بې شمېره دي او لیدلوري یې واقع بینانه او کنایه ډوله وي». (Shipply,1970: p113)
اپولولګ(Apolouge) او حماسة وحوش(Beast Epice) د فابل مترادف او مشابه ګڼل کیږي. اپولوګ په نظم یا نثر لنډ حکایت دی چې په کې ګټور اخلاقي مسایل نغښتي وي او کرېکټرونه یې حیوانات دي. حماسة وحوش هم یو ډول تمثیلي حکایت دی چې تر ډېره اوږد وي، دروغین او ساختګي سبک لري او کرېکټرونه یې حیوانات وي.
د حیواناتو په ژبه بیان شوې کیسې خورا اوږده تاریخچه لري او په شفاهي توګه له یوه نسل څخه بل نسل او له یوه ملت څخه بل ملت ته انتقال شوې دي. مثلا ً، په کلیله او دمنه کې زمری د ځنګل پادشاه او د زور ځواک سمبول دی، ګیدړ د هوښیارۍ او چالاکۍ سمبول او لېوه د ظلم سمبول وي. سپی د وفادارۍ، پیشو د کور ساتونکی او موږک د کمزورتیا او هم د مضریت رول پر غاړه لري. همدارنګه بوبوتتی(هدهد) د رهبر او مشر، باز د خدای، بلبل د عاشق، طوطي د ذاهد او عابد شخص او طاووس د هغه شخص ممثل دی چې هر کار جنت ته د رسېدو له پاره کوي.
فابلونه له دوو برخو یا اړخونو جوړ دي، یانې سمبولیک او نمایشي اړخ او د پند او عبرت اړخ چې اخلاقي پایله هم ورته ویل کیږي. نو ویلای شو چې فابلونه هغه اخلاقي کیسې دي چې اخلاقي اوامر او دستورات په کې نغښتي وي.
هردر فابل په درېیو برخو وېشلی: نظري (تیوريک)، اخلاقي او جبري. تیوریک فابلونه تعلیماتي او د پوهنیزه بڼه لري او د نړۍ پر نظام د واکمن قانون طبیعي ښکارندويي کوي.
په اخلاقي فابلونو کې د انسان د ژوند دود، غوښتنو او تمنیاتو له پاره مضامین او مطالب او هم اخلاقیات شامل دي خو موږ له دغو مطالبو څخه بدبختۍ او بې رحمۍ نه زده کوو بلکې د طبیعي او عیني چارو په اړه داسې پراخ لیدلوري راکوي چې د ټولو ژوندیو موجوداتو د سعادت او نېک بختۍ لامل کېدای شي.
په جبري یا تقدیري (برخلیک) فابلونو کې ځینې داسې پېښې او حالات منځ ته راځي چې دفع او مخنیوی یې د ژوندي موجود له وسه پوره نه دی؛ ځکه چې یو مافوق قدرت دغه مقدرات پر موجوداتو تحمیلوي او محکوم موجود پرته له دې چې د خپل برخلیک له ناوړه پای څخه ځان وژغوري، باید د خپلو خلاف کاریو سزا وویني.
مثلاً، هغه عقاب چې له کوم مسلخ یا محراب څخه د غوښې یوه ټوټه تښتوي، خدایان یې ځالې ته غیبي اور اچوي او کوچني بچي یې د هغو ژویو له خوا ښکار کیږي چې ده یې کوچني بچي غلا کړي او خوړلي وو.
مخینه:
له قراینو ښکاري چې فابل په لرغونو تمدونونو او حتا لومړنیو اقوامو کې موجود و، خو بېلګې یې له منځه تللې دي. یو له هغو ځایونو چې ممکن د نړۍ تر ټولو ډېر فابلونه هلته وجود ولري او درنه برخه یې لاهم شفاهي او نا لیکلې پاتې ده، د افریقا لویه وچه وي چې له دوله لکه پنځوس زرو ډېرې کیسې، فابلونه، افسانې او تمثیلونه لري. ادبپوهانو د فابل تر ټولو لرغونې او پخوانۍ بېلګې په ختیځه نړۍ پورې اړوند بولي او زیاتوي چې فابل له مشرق زمین څخه غرب ته رسېدلی دی. په ختیځ کې د فابل د سترو بېلګو یو ټاټوبی هم هندوستان دی.
