تاند، یکشنبه، د حمل ۳۱ مه: د فارن پالیسۍ په نوم یوې امریکایي مجلې پخپل راپور کې ویلي، کورونا وېروس د افغانانو لپاره تر ترهګرۍ او تروریزم خطرناک دی.

دا مجله داسې مهال یاد راپور خپروي، چې په افغانستان کې د کورونا په وېروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۰۰ تنو ته نږدې شوی او لا ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی.

دې مجلې د افغانستان د روغتیا د وزیر فېروز الدین فېروز هغې خبرې ته اشاره کړې، چې که افغانان کورونا جدي ونه ګڼي، ۲۵ میلیونه به پرې اخته او ۱۱۰ زره به ترې مړه شي.

په راپور کې راغلي، که دغه شمېر دقېقه وي، په افغانستان کې به د کورونا مرګ ژوبله د جګړې تر دوو لسیزو ډېره وي.

په راپور کې دا هم ویل شوي، د افغانستان روغتیایي سیسټم کمزوری دی او د کورونا وېروس د معاینې ظرفیت نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې کورونا وېروس تر اوسه ۳۰ افغانان مړه کړي او ۱۱۲ بیا ترې روغ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *