تاند، شنبه، د سنبلې ۲۳مه: امریکايي فارن پالیسۍ ورځپاڼې ویلي امریکا په افغانستان کې ماته شوې او په وینا یې چې د هغه هېواد خلک د افغانستان برخلیک نشي ټاکلی چې اووه زره مایله لرې ترې پراته دي.
فارن پالېسۍ ټینګار کړی چې په ۱۸ کلونو کې د امریکا سلګونه ملیارده ډالرو او د سر قربانیو په افغانستان کې هیڅ ځای نه دی نیولی بلکې امریکا په دغه هېواد کې په بشپړ ډول ماتې خوړلې ده.
ورځپاڼه لیکي: (( امریکایان تر هر وخته چې وغواړي پر افغان سوله دې وغږېږي، افغانستان کې دې ځواکونه وساتي، ټاکنې دې وشي، خو باید ومنو چې امریکا په افغان جګړه کې ماتې خوړلې ده، ځکه دوه لسیزې تېرې شوې زرګونه امریکایان او پنځه سوه زره افغانان په دې جګړه کې ووژل شول، زرګونه ملیارده ډالر مصرف شول خو نتیجه یې صفر راووته.))
دا په داسې حال کې ده چې پر امریکا تور دی چې له طالبانو سره یې نهه میاشتې مذاکرات هم د یو ماتې خوړلي قدرت په ډول وکړل، خو امریکايي لوري بیا په دې وروستیو کې له طالبانو سره د مذاکراتو په لغوه کولو او پر دغې ډلې د بریدونو په زیاتولو سره یو وار بیا هڅه پیل کړه چې ځان غالب ښکار کړي.