د اروپايي فابلونو اصلي سرچینه او منشاء باید مشرق زمین او په ځانګړې توګه هندوستان وګڼل شي. کلیله او دمنه کتاب د شته فابلونو تر ټولو غوره او پخوانۍ بېلګه ده چې په سانسګرېټ ژبه کې دانتا کاثا او کالپتیا کاثا ورته ویل کیږي او د افسانې مانا لري. کلیله او دمنه د دوو شغالانو نومونه دي چې اوسمهال ورته پنجاتترا یانې پنځه بابه یا پنځه کیسې ویل کیږي. ویل کیږي دغه کیسې د امر شکتي په نوم یوه پادشاه د هغه وخت د یوه عالم ویشنو شرما په وسیله خپلو زامنو ته لیکلې دي. خو داسې روایتونه هم شته چې ویل کیږي دغه کیسې د هندو مذهب یو لوی خدای (شیوا) خپلې مېرمنې (پاروتي) ته لیکلې دي.
کلیله او دمنه کتاب د انوشیروان په وخت کې د طبیب برزویه لخوا په پهلوي ژبه وژباړل شو او بیا په شپږمه هجري پېړۍ کې د ابوالمعالی نصراله منشی له خوا په فارسي ژبه واړول شو. ابوالفضل فارسي هم کلیله او دمنه کتاب د عیار دانش په نوم فارسي ته ژباړلی او دغه اثر بیا د خوشال خان خټک د لمسي افصل خان خټک(۱۰۷۵ هجري زیږېدلی) لخوا په پښتو ژبه اړول شوی دی. همدارنګه دغه کتاب د اسلامي حکومت په لومړیو کې د عبدالله بن مقفع له خوا په عربي ژبه ترجمه شو او له عربي ژباړې یا اصلي متن یې اروپايي ژبو ته هم ژباړې شوې دي.
په اروپا کې د فابل تر ټولو پخوانۍ بېلګه له میلاد څخه اووه یا اته پېړۍ وړاندې یویان پورې اړه لري او ایسپ (Aesop) ته یې نسبت کیږي (ایسپ یو افسانوي شخص دی چې ښايي مشهور لقمان حکیم به وي، ویل کیږي لقمان هم خورا بدرنګ، بخیل او په ملا کړوپ خو ډېر هوښیار سړی و. ځینې پوهان لقمان او ایسپ یو شخص بولي). دغه غلام بخیل، مست، شاکوپی او بدرنګ خو ډېر هوښیار، ځیرک او دانا شخص و او هغه مهال یې ګڼ فابلونه ویلي او لیکلي دي. له میلاد څخه دری سوه کاله وړاندې د فالریوس په نوم یوه کس د ایسپ فابلونه راټول کړل او له میلاد څخه وړاندې لومړۍ پېړۍ کې رومي لیکوال فډروس(Phaedrus) د دغو فابلونو یوه برخه په لاتیني ژبه نظم کړه.
په معاصره اروپا کې لومړنی فابل لیکوال ګوتولډ لسینګ د دیارلسمې میلادي پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د جرمني په سترېکر کې اوسېده او ګڼ شمېر فابلونه یې ولیکل. د منځنیو پېړیو حیوان رینارد ګیدړ دی چې او له خولې یې خورا زیات فابلونه او کیسې لیکل شوي دي. په اووه لسمه پېړۍ کې جان ګي په انګلستان او لافونتن په فرانسه کې ګڼ فابلونه ولیکل. همدارنګه په انګلیسي ادبیاتو کې د حیواناتو کلا(animal farms) د نامتو فابلونو ټولګه ده چې د جورج اورول له خوا لیکل شوې او د سیاسي طنز په چوکاټ کې یې کمونیزم ننګولی دی.
