تاند، یکشنبه، د حمل ۱۰مه: فارن پالیسي ورځپاڼه وایي، چې له افغانستان سره د د امریکا د یو میلیارد ډالري مرستو قطع کېدل له افغانستان سره د امریکا او نورو هیوادونو د مرستو د کمېدو د بهیر پیل دی، چې په دې کار سره افغان دولت دوام نشي کولی.

د فارن پالیسۍ لیکوال بارنیټ روبین لیکلي، چې پر متحده ایالتونو به د کورونا ویروس په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ماتېدو په څېر او آن تر هغې ناوړه اغیزې ولري.

روبین په دې مقاله کې د افغانستان اوسني حالات له دېرش کاله مخکې وضعیت سره پرتله کړي او ویلي یې دي چې د ډاکټر نجیب الله حکومت د سقوط یوازینی دلیل هم د پخواني شوروي د مرستو قطع کېدل وو.

د ورځپاڼې لیکوال وړاندې وایي، اوس مهال د افغانستان د پیسو ذخیره ۷عشاریه ۵ میلیارده ډالره ده، چې د بهرنیو مرستو په قطع کېدو سره دا ذخیره په سرعت سره کمیږي: ((که بهرنۍ مرستې ودریږي، نو زیرمه شوې پانګه به ژر ختمې شي، چې په پایله کې به یې د افغانیو ارزښت راپریوځي او د خصوصي پانګې فرار به چټک شي. په حکومت به ددې لپاره فشار ډیر شي، چې د اساسي قانون محدودیت له پامه وغورځوي او ارزښت ته له کتو پرته نورې پیسې چاپ کړي. دا چاره هم مقاومت نشي کولی او په نتیجه کې به یې د خوراکي توکو بیې په ډراماتیکه توګه لوړې شي او د افغانیو حقیقي ارزښت به راپریوځي.))

دغه امریکايي شنونکی د افغانستان اوسنی حالت له دېرش کاله پخوا د ډاکټر نجیب الله له وخت سره پرتله کوي او وایي، چې هغه وخت هم د شوروي مرستو په قطع کېدو سره د ډاکټر نجیب حکومت سقوط وکړ.

نوموړی وایي، په امریکا کې د کورونا ویروس به واشنګټن دې ته وهڅوي، څو لګښتونه را کم کړي، چې دا کار به پر افغانستان د ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد د ماتېدو په څېر او ان تر هغې ناوړه اغیزې ولري: (( د افغانستان ستر ملاتړی امریکا په داسې حال کې له اقتصادي کړکیچ سره مخ دی، چې کابل د سولې یوه لرزانده پروسه په مخ بیايي. که غواړو، چې افغانستان ته پيښ ګواښونه وارزوو، نو د هغه وضعیت رایادول پکار دي، چې ۳۰ کاله مخکې رامنځته شو.))

بارنیټ روبین په پای کې لیکلي، چې په افغانستان کې د دولت له سقوط څخه د مخنیوي یوازینۍ لار د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي تفاهم او د سولې هوکړې عملي کېدل دي.

د امریکايي شنونکي بارنیټ روبین دغه مقاله داسې مهال خپریږي، چې کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تر سفر وروسته د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت په یوه تونده اعلامیه کې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ له اختلافاتو جدي اندېښنه وښوده او له افغانستان سره یې د خپلو یو میلیارد ډالري مرستو د کمېدو اعلان وکړ.

امریکايي سناتور لینډسي ګراهام هم تېره ورځ وویل، که اشرف غني او عبدالله د یو پیاوړي حکومت په جوړېدو بریالي نه شي، باید له افغانستان سره د امریکا پر ټولو مرستو له سره غور وشي.

خو افغان ولسمشر دغو ټولو اندیښنو ته په ځواب وویل چې د امریکا د مرستو کمیدل به پر افغانستان مستقیم تاثیر ونه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *