تاند، جمعه، د عقرب ۱۷مه: د فارن پالیسۍ ورځپاڼې په افغانستان کې داعش ډله د عراق او سوریې د اوسنیو داعشیانو په پرتله پیاوړې شوې، خو د ابوبکر بغدادي مړینه به یې پر روحیه او فعالیتونو تاثیر وکړي.
د مایکل ګوګلمن په دې لیکنه کې ویل شوي، داعش دا مهال په کونړ او ننګرهار کې تر ۴ زرو پورې جنګیالیو سره په ډېر عجیب و غریب انداز سره فعاله ده.
ورځپاڼه وايي، له ۲۰۱۶ راهیسې داعش په ډېر شدت سره ځپل شوې ډله ده، خو لا هم په افغانستان کې ژوندۍ او د پاکستاني جنګیالیو په ګډون د مرکزي اسیا ګڼ وسله وال د ځان په ګټه کاروي او ځان یې په مالي او تجهیزاتي- عملیاتي لحاظ د سوریې او عراق له داعشیانوتر ډېره خپلواک کړی دی، خو د بغدادي مړینه به پر دغه ډله تاثیر وکړي.
ورځپاڼه وايي، که څه هم داعش ډلې په افغانستان کې ډېر فشارونه ګاللي دي، خو دا فشار د هغوی په روحیه اغېز کولی شي چې د چا سره یې بیعت کړی و، هغه کس نور نشته.
ورځپاڼه وايي، په افغانستان کې به پر داعشیانو د بغدادي د مرګ لومړی تاثیر دا وي چې نه یوازې بریدونه به یې کم شي بلکې جنګیالي به یې هم راکم شي.
ورځپاڼه وايي، داعش ډله نوره په افغانستان کې لوی ګواښ نه دی نه هم له افغانستان څخه دباندې پر امریکايي اهدافو د بریدونو توان پیدا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په دې وروستیو کې پر داعش ډلې یو وار بیا په ننګرهار کې عملیات پیل کړي دي چې له کبله یې پر داعشیانو لمن راتنګه شوې او ګڼ بهرني جنګیالي یې حکومت ته تسلیم شول، خو څه موده وړاندې دغې ډلې د شینوارو په یو جومات کې په برید وښودله چې لا هم درنه مرګ ژوبله اړولی او ملکي اهداف په نښه کولی شي.