د کلیله او دمنه د فابلونو یوه بېلګه:
کارغه وویل زرکه زما ګاونډۍ وه، خو له ډېرې مودې یې درک نه شته، فکر کوم مړه شوې به وي. له ها خوا سوی راغله او د زرکې په کور کې یې واړول. موده لا نه وه تېره چې زرکه بېرته خپل کور ته راغله او په خپل کور کې د سوی په لیدو خفه شوه. سوی ته یې وویل: دا کور زما دی. خو سوی وویل: که کوم سند لرې نو حق د ثابت کړه.
زرکې ورته وویل: دلته نیږدې د لښتي په غاړه یوه دینداره پیشو ده، د ورځې روژه نیسي او د شپې لمنځونه کوي. له دې پيشو بل عادل قاضي نه پیدا کیږي، وربه شو چې زموږ فیصله را وکړي.
دواړه د پيشو کور ته لاړل، کله چې د پیشو سترګې پرې ولګېدې نو لاسونه یې دعا ته پورته کړل او په عبادت لګیا شوه. له عبادت وروسته یې مخ را وګرځاوه او پوښتنه یې وکړه، څه خبره ده؟
سوی او زرکې خپلې دعواوې ور واورولې، خو پيشو ور غږ کړ: زه اوس زړه شوې یم، غږ مو سم نه شم اورېدلای، لږ نیږدې راشی. زرکه او سوی هم نیږدې ورغلل او د خپلو دعوا ګانو په ویلو یې پیل وکړ. خو پيشو ټوپ کړ، دواړه یې غبرګ ونیول او ویې خوړل. هېڅ وخت په خپل دښمن قضاوت مه کوی.
د عبدالباري جهاني منظوم فابلونه (پند او عبرت) په معاصره پښتو کې د فابل لویه ټولګه ده، چې په کې د حیواناتو په ژبه کیسې او حکایتونه راټول شوي دي. د مثال په توګه د مږک شېر تر سرلیک لاندې د موږک په ژبه د هغه چا د برخلیک په اړه خوږ حکایت کیږي چې د بل په مټو غټ شي او اتل شي. د کیسې پیل په اخلاقي مسایلو کیږي:
د لوی ښار څخه د باندې یوه دره وه
جوړه کړې یوه شیخ په کې دېره وه
په سجدو به خدای ته پروت و په خواستونو
ټولې شپې یې تېرولې په نفلونو
که هر څو د ښار…
او د کیسې پای په داسې حکیمانه پندونو پای ته رسیږي چې د مخاطب په ذهن او روان ژور اغېز پرېږدي، د ځان او نورو کسانو برخلیک ته یې متوجه کوي:
چې د بل په مټو غټ شي یا زمری شي
په هغه ګړۍ له قام څخه پردی شي
اول غوښې خوري د خپلو قریبانو
خښوي داړې په خپلو په یارانو
دا یې هېر وي چې نن ته تېرېدل شته
چې هسکیږي یوه ورځ ښکته کېدل شته
چې یې عقل خدای موږک غوندې کوچنی کړي
یوه ورځ پر خپل بادار باندې غورځی کړي
مأخذونه:
- جهاني، عبدالباري. پند او عبرت. د منظومو حکایتونو ټولګه، علامه رشاد ادبي ټولنه، کندهار ۱۳۹۱، ۷۷ مخ.
- جمالزاده، محمدعلی. فابل در ادبیات فارسی. مجلة گوهر، جلد اول و دوم، 1351.
- سعیدیان، عبدالحسین؛ دایرةالمعارف ادبی، امیرکبیر، تهران، 1369، چاپ سوم، ص 599-597
- زرینکوب، عبدالحسین؛ بحر در کوزه(نقد و تفسیر قصههای و تمثیلات مثنوی)، علمی و سخن تهران، 1368، ص
- منشی، نصرالله؛ کلیله و دمنه، با تصحیح مجتبی مینوی، باب اول، چاپ ششم، 1361، صص 91- 90.
Shipply, Joseph; Dictionary of Word Literary Terms, London, 1970