د زړې ونې ډډ ته یې ډډه ووهله. سړی ستومانه و. سترګې یې پټې ونیولې. سیوري ته شمال یخ لګیده.
ورپام یې شو چې د ونې ریښې پر مځکه برسیره غځیدلې دي. له ځان سره یې وویل:
« تر مځکې لاندې به تر کومه ژورې وي؟»
بیا یې خولۍ له سره لرې کړه د ونې سر ته یې وکتل:
« د ونې له سره به تر کومو ځایونو کلي ښکاري؟»
د ونې پاڼې باد خوځولې. مساپر له ځان سره وویل:
« بختوره ځای پر ځای ولاړه ده»
سړی راولټیده، پښې یې بږو نیولې وې ( ویده شوې وې) که یې د وني پر ډډ لاس نه وای تکیه کړی، پرتلی به و. بیرته یې پښې د ونې له ریښې سره وغځولې:
« اخ که مې پښې دغسې وای اوس به مې څه کول».
۲۵/۴/۲۰۱